د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

مسافر او موټر چلوونکي د کابل-کندهار لویې لارې د جوړېدو له ټکني کاره شکایت کوي


د کابل-کندهار لویه لاره
د کابل-کندهار لویه لاره

مسافر او موټر چلوونکي د کابل-کندهار لویې لارې د جوړېدو له کرار او ټکني کار څخه شکایت کوي او وايي، د طالبانو حکومت دې د دې لارې رغولو چارې چټکې کړي.

د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې د کابل-کندهار د لویې لارې رغونې چارې، چې په شپږو بېلابېلو برخو کې شپږو شرکتونو ته د کانونو د راایستلو په مقابل کې سپارل شوي، د ۱۴۰۲ لمریز کال تر ژمي پورې به د نړیوالو معیارونو مطابق ورغول شي.

خو اوس یو بل ژمی هم پیلېږي او د رغونې چارې لا هم بشپړې شوې نه دي چې له امله یې موټر چلوونکو، مسافرو او سوداګرو ته یو سرخوږی جوړ شوی دی.

د کابل-کندهار لویه لار چې د خرابوالي له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کابل-کندهار لویه لار چې د خرابوالي له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادې لویې لارې موټر چلوونکي شکایت کوي چې د دې لارې د ډامبر ډېرې برخې اړول شوي، خو د جوړولو چارې یې ټکنۍ او ورو دي چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د مدد خان او محمد په نومونو دوه موټر چلوونکو ازادي رادیو ته وویل چې دوی آن مریض هم پر دې لار تر خپل منزله نه‌شي رسولای.

مددخان وايي: "ماشینونه هسې اخته دي، خو د کار څرک یې نه معلومېږي، موټرونه مو ټوک ټوک شول، ولاړ شو راشو، هېڅ شي نه راپاتېږي، موږ غوښتنه کوو چې دا لار ژر تر ژره جوړه شي."

موټر چلوونکی محمد وايي: د لارې کار ډېر کرار روان دي، د لاري ډامبر یې ډېر اړولی، خو جوړوي ډېر کرار، ځینې ځایونه چې یې جوړ کړي، بېرته خراب شوي.

محمد وویل: "د لارې کار ډېر کرار روان دي، د لاري ډامبر یې ډېر اړولی، خو جوړوي ډېر کرار، ځینې ځایونه چې یې جوړ کړي، بېرته خراب شوي، غوښتنه مو دا ده چې لږ کار تېز کړي، خلک ډېر په تکلیف دي."

د کابل-کندهار لویه لار، چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه حیاتي برخه او یوه مهمه ټرانزیټي لار ګڼل کېږي، نه یوازې کابل د جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې د سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ او نورو بندرونو زرګونه سوداګریز موټرونه هم هره ورځ په همدغه سړک تګ راتګ کوي.

د نور احمد او عبدالرحمن په نومونو د دې لویې لارې مسافر وايي، له کابل څخه تر کندهاره شپږ ساعته لاره ۱۵ ساعته وخت نیسي چې نه یواځې موټر چلوونکو او سوداګرو ته زیان رسوي، بلکې د دوی لپاره هم سخته ده، ځکه په وینا يې د اوږد او خراب مزل له امله په ورځو ورځو ستړي وي.

نور احمد وویل: "چې د دغه ځایه موږ موټر ته وخیژو، نفس مو خولې ته راسي، چې ورسېږو، په درې ورځي مو ستړیا نه ختمېږي چې ځو راځو لارې ته مو وارخطا شي."

عبدالرحمن وايي: "د دې ځایه تر کابله شل ځایه خامه ده، خلک چې کابل ته ځي پر خپل تګ پښېمانه شي، غوښتنه مو دا ده چې د دې لارې غم وخوړل شي."

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت چارواکو یو شمېر رسنیو ته په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کابل-کندهار د لویي لار کار تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې پای ته رسېږي، خو د خلکو په باور، په دې ډول ټکني کار سره دا پروژه په دوه کاله کې هم نه‌شي بشپړېدای.

د کابل-کندهار لویه لار، چې ۴۸۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په ۲۰۰۲م کال کې د امریکا، جاپان او سعودي عربستان په ۱۸۰ میلیون ډالره مرسته بیا رغول شوې وه، خو د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال د وسله‌والو نښتو او ماین چاودنو له امله د دې لارې ډېر پلونه او پلچکونه تخریب شوي او دغه راز د زیات وزن لرونکو موټرو د نه مخنیوي له کبله د لارې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG