د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د طالبانو حکومت د «افغانستان انټرنېشنل» راډیو تلویزون خپرونې تحریم کړې


د افغانستان انټرنېشنل تلویزون لوګو
د افغانستان انټرنېشنل تلویزون لوګو

د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د بندیزونو په دوام، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونې کمیسیون د «افغانستان انټرنېشنل» راډیو او ټلویزیون خپرونې تحريم کړې.

ياد شوي کمیسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه چې په دې اړه جوړه وه، له دې خبري رسنۍ سره چې له افغانستانه بهر فعالیت لري، د هر ډول همکارۍ د نه کولو اعلان وکړ.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له شنونکو، کارپوهانو، ژورنالیستانو او اورېدونکو هم غوښتي چې د دې رسنۍ په بحثونو کې له هر ډول همکارۍ او ګډون څخه ډډه وکړي.

په دې اعلاميه کې "افغانستان انټرنېشنل" رسنۍ پر شخصیت وژنې، د شخصي حريم پر تېري، د معلوماتو په تحریف او قومي او ژبني تعصبونو ته په لمن وهلو تورنه شوې.

ياد شوي کمیسیون په عامه ځایونو کې د دغې رسنۍ له خوا د پېښو د پوښښ لپاره د تسهيلاتو برابرول هم منع کړي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې اوس پرې طالبان واکمن دي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې اوس پرې طالبان واکمن دي

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو د سرغړونو کمېسیون په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې ياده خبري رسنۍ د خپلو خپرونو د منځپانګې له لارې چې تولیدوي یې، د دوی د حکومت دښمنانو ته تبر په لاس ورکوي.

خو د "افغانستان انټرنېشنل" اجرايي مشر هارون نجفي زاده ازادي راډيو ته په يوه ليکلي پيغام کې دا ادعاوې او تورونه رد کړل او ويې ويل چې د طالبانو حکومت په دې کار سره له خبرونو او تحليلونو خلک لیرې ساتي.

ښاغلي نجف زاده ټینګار کړی چې دا اقدام به د دوی پر فعالیتونو کوم اغېز ونه کړي او زیاته کړې چې طالبان غواړي پر ازادو رسنیو او نورو رسنیو فشار راوړي څو په ټکو یې مسلکي معیارونه له پامه وغورځوي.

د رسنيو یو شمېر ملاتړي بنسټونه هم وايي، طالبان د رسنیو د سرغړونې له کمېسیون څخه پر رسنیو د فشار راوړلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشره سمیعې ولیزاده
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشره سمیعې ولیزاده

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشرې سمیعې ولیزاده ازادي راډیو ته وویل:

"د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون فعالیت او کړنې ښيي چې طالبان غواړي ورنه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي څو پر رسنیو فشار راوړي. د رسنیو د سرغړونو کمېسیون که غواړي چې کړنې يې د بيان د ازادۍ په لاره کې مثبتې پايلې ولري ښه به وي چې د رسنيو د قانونو پر بنسټ فعاليت وکړي."

د طالبانو حکومت د "افغانستان انټرنېشنل" خبري رسنۍ خپرونې په داسې حال کې تحريم کړي چې تر دې وړاندې یې د ازادي او امریکا غږ راډیو د خپرونو او وېب پاڼو په ګډون د یو شمېر نورو رسنیو په فعالیت او خپرونو هم بندیز لګولی و.

دغه شان په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په تېرو درېيو کلونو کې لسګونه نورو رسنيو هم خپل فعاليتونه بند کړي، يا هم د طالبانو له خوا تړل شوي او د يو شمېر کورنيو رسنيو او خبريالانو د ځان سانسورلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې خبریالانو هم د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په وار وار، معلوماتو ته د نه لاسرسي او د طالبانو د حکومت د پرله پسې بندیزونو له امله شکایت کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG