د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

یوایس‌اې‌آی‌‌ډي: د افغانستان د غاليو د پروسس ظرفيت لوړ شوی


ارشیف: په هرات کې یو شمېر غالۍ اوبدونکې
ارشیف: په هرات کې یو شمېر غالۍ اوبدونکې

د امريکا نړيواله پراختيايي اداره یا "یوایس‌اې‌آی‌‌ډي" وايي، د دې ادارې په ملاتړ د افغانستان د غاليو د پروسس ظرفيت په کلني ډول پنځه سوه زره متر مربع ته لوړ شوی دی.

په‌داسې حال کې چې د افغانستان صنعتکاران تل د بازار له نشتوالي او د کار له کمښت شکایت کوي، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا "یوایس‌اې‌آی‌‌ډي" په افغانستان کې د غالیو د پروسس او د نړۍ بازارونو ته یې د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ دغې ادارې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د دوی په مرسته د افغانستان د غالیو د پروسس ظرفیت په کلني ډول ۵۰۰ زره متر مربع ته لوړ شوی دی.

د "یوایس‌اې‌آی‌‌ډي" په وینا، دې پرمختګ د نړۍ مشهورو بازارونو ته د افغاني غالیو نېغ په نېغه صاداراتو او په زرګونو افغان نارینه او ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په ورته وخت کې د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنه تايیدوي چې د امریکا پراختیايي ادارې د غالیو له تولیدونکو سره همکاري کړې او زیاتوي چې دا مهال شاوخوا یو ميلیون کسان په افغانستان کې په غالۍ اوبدلو بوخت دي.

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ هرات کې د غالیو د اوبدلو یوه کارخونه
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ هرات کې د غالیو د اوبدلو یوه کارخونه

د دغه ټولنې د مدیره پلاوي غړي نوراحمد نوري ازادي راډیو ته وویل: "د ۲۰۲۴م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، موږ نږدې ۶۶۶ مربع متره غالۍ او ټغرونه له افغانستان څخه بهر صادر کړې دي، چې دا د افغاني غالیو د صاداراتو په برخه کې ۳۰٪ زیاتوالی ښيي، موږ واقعاً د یوایس‌اې‌آی‌‌ډي ملاتړ درلود، د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې یې د خلکو د روزنې مرکزونه جوړ کړي، تقریباً له میلیونو څخه زیات کسان په دې برخه کې کار کوي."

نوري زیاته کړه چې په ۱۴۰۲ کال کې ۱ میلیون ٢ لکه ٣٥ متره مربع غالۍ بهر ته صادرې شوې وې.

په‌همدې حال کې یو شمېر غالۍ اوبدونکو چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له‌خوا يې مرستې ترلاسه کړي وايي، د دې ادارې پروژې د دوى لپاره ډېرې اغېزمنې وې.

يوې غالۍ اوبدونکې نوریې نجفي‌زاده ازادي راډيو ته وويل: "د غالۍ اوبدلو صنعت د جمهوري نظام تر سقوط ورسته ډېرې لوړې، ژورې ولیدې، د غالۍ اوبدلو په صنعت کې اقتصادي ځوړ د دې لامل شو چې يو شمېر هغه کسان چې د غاليو په سکتور کې يې کار کاوه، خپل شرکتونه وتړي، خو له هغو پروژو څخه چې د یوایس‌اې‌آی‌‌ډي له‌خوا کمپنیو ته ورکړل شوې وې، له نېکه‌مرغه موږ هم استفاده وکړه چې شرکتونه مو بېرته په پښو ودرېدل، او تولیدات یې پیل کړل."

خو په کابل کې یو شمېر غالۍ پلورونکي وايي، خلک د وطني غاليو د اخیستلو توان نه‌لري او د دوی ډېری پېرېدونکي هغوی دی چې دا غالۍ بهر ته لېږي.

د افغانستان کندز کې د غالیو پلورنې یو دوکان
د افغانستان کندز کې د غالیو پلورنې یو دوکان

غالۍ پلورونکي هارون ازادي راډیو ته وویل: "وطني غالۍ هغه څوک اخلي چې له بهر څخه راځي، څوک چې په هېواد کې دي د اخيستلو وس یې نه‌لري، پخوا به وطني غالۍ هغو کسانو اخیستې چې په حکومت کې یې په لوړو پوستونو کې کار کاوه، خو اوس هغسې نه‌ده."

هڅه وشوه څو له غالیو اوبدونکو او صادرونکو د ملاتړ په اړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد هم وپوښتل شي، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

د افغانستان د غالیو اوبدونکو او صادرونکو ټولنې د معلوماتو له‌مخې، اوسمهال د افغانستان غالۍ او ټغرونه د ترکیې، سعودي عربستان، اروپا او امریکا په ګډون ۲۵ هېوادونو ته صادرېږي.

دوی ټینګار کوي چې لا هم د غالیو اوبدونکو او صادرونکو په وړاندې د بانکي سیستم د ستونزو سربېره په بهرنیو نندارتونونو کې د صادرونکو د نه ګډون او د غالیو د صادراتو لپاره د هوایي دهلیز د نشتوالی مهمې ستونزې شته چې باید ورته پام واړول شي.

په‌همدې حال کې د افغاني غالیو او ټغرونو اوبدونکي د طالبانو له حکومته غواړي چې د افغانستان بازارونو ته د ترکي او ایراني غالیو د وارداتو مخه ونیسي، دوی وايي په‌دې سره به د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او د افغاني غالیو او ټغرونو پیر او پلور به زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG