د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د کابل ښځینه بنديانو لپاره د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانیستل شو


د کابل په ښځینه زندان کې د غالۍ اوبدلو د مرکز د جوړولو پرانیستې غونډه
د کابل په ښځینه زندان کې د غالۍ اوبدلو د مرکز د جوړولو پرانیستې غونډه
د تنویر په نوم د غالۍ اوبدلو د شرکت مسولینو د کابل په بادام باغ ښځینه زندان کې د خپلې دې پروژې د پرانیستلو هدف، د بندي میرمنو لپاره د کسب زده کول او د حبس له مودې وروسته عادي ژوند ته د هغوی را ګرځول وښودل.

د دی شرکت مرستیال احمد فهیم پیرزاد، د غالۍ اوبدلو د مرکز د پرانستې په غونډه کې وویل، په دې مرکز کې به لومړی دغه بندي میرمنو ته د غالۍ اوبدلو کسب، ور زده کړې او وروسته به ورته د غالۍ اوبدلو خام مواد برابروي.

نوموړی وايي، د تنویر شرکت، چې د غالۍ اوبدلو او صادراتو په برخه کې کار کوي، غواړي د افغان بندي میرمنو دغالۍ تولیدات د افغانستان په نوم تر نړیوالو بازارونو پورې ورسوي.

″زموږ یوازنی هدف اصلاح دی او غواړو چې دغه کسان بېرته اصلاح کړو او ټولنې ته وړاندې کړو.

نن چې موږ دا مرکز پرانیست، زموږ ټیمونه به راځي او دوی به راجستر کوي ټلیفوني شمېرې او ادرسونه به سره تبادله کیږي او دا مرکز به دایمي مرکز وي، نه غواړو چې په لنډ‌ه موده کې یې له منځه یوسو، نو خدای دې وکړي چې دا زندان بند شي خو زموږ پروژه به نه بندیږي.

هغه کسان چې دلته له موږ سره استخدام شوي دي، هغوی به زموږ کارکوونکي وي.″

د بادام باغ زندان، چې په دې وروستیو کې په عصري توګه جوړ شوی، په کابل ښار کې د بندي ښځو لپاره یواځینی زندان دی، چې د بندي ښځو لپاره د نورو ازادیو ترڅنګ رونیز پروګرامونه هم لري.

په دې زندان کې اکثره ښځې چې د قتل او بداخلاقي په جرم بندي دي او له ځینو سره یې کورنیو هم اړیکې شلولې دي، د خپل ځان لپاره عاید د لاسي صنایعو جوړولو لکه مرۍ اوبدل، خامک او داسی نورو څخه ترلاسه کوي.

په دې زندان کې یوشمېر بندي میرمنې، چې د خپل کسب له لارې پیسې ترلاسه کوي وایي، چې دا واړه کارونه د دوی لوی اقتصادي ستونزې نه شي له منځه وړی او په دې زندان کې د غالۍ اوبدلو د مرکز په پرانیستو خوښي څرګنده کړه.

دغو اکثره بندي میرمنو وویل، چې د غالۍ اوبدلو د ستونزمن کار له لارې به ډیر عاید هم ترلاسه کړي او یوشمېر یې په دې کسب هم پوهیږي.

خو په دې زندان کې د دې مرکز د جوړیدو په اړه دغه میرمنې داسې وایي.

″۱ - موږ خوشحاله یو، خو غواړو چې موږ د قران پاک یوه استازه استخدام شي، چې موږ قران کریم زده کړو، نور خو د کار نه یو، ځکه له وسه مو پوره نه ده. نه غالۍ اوبدلی شو، نه مرۍ پېلې شو.

۲ – دا ښه کار دی، د یو بندي د راتلونکي لپاره ګټور دی، کولای شو چې خپلې کورنۍ ته دا کسب ورزده کړو او خپل خواړه هم کولای شو له دې لارې پیدا کړو، ځکه د دې ځای ډوډۍ د خوراک نه ده، مجبور یې د خپل جېب نه مصرف وکړو او ځان ته سمه ډوډۍ تیاره کړو.

د مرۍ پیلو او کنډلو څخه خپل عاید پوره کوه.″

د کابل په بادام باغ زاندان کې اوسمهال نږدې دوه سوه میرمنې له خپلو اولادونو سره بندیانې دي.

په دې مراسمو کې د عدلیې وزارت مرستیال، سید یوسف حلیم، له نورو شرکتونو هم وغوښتل، چې دافغانستان په زندانو کې د زرګونه، نارینه وو او ښځو لپاره ورته د کار زمینه مساعده کړې، څو له بند څخه تر خلاصون وروسته بیا د جرمونو مرتکب نه شي.

د تنویر شرکت مسولینو وویل، چې دوی په پام کې لري، خپلې دا ډول پروژې نورو زندانونو ته هم وغځوي.

کتونکي وایي، اوسمهال د افغانستان په زندانو کې ډیرې بندیان د اقتصادي فقر او له قوانینو څخه د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله د جرمونو مرتکب شوي دي او که چیرې ورته په زندانو کې دا ډول روزنیز پروګرامونه پلي نه شي نو له زندان څخه تر خلاصون وروسته به د بیا جرم مرتکب نه شي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG