د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

سي‌پي‌جی: طالبان دې پر رسنیو د بې‌ سارې ځپنې اقدامات ودروي


د کاوون غږ راډیو سټډیو
د کاوون غږ راډیو سټډیو

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په لغمان کې د کاوون غږ راډیو د خپرونو بیا پيل ته اجازه ورکړي.

دغې کمېټې د جولای په نهمه یوه خبرپاڼه کې چې له نیویارکه خپره شوې، ویلي چې د طالبانو استخبارات باید ژر تر ژره او له کوم شرط پرته پر دغې راډيو لګول شوی بندیز لرې کړي.

د دغې کمېټې د اسیا د څانګې مسولې بي‌لي‌یي ( Beh Lih Yi) ویلي، د طالبانو حکومت دې پر رسنیو د بې‌سارې ځپنې اقدامات ودروي.

د کاوون غږ راډیو مسول انقلابي یوسفزي ویلي، د دوی پر دفتر د تېرې جون میاشتې په ۱۳مه د طالبانو د استخباراتو او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو چاپه ووهله او کارکوونکي یې له راډیو وایستل.

طالب چارواکو دومره ویلي چې په مهترلام کې دغه راډیو پر دولتي ځمکه او بهرني مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG