د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

کاناډا: افغانستان د ترهګرو ډلو پر پټن‌ځای بدل شوی؛ خلک: دا ډول راپورونه مو اندېښنې ډېروي


القاعده وسله‌والې ډلې ته منسوب يو انځور
القاعده وسله‌والې ډلې ته منسوب يو انځور

د کاناډا حکومت وايي، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په امن پټن‌ځای بدل شوی او د دغه ډلو حضور د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ناوړه پایلې لري.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزۍ سره هم‌مهاله د کاناډا حکومت اندېښنه ښودلې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په امن پټن‌ځای بدل شوی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې "ملني جولي" د کډوالو چارو وزیر"مارک مېلر" او د نړیوالې پرمختیايي چارو وزیر "احمد حسین" پرون پنج‌شنبه (د اګسټ ۱۵) په یوه ګډه بیان کې ویلي چې، په افغانستان کې د تروریستي ډلو حضور د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ناوړه پایلي لري.

په دغه ګډ بیان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ په درې کلونو کې د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم ویل شوي دي.

د بیان په یوې برخه کې راغلي چې: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې کاله تېر شول. په‌دې موده کې د ولسواکۍ، بشري حقونو او پوهنې په برخه کې د دوو لسیزو لاسته‌راوړنې له‌منځه ولاړې، ښځې او نجونې په خپلو کورونو او ټولنو کې بندیانې شوي او د روښانه راتلونکې لپاره هیلې یې کمې دي."

په بیان کې دغه شان اندېښنه ښودل شوې چې د طالبانو د بیا واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د مذهبي لږه‌کیو سربیره د ټولنې نور زیانمنونکي قشرونه هم په دوامداره توګه زور زیاتې سره مخ شوي دي.

له دې ټولو سره سره د کاناډا حکومت ژمنه کړې چې له افغانانو سره به په بېلابېلو برخو خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

"هغه اندېښنې او راپورونه چې د افغانستان او د افغانانو د راتلونکي په اړه مطرح کېږي د تریخ واقعیت ښکارندوي کوي
مسعوده کوهستانۍ

د بیان د معلوماتو له‌مخې کاناډا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د بشري مرستو په چوکاټ کې ۲۴۳ میلیونه ډالره مرسته کړې او له ۵۰ زرو ډېرو افغانانو ته یې په خپل هېواد کې پنا ورکړې ده.

یو شمېر افغانان بیا وايي چې، د افغانستان د امنیت په اړه د نړیوالو بیا بیا اندېښنې بې‌ځایه نه‌دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مسعودې کوهستاني په‌دې ازادي راډیو ته وویل: "هغه اندېښنې او راپورونه چې د افغانستان او د افغانانو د راتلونکي په اړه مطرح کېږي د تریخ واقعیت ښکارندوي کوي، نه یوازې زه بلکې ټول خلک که هغه په افغانستان کې دننه دي او که بهر، په‌دې پوهېږي. له یوه کمکي ماشوم سره مې خبرې کولې هغه ګیله وکړه چې په ټوله نړۍ کې ژوند روان او خلک ژوند کوي خو موږ یې نه‌لرو، کله چې یو ماشوم داسې وايي نو خپله یې تحلیل کړي چې وضعیت څنګه دی."

خلک وايي، د نړيوالو سازمانونو دا ډول راپورونه يې اندېښنې ډېروي.
خلک وايي، د نړيوالو سازمانونو دا ډول راپورونه يې اندېښنې ډېروي.

د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکی شبیراحمدي بیا وايي، که څه هم ژوند یې په افغانستان کې له کړاوه ډک دی خو دلته نسبي ثبات ته خوشحاله دی.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا منو چې په افغانستان کې وضعیت له اقتصادي پلوه ښه نه‌دی، خلک بې‌وزله دي، له مشکلاتو سره مخامخ دي خو یو څه وخت کېږي چې ذهنونه مو ارامه دي، پخوا به د مرګ‌ژوبلې خبرونه ډېر و، خو اوس نه‌شته، اما په دوامداره توګه د نړیوالو له لوري دا ډول خبرو اندېښمن کړي یو."

د افغانستان د امنیت، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون او ورڅخه سیمې او نړۍ ته د احتمالي خطرونو په اړه په کراتو د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له لوري اندېښنې مطرح شوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا تل دا ډول اندېښنې بې‌ځایه ګڼلې دي، په یاد هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون يې رد کړی او ویلي دي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG