د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د لوبو له ميدانه؛ د افغانستان الف لوبډله عمان ته تللې


د افغانستان او عمان لوبډلو ترمنځ د پچې اچونې له بهیره یو انځور
د افغانستان او عمان لوبډلو ترمنځ د پچې اچونې له بهیره یو انځور

د لوبو له میدانه اوونیزې ورزشي خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان الف لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په موخه عمان ته سفر کړی دی.

دغه راز د اسیا په ایمرجینګ جام کې د افغانستان سیالان او د سیالیو نېټې په ډاګه شوې، د ښځو ترمنځ په پیل شوي شل اوریز نړیوال جام کې اسټرالیا او انګلستان مخکې دي او د افغانستان په فرسټ کلاس سیالیو کې د میوند اتلانو پرله‌پسې سیالۍ ګټلې دي.

دغه راز د خپرونې په دوام به د فوټبال فدراسیون له لوري د افغانستان په بېلابېلو زونونو کې د پيل شويو سياليو په اړه هم راپور واورئ، دا به هم واورئ چې انګلستان د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې چټکه توپوهنه پیل کړې ده او نیوزیلنډ د هندوستان پر وړاندې د ټېسټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.

دا خپرونه چې هره اوونۍ يې بختيار ساحل چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:33 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG