د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

طالبانو په کابل کې له بېلابېلو کتاب پلورنځیو او خپرندویه ټولنو لسګونه زره کتابونه ټول کړي


طالبانو دغه لېست د کتاب پلورونکو ته سپارلی چې په کې درج کتابونه ونه پلوري.
طالبانو دغه لېست د کتاب پلورونکو ته سپارلی چې په کې درج کتابونه ونه پلوري.

د طالبانو حکومت په پلازمېنه کابل کې له بېلابېلو کتاب پلورنځیو او خپرندویه ټولنو لسګونه زره کتابونه ټول کړي او له کتاب پلورنکو یې جدي غوښتنه کړې چې دغه کتابونه باید ونه پلوري.

لږ تر لږه د څلورو خپرندویه ټولنو مسوولانو او کتاب پلورنکو چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نومونه او غږونه خپاره شي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت استخباراتي کسانو یې له کتاب‌پلورنځیو او ګدامونو نه تر پنځوس زره بېلابېل ډوله کتابونه ټول کړي او دوی ته یې د میلیونونه افغانیو زیان اړولی دی.

د کتابونو خپرونکي او پلورنکي وايي، په وړل شویو کتابونو کې تر ډېره تاریخي، سیاسي، دیني او د افغانستان د شخصتیونو په اړه لیکل شوي کتابونه دي.

دوی دغه شان وايي چې د کتابونو د ټولیدو تر څنګ ورته د مسوولانو له لوري د لسګونه کتابونو یو لېست هم سپارل شوی او په کلکه ترې د دغه کتابونو د نه پلور غوښتنه شوې ده.

د کتابونو خپرونکي او پلورنکي دا هم وايي چې نن د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو د کتابونو لسګونه خپرونکي وزارت ته وربللي او په دې اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د هغو کتابونو لېست چې طالبانو یې په افغانستان کې په پلور بندیز لګولی دی.
د هغو کتابونو لېست چې طالبانو یې په افغانستان کې په پلور بندیز لګولی دی.

په دې خبرو کې د دوی په خبره کتاب‌پلورنکوته د کتابونو د تاوان د ورکړې موضوع هم مطرح شوې او مسوولانو ژمنه کړې چې په دې موضوع به په لوړه کچه خبرې وکړي.

ازادي راډيو د ۷۸ کتابونو پښتو او درې کتابونو یو لېست هم ترلاسه کړی، هماغه لېست چې د کتابپلورنځیو د ادعا له مخې د طالبانو حکومت ورته سپارلی او ورته د دغه کتابونو د نه پلور امر په کې شوی دی.

په دغه لېست کې تر ډېره د سیاسي او تاریخي کتابونو نومونه شامل دي او داسې کتابونه هم په کې شته چې د پخوانیو افغان شخصتیونو او دغه شان د پاکستان د کورني سیاست په اړه لیکل شوي.

"وزیرستان وروستی تمځای" په نوم کتاب هم د بندیز په دې نوملړ کې ځای شوي دي.

د دغه کتاب لیکوال نذیر احمد سهار ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو له لوري د کتابونو د بندیز په برخه کې شخصي او سلیقوي برخورد شوی دی.

هغه وویل: "ډېری کتابونه چې بندیز پرې لګول شوی غیرمذهبي محتوا لري، خو اصلي مسئله د طالبانو د حاکم فکر او نظر ده چې دوی یې لري. زما د کتاب په ګډون چې بندیز پرې لګول شوی ډېری کتابونه سیاسي او تاریخي دي چې متحوا یې تر ډېره د پښتنو او په ټوله کې د افغانانو په جغرافیه راڅرخي او دغه کتابونه تر ډېره د دولت جوړونې په ګډون په سیاسي مسایلو بحث کوي."

دی ادعا کوي چې د طالبانو له لوري د کتابونو د بندیزونو د کمېټې زیاتره غړي مذهبي مخینه لري او دې ته په کتو دا پرېکړه عادلانه نه ده.

دی وايي، باور لري چې دغه کمېټې د ټولو کتابونو محتوا په دقیق ډول نه ده لوستې او ښايي یوازې یې د کتابونو د نومونو پر بنسټ اقدام کړی وي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي چې لږ ترلږه په درېیو خپرو شویو کتابونو یې بندیز لګېدلی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو دا اقدام له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

هغه وویل: "طالبانو دا اقدام د ټولو نړیوالو قوانینو بر خلاف ترسره کړی دی. طالبان غواړي په دې ډول محدویتونو سره خپل عقاید او خپل لید لوری د خپل فکر له مخې په خلکو تحمیل کړي."

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي
د تېر جمهوري حکومت پر مهال د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي

خو رحیمي وايي، په اوسنۍ نړۍ کې چې خلک انټرنېت ته لاسرسی لری د یو شمېر کتابونو په پلور او وېش بندیز ښې پایلې ځکه نه شي لرلې چې خلک د مطالعې لپاره له نورو لارو هم ګټه اخیستلای شي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د دې وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي تېره ورځ "د کتابتون او کتابولۍ کلتور د ساتنې او ودې د سمپوزيم" پرانیستغونډه کې وویل چې په د یو شمېر هغه کتابونو په پلور او خپراوي بندیز لګېدلی چې د ده د ادعا له مخې د ملي او اسلامي ارزښتونو سره یې ټکر درلود.

هغه وویل: "محدود هغه کتابونه چې هغه زموږ د ولس د یووالي د نړولو، د عقایدو د انحراف او ذهنیت ته د کاذبو معلوماتو د ننویستو لپاره په پروژي شکل لیکل شوي او په یو شمېر کتاب‌پلورنځیو کې د پلور لپاره کېښودل شوي وو، کتاب‌پلورنکو ته ویل شوي چې دا له مخې لیرې کړئ."

خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو یو شمېر رسنیو ته ویلي چې د خلکو د ذهني انحراف د مخنیوي لپاره به له کتاب‌پلورنځیو ځينې کتابونه راټول کړي.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د نورو کاروبارونو ترڅنګ د کتاب د پلور او خپراوي بازار هم سوړ شوی.

کتاب پلورنکي وايي، له یوې خوا د بازار نشتوالی او له بلې خوا د یو شمېر کتابونو په پلور بندیز د دوی کاروبار زیانمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG