په لغمان کې د "کاوون غږ" راډيو مسوول مدير او د افغانستان د خبریالانو مرکز ژر تر ژره په دغه ولایت کې د کاوون غږ راډیو د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه.
د روان کال د غبرګولي په ٢۴مه په لغمان ولايت کې د طالبانو د استخباراتو د رياست لهخوا د "کاوون غږ" راډيو تر تړل کېدو وروسته، د دې راډيو مسوول مدير انقلابي يوسفزى د یادې راډیو د بيا پرانیستلو او د خپرونو د ژر پيلېدو غوښتنه کوي.
یوسفزي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو دا ادعا چې د راډیو ملکیت دولتى دى، یوه پلمه وبلله.
هغه زیاتوي: "دا کار د شخصي سلیقي او رویې له مخې د ملي امنیت د مطبوعاتو د ریاست لهخوا د مکتوب په صادرولو سره شوی دی، که د ځمکې مسئله وای، باید د وزارت د رسنیو د څارنې کمېسیون او یا هم د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې مخ ته وړل شوې وای. هغه راډیو چې له شلو کلونو راهیسې یې د لغمان خلکو ته خدمت کړی او په سلګونو زره اورېدونکي لري، بندېدل یوه لویه ضربه ده."
د "کاوون غږ" راډيو مسوول مدير وايي، ټول وسايل يې له انټرنيوز څخه اخيستي او د یوې هوکړې له مخې هغه مهال ځايي ادارې راډيو ته يوه ټوټه ځمکه ورکړې وه چې پرې یو پوړيزه ودانۍ جوړه شوې ده.
یوسفزی وايي چې د دوشنبې په ورځ یې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیزو سرغړونو کمېسیون ته مراجعه کړې چې دا موضوع وڅېړي او د کاوون غږ راډیو د خپرونو پیلولو ته اجازه ورکړي.
د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون یوه غړي حفیظ الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دوی به دغه مسئله وڅېړي.
بارکزی وايي: "د کاوون غږ راډیو موضوع به په کمېسیون کې تر بحث لاندې ونیول شي، انشاالله د کمېسیون غړي به هم د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د دفاع لپاره د مسوولې مرجعې ته توګه عمل وکړي."
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویلي وو، دا راډیو له دې امله چې ملکیت يې دولتي بلل شوى تړل شوې ده.
راپور د ځايي سرچينو له قوله وايي چې د غبرګولي په ۲۴مه د لغمان د استخباراتو رياست کارکوونکي د سيمهييزو چارواکو او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په حضور کې د راډيو دفتر ته ننوتل او په دې پلمه چې د دغه راډیو ملکیت دولتي دى، راډیو یې وتړله او هر څه یې ضبط کړل.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایوي مشر احمد قریشي ازادي راډیو ته وايي: "د افغانستان د ټولیزو رسنیو په څلورمه ماده کې، چې پر طالبانو هم د تطبیق وړ ده، وایي، هېڅ حکومتي او یا حقیقي شخص نه شي کولای د خبرونو او معلوماتي رسنیو فعالیتونه منع، بند، سانسور یا محدود کړي. موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره د کاوون راډیو د خپرونو د پیلولو اجازه ورکړي."
د ازادي راډیو له هڅو سره سره په لغمان کې د طالبانو د استخباراتو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارواکو سره په دې اړه خبرې ونهشوې.
د کاوون غږ راډیو په ۲۰۰۴م کال کې د انټرنیوز په مالي مرسته د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې جوړه شوې چې د چارواکو په وینا، د تړلو له کبله یې ۴۰ کارکوونکي بېکاره شوي دي.
د رسنیو د دفترونو تړل کېدو په افغانستان کې د یو شمېر خبریالانو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۲۲۰ رسنۍ د طالبانو حکومت د محدوديتونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي، خو د طالبانو حکومت بيا په وار وار ويلي چې ډېری رسنۍ د مالي ستونزو له کبله تړل شوي دي.