افغانستان
په یوې ترافیکي پیښه کې د زابل د حج او اوقافو رئیس ووژل شو
د کندهار د ولایت مقام په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، نوموړی له یوه بل کس سره د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې کرولا او صرف موټر ترمنځ په ټکر کې ووژل شول.
په اعلامیې کې راغلي، د کندهار کابل او کندهار بولدک پر عمومي لارو اکثره ترافیکي پيښې د موټر چلوونکو له غير مسلکي رفتار او همداراز د سړکونو د کم برۍ له امله رامنځته کيږي.
د تیرو څو ساعتونو راهیسې د کابل-لوګر لویه لار د شخړې له امله تړلې ده
راپورونه وايي، د تیرو څو ساعتونو راهیسې د کابل-لوګر لویه لار د چهاراسیاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځمکې پر سر د خلکو ترمنځ د شخړې له امله د ترافیکو په مخ تړلې ده.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په سلګونو موټر پر سړک ولاړ دي او خلک له امنیتي مقاماتو هیله لري، چې د دې لارې د پرانستلو لپاره اقدامات وکړي.
چارواکو د لارې د بندیدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو وايي، د ځمکې پر سر په دې شخړه کې نن یو کس ووژل شو او دوه تنه ټپیان شول.
د کابل د والي ویاند وسیع الله میاخیل آزادۍ راډیو ته وویل چې، پيښه نن سهار د دې ولسوالۍ د الیاس خیلو په سیمه کې د کوچیانو او سیمه ایزو خلکو تر منځ په نښته کې رامنځته شوه .
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پنجشنبه به د افغانستان ۲۳ ولایتونه د ورښت او سېل شاهدان وي
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپيژندنې ریاست په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېل وړاندوینه کړې ده.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې د پنجشنبې په ورځ به نورستان ، کونړ ، ننګرهار ، لغمان ، کاپیسا ، پنجشیر ، پروان ، بغلان ، سمنګان ، بدخشان ، کندوز ، تخار ، بلخ ، سرپل ، فاریاب ، غور ، بادغیس ، دایکنډي ، بامیان ، غزني ، میدان وردک ، لوگر او پکتیا ولایتونه د شدید ورښت، برښنا او سملاسي سیلونو شاهدان وي.
د باران اندازه له لسو تر دیرش ملي مترو پورې اټکل شوې.
په افغانستان کې د څو وروستیو اونیو سیلونو او بارانونو او نورو طبیعي پيښو سلګونه کسان مړه او ټپيان کړل او خلکو ته یې دروند مالي زیان واړوه.
په دې ترڅ کې د بدخشان چارواکو ویلي چې په کوف اب ولسوالۍ کې یې د هغو څلورو کسانو مړي د چهارشنبې په ورځ را وایستل چې د واورې ښوېدو له کبله مړه شوي وو.
د بښنې نړیوال سازمان د علي وزیر ( خپل سره توقیف) او د هغه د نه خوړو اعتراض باندې اندیښنه ښودلې
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې علي وزیر نژدې شل میاشتې " د خپل سره توقیفونو " په کړیو او د بیا نیولو او دوسیو په تکرار کې تېر کړې دي.
د سازمان په خبره، که څه هم د پاکستان یوې محکمې د روان ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه د علي وزیر د خوشې کېدو حکم وکړ، خو له څو ساعتونو وروسته بیرته ونیول شو.
د بښنې نړیوال سازمان په دادو زندان کې د علي وزیر د نه خوړو وروستی اعتراض ته هم اندیښنه ښودلې او ویلې یې دي چې هغه داسې مهال له درملنې انکار کړی چې د شکرې، د وینې له لوړ فشار او د زړه له ناروغیو کړېږي.
د پاکستان حکومت علي وزیر تورن کړی چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوي کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې علي وزیر" د حکومتي جبر پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم" زنداني شوی دی.
صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو سیالیو کې ګډون کوي
تمه ده چې افغانه ورزشکاره صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو د سیالیو په ګراپلینګ څانګه کې برخه واخلي.
نوموړې په خپل انستاګرام خپره کړې چې د NAGA سازمان په چوکاټ کې دغه سیالۍ د اپریل په ۲۶ مه پیلیږي.
هغه وايي د GI او NOGI په برخو کې خپلو سیالو لوبغاړو سره میدان ته کوزیږي. خو دا نه دي ویل شوي چې سیالانې یې څوک دي.
صوفیې سروري په دې وروستیو کې په جرمني کې د جوجیستو د نړیوال لیګ اتلولي خپله کړه .
افغانستان کې د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو په ورزش هم محدودیت لګولی دی.
اروپا څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په هکله د ریچارد بینت اندیښنه
د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی هغه رپوټونه د جدي اندیښنې وړ بولي چې وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي څو دځینو افغان کډوالو د ستنولو په هکله ورسره خبرې وکړي.
ریچارد بنیت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د ښځو ، د بشري حقوقو د ملاتړوکسانو او پخوانیو چارواکو د بشري حقوقو څخه د پراخې سرغړونې له کبله هرډول ستنول دا اصل چې کډوال به په جبري توګه نه ستنول کیږي،ماتوي.
سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د حکومت استازي راتلونکو اونیو کې بروکسل ته بلل شوي ترڅو د اروپايي اتحادیې چارواکي افغانستان ته د ځینو کډوالو دبیرته ستنولو په هکله ورسره خبرې وکړي.
د اروپايي اتحادیې یو شمیر هیوادونه غواړي جرمونو کې ښکیل ځینې افغان کډوال چې د اقامت اسناد نلري افغانستان ته ستانه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپايي اتحادیې ځانګړې استازي سره ولیدل
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپايي اتحادیې له ځانګړې استازي سره په کتنه کې د سیاسي ، اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په هکله خبرې کړي دي.
خبرپاڼه وايي د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په دې کتنه د اروپايي اتحادیې له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې د دوامدارو پرمختایي پروګرامونو پر لور واوړي.
اعلامیه زیاتوي چې د اروپايی اتحادیې ځانګړي استازي ژیل بیرتراند له افغانستان سره د مرستو ددوام ډاډ ورکړی او ویلي دي چې داروپا دروازې دافغاني صادراتو په مخ خلاصې دي او په ځانګړې توګه دافغانستان وچه میوه په اروپا کې ښه بازار لري.
ددغې لیدنې خبر په داسې حال کې خپریږي چې رپوټونه وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو یو تخنیکي پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او ددغې اتحادیې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.
د بشري حقونو د څار سازمان : پاکستاني چارواکو دافغان کډوالو اخراج ته زور ورکړی
د بشري حقوقو د څار سازمان وايي پاکستاني چارواکو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو په اوږدو کې له نښتو وروسته، دافغان کډوالو خلاف چاپو، خپل سریو نیونو او جبري ستنولو ته زور ورکړی دی.
دغه سازمان په خپله نننۍ خبرپاڼه کې وايي چې د پاکستاني پولیسو دغه چلند د زرګونو افغان کډوالو د ورځنۍ ژوند چارې لکه روغتیايی خدماتو ، زده کړو او نورخدماتو ته لاس رسی له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.
ددغه سازمان د افغانستان دبرخې څیړونکې فرشته عباسي وايي "پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې افغان کډوالو ته ساتنې ته د اړمنو انسانانو په سترګه وګوري، د هغوی ترمنځ وېره خپروي. د پولیسو ناوړه چلند خلک دې ته اړ باسي چې له خوړو او روغتیايي خدمتونو تېر شي،"
نوموړې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې دافغان کډوالو اجباري ستنول سملاسي ودروي.
پاکستان تراوسه د بشري حقوقو د څارسازمان ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په کابل کې د دودیزې غیږې نیونې فیستوال پیلیږي
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدنې روزنې او ورزش کمېټې اعلان کړی چې د کورش، سامبو او د دودیزې غیږې نیونې فیستوال به د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په کابل کې پیل شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې کمېټې د مشر احمدالله وثیق په حواله لیکلي،"په دغه فیستوال کې به د افغانستان په ګډون له ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه ۱۶۰ لوبغاړي برخه واخلي".
دغه فیستوال به د غويي تر پنځمې دوام وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو نژدې پنځو کلونو کې ښځې له هر ډول ورزشي فعالیتونو راګرځول شوي او د نارینو په ځینو لوبو محدودیتونو لګول شوي دي.
نن چهارشنبې په ۲۹ولایتونو کې د شدید باران او سیلابونو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د (غويي۲مه) د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او له کبله یې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست د سه شنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼې په هرات، فراه، ارزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزنی، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدانوردک، پکتیا، خوست، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اتګل کړی.
په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له لسو تر ۳۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د وروستیو شمیرو له مخې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو او سیلابونو له کبله ۱۷۹کسان مړه او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته بشري مرستې رسیدلي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د نورستان ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د اړینو خوارکي او طبي توکو د مرستې چارې پیل کړي دي.
دې پروګرام د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړی نیټه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"دغه مرستې هغو کورنیو ته چې له مودې راهیسې د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې وې یوه نوې هیله ده".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، دغه بشري مرستې د صلیب نړیوالې کمېتې او افغان سرې میاشتې سره په ګډه په اړمنو خلکو ویشي.
له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ وویل،"څه باندې شپږ اونۍ کیدې چې د کامدیش او برګمټال ولسوالیو اوسیدنکي د جګړو له کبله خوړو او نورو اساسي خدمتونو ته له لاسرسي محروم وو".
له نژدې دوو میاشتو راهیسې دغو دوو ولسوالیو ټولو غځیدلې لارې بندې وې چې د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه بیرته پرانستل شوې.
دغه لارې له پاکستان سره د جګړې له کبله تړل شوې وې.
د افغان طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي
یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
یوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي.
د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.
اروپایي ټولنه د دې سربیره هڅې کوي چې یوشمیر افغانان خپل هیواد ته واستوي چې د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې په دې برخه کې خپلې اندیښنې ورسره بیا بیا شریکې کړې دي.