افغانستان
په کندهار کې د ټکر په پېښه کي پنځه کسان وژل شوي
په کندهار کې د ۴۰۴ بس او سراچه موټر د ټکر په پېښه کي پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دي.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي، نن جمعه سهار نهه نیمې بجې د کندهار- کابل پر لویه لار د دامان ولسوالۍ اړوند "مړوندۍ" مانده کې د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکي موټر او یوې سراچه موټر ټکر کړی چې په سراچه موټر کې پنځه مسافر مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د احمدي په وینا، د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکی موټر هم چپه شوی، موټر چلوونکی یې له سيمې تښتېدلی، خو مسافرو ته یې ځاني زیان نه دی اوښتی.
داوود احمدي د د پېښې لامل خراب سړک او د موټر چلوونکو بې غوري یادوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
دوو مخالفو ډلو په کابل او غور کې د ۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې
د طالبانو دوو مخالفو ډلو ادعا کړې چې په کابل او غور ولایتونو کې یې طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د دوی ځواکونو تېر ماښام د کابل په دارالامان سیمه کې پر هغه رنجر موټر چې د طلحه په نوم د طالبانو د استخباراتو د ۹۰ ادارې سرګروپ یې لېږداوه، حمله کړې ده.
وړاندې ویل شوي چې په دې حمله کې د طالبانو د استخباراتو درې پوځیان وژل شوي او بل ټپي دی.
تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو په دې سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی و.
بل لوري ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو په غور کې څلور طالبان وژلي دي.
دغې جبهې ویلي چې دا حمله پرون تر غرمې مخکې د چهارسده ولسوالۍ پر لویه لار شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو وسلې او مهمات د ملي مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.
طالبانو د دغو ډلو د ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.
د افغانستان الف لوبډله له هانګ کانګ سره سیالي کوي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله نن یکشنبه د اکټوبر په ۱۳مه نېټه د هانګ کانګ ملي لوبډلې پر وړاندې شل اوریزه سیالي ترسره کوي.
دغه درې اړخیزې سیالۍ چې د افغانستان، عمان او هانګ کانګ په ګډون تېره ورځ پیل شوي، دا پهکې د افغان لوبډلې لومړۍ سیالي ده.
دغه سیالي به د افغانستان پر وخت ماسپښین مهال پیل شي.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان دویمه لوبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه له عمان سره ده.
کرکټ بورډ ویلي چې د دې سیالیو موخه د اسیا ایمریجنګ جام سیالیو ته چمتوالی دی چې د اکټوبر په ۱۸مه نېټه به په عمان کې پیل شي.
د فرانسې پولیسو یو ۲۲ کلن افغان د یوې حملې د طرحې په شک نیولی
د فرانسې د تروریزم ضد څارنوالانو پرون ویلي، پولیسو یو ۲۲ کلن افغان چې د امریکا په متحدهایالتونو کې له خپل یوه هېوادوال سره په ارتباط کې و، د یوې حملې د طرحې په شک نیولی دی.
څارنوالانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کس چې سې شنبه د فرانسې په جنوب لوېدیځ کې نیول شوی، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ملاتړ تورن دی.
په فرانسه کې دغه نیول شوي ۲۲ کلن افغان له خپل هغه ۲۷ کلن هېوادوال سره ارتباط درلود، چې په امریکا کې ونیول شو.
د نصیر احمد توحیدي په نوم دا کس تېره اوونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو په اوکلاهاما ایالت کې ونیول شو او په دې تورن شو چې غوښتل یې په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې حمله وکړي.
دغې قضیې ته یوې نږدې سرچینې ویلي، دغه دواړه وروڼه دي، خو فرانسوي څارنوالانو دا موضوع تایید کړې نه ده.
په امریکا کې دېره مشکوک کس د ټیلیګرام له لارې له هغه چا سره په ارتباط کې و چې د تحقیقاتو فډرال ادارې (FBI) د داعش لپاره د کسانو استخداموونکی بللی دی.
ویل شوي امریکايي چارواکو په دې اړه خپلو فرانسوي همکارانو ته خبرداری ورکړ چې دا کار په فرانسه کې د عمده مشکوک کس په ګډون د یوه ۲۰ کلن او یوه ۳۱ کلن کس د نیولو سبب شو.
عمده مشکوک کس په توقیف کې دی، خو دوه نور نیول شوي کسان خوشې شول.
طالبانو د صنعتي سیمو قانون په رسمي جریده کې خپور کړ
د طالبانو عدلیې وزارت وایي، د صنعتي سیمو قانون د دوی د مشر ملا هبتالله تر توشیح وروسته نافذ شو او په رسمي جریده کې خپور شو.
دغه وزارت پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د صنعتي سیمو قانون شپږ بابونه، یولس فصلونه او اووه شپېته مادې لري چې په دې کې د دولتي، خصوصي او مشارکتي صنعتي ساحو د جوړولو، پراختیا او څارنې، یادو ساحو ته د ځمکې وېشلو او د صنعتي ساحو جوړولو لپاره غوښتونکو ته د مځکو د وېشلو شرطونه په اړه حکمونه راغلي دي.
د افغانستان عدلیې وزارت د دې قانون د تصویب خبر په داسې وخت کې ورکړی چې په تېرو څه باندې درې کلونو کې د قانون د پلي کېدو په برخه کې شفافیت نه شته او د صنعتي سیمو د غیرعادلانه ویش په برخه کې هم شکایتونه موجود دي.
خلیلزاد: د دوحې تړون پټې برخې د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه نه دي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدهایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دوحې د تړون پټې برخې د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه نه دي.
خلیلزاد په یوه پاډکسټ کې چې پرون "دوحه ډیبیټز" خپور کړ، وویل د دوحې د تړون محرمې برخې د ترهګرۍ او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ارتباط دي.
د امریکا متحدهایالاتو د۲۰۲۰م کال د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون یو شمېر مادې له رسنیو سره شریکې شوي او یو شمېر یې نه دې شریکې شوي.
په پروني پاډکسټ کې خلیلزاد زیاته کړه چې د دوحې تر ټړون مخکې د سولې د خبرو پر مهال واشنګټن هغه وخت دا نظر درلود چې د ځواکونو ایستل باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له موافقې سره مشروط نه شي، ځکه چې افغانان په خپلو کې توافق ته نه رسېږي.
منظور پښتين: د تېرو شلو کلونو پر مهال پښتونخوا کې نژدې ۸۰ زره پښتانه وژل شوي
د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین وايي، په پښتونخوا کې په تېرو شلو کلونو کې نژدې اتیا زره کسان وژل شوي، چې څه باندې ۹ زره يې د خبیر اوسېدنکي وو.
پښتين دا څرګندونې نن د خیبر په ریګي للمه کې د پښتنو قومي جرګه ته په خپلې وینا کې کړي دي.
پښتون ویلي، دا کسان په هغې جګړه کې وژل شوي چې د پښتنو نه وه.
د جرګې له سیمې د ازادي راډیو د مشال برخې خبریال وسیم سجاد وايي، د جرګې په ځای کې د لګیدلي لوی سکرین له لارې خلکو سره معلومات شریکیږي.
تمه وه، چې جرګه پرون پیل شي، خو د پيټيایم غړو او د جرګې تنظمیونکو ویلي، د امنیتي او انتظامي ستونزو له کبله دا جرګه نن د اکټوبر ۱۲مه رسما پیل شوه.
پښتنو دا درې ورځنۍ جرګه په سیمه کې د روانو ناامنیو، جبري لادرکه کېدو او د پښتون مېشتو سیمو د وسایلو د واک د ستونزو او یوشمېر نورو چارو د هوارۍ، او په اړه يې د پرېکړې کولو په موخه رابللې ده.
دغې درې ورځنۍ جرګې ته د بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو څخه په زرهاوو کسان ورغلي دي.
طالبانو د عراق له زندانونو د ۲۵ افغان بنديانو د خوشې کېدو خبر ورکړی
د عراق له زندانونو د لږ تر لږه ۲۵ افغان بندیانو د خوشې کېدو او افغانستان ته د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د اکټوبر۱۲مه) پر خپلې ایکسپاڼې (پخواني ټویټر) لیکلي: " ۲۵ تنه هغه افغان بندیان چې د عراق په بېلابېلو زندانونو کې يې شپږ میاشتې بند تېر کړ، راخوشې شوي او په ایران کې د افغان سفارت له لارې بېرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي."
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وړاندې د نیمروز ولایت د سرحدي امریت په حواله ویلي، دا کسان په عراق کې د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله بندیان شوي وو.
لهدې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۷۰ زره افغانان له ایرانه را ایستل شوي دي.
د ایراني چارواکو په خبره، ډېر شمېر دغو افغانانو په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.
طالبانو کندهار کې يو کس د غلا په تور ۳۹ دُرې وهلی
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کندهار کې د غلا په تور یوه کس ته تعزیري سزاه ورکړل شوې ده.
دغې محکمې نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کس د معرافه محکمې په انګړ کې په ۳۹ دُرو وهل شوی او په دوه کاله تنفیذي بند محکوم شوی دی.
د طالبانو پر محاکمو انتقاد کېږي، چې تورنو کسانو ته د مدافع وکیل د لرلو چانس نه ورکول کېږي او په ځینو مواردو کې محاکمې هم عادلانه نه وي.
د هرات-اسلامکلا پر لاره د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي
د هرات-اسلامکلا پر لویه لار په ټرافیکي پېښه کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي رسنیو ته ویلي، پرونۍ پېښه له سړک د یوه ټکسي موټر د اوښتو له کبله شوې چې، په نتیجه کې یې بل تن ټپي شوی هم دی.
د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی، چې دغه ټکسي موټر د ایران له مشهد څخه مسافر هرات ته لېږدول.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۲۱۰ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړی، چې پرون "د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۰ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي.
باختر وايي، ۲۹ کورنۍ خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوي دي.
هره اوونۍ له ایرانه د افغانانو د ستنېدو خبرونه ورکول کېږي.
د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج روان دی.