د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

له تنباکو پرته نړیواله ورځ؛ ځینې افغان کاروونکي یې له روغتیايي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي


ارشیف: یو کس د سګرېټ ډکولو پر مهال
ارشیف: یو کس د سګرېټ ډکولو پر مهال

نن د مې مياشتې ۳۱مه "له تنباکو پرته نړیواله ورځ" ده.

د دې ورځې له رارسېدو سره سم، په افغانستان کې د تنباکو یو شمېر کاروونکي وايي، دې عمل د روغتیايي ستونزو ترڅنګ دوی له مالي اړخه هم زیانمن کړي دي.

۳۵ کلن احمد عزیر د لوګر او ۲۹ کلن صدیق افغان د کابل اوسېدونکی دی، دواړو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې سګرېټ څکوي.

عزیر وویل: "زه په ورځ کې له یونیم تر دوه قوطۍ سګرېټ څکوم، ځیګر او سږي مې ډېر تکليف لري. په دې عمل مې چې دا څوارلس، پنځه لس کاله يې لرم پښېمانه هم يم. کله چې ډاکتر معاينات کوي راته وايي سږي او ځيګر دې سګرېټو خراب کړي نور يې مه څکوه، خو بې سګرېټو نه کېږي."

افغان وايي: "ديارلس کاله کېږي چې سګرېټ څکوم. د ورځې دوه قطۍ څکوم، چې اتيا افغانۍ کېږي. سګرېټ څکول په بدن کې بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي، د ځينو ستونزو له امله مې سګرېټ څکول پيل کړل."

په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز کې د ارواپوه ډاکتر سید میر اغا حسیني په خبره، ډېری هغه کسان چې تنباکو کارول يې پیل کړي وروسته بیا په نشه‌يي توکو روږدي شوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې د تنباکو استعمال د اقتصادي زیانونو تر څنګ بېلابېل فزیکي، رواني او عاطفي زیانونه هم لري.

حسیني وویل: "د روږديتوب لومړۍ مرحلې له دخانياتو لکه سګرېټ او تنباکو په کارولو سره پیل کېږي چې عمل یې زورور شي بیا کس په مخدره توکو توکو روږدى شي. سګرېټ، تنباکو او نصوار د خولې، ستوني او معدې سرطان پیدا کوي او په ورته وخت کې د انسان د خپګان لامل کېږي، له اقتصادي نظره هم لوى تاوان دى."

ملګري ملتونه تنباکو په نړۍ کې د مخنیوي وړ مړینې تر ټولو لوی لامل بولي او د "تنباکو پرته نړیوالې ورځې" په مناسبت وايي چې په نړۍ کې هر کال له اته میلیونو ډېر کسان د تنباکو د کارولو له امله مري او په دې کې ۱.۲ میلیونه له دې امله مري چې چاپیریال کې د دوی لوګي تنفس کوي.

روغتیا پوهان وايي، د تنباکو استعمال د بدن پر هره برخه ناوړه اغېزه کولای شي او تر روږدي کېدلو وروسته پر سرطان، د زړه په ناروغیو، تنفسي ستونزو او د ځيګر په ناروغیو د شخص د اخته کېدو احتمال زیاتوي او دغه شان په ښځو کې د جنين د لمنځه وړلو لامل کېږي اود امېندوارۍ کچه راټيټه وي.

په همدې حال کې د ځوانانو او ټولنیزو چارو یو پوه وايي چې د تنباکو د کارولو د کمېدو او له منځه وړلو حل لاره د تنباکو د زیانونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول دي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د تنباکو د استعمال پر ضد تبلیغات باید د ښوونځیو او عامه مرکزونو، رسنیو او د بینرونو د لګولو له لارې ترسره شي.

هغه زیاته کړه: "دا د حکومت، خلکو او ټولنې مسوولیت دی چې خلک د ولسي شوراګانو، جوماتونو او ښوونځیو له لارې د تنباکو له زیانونو خبر کړي چې خلک خبر شي د تنباکو له استعمال او له دغه عمل څخه به لاس واخلي."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه چې په افغانستان کې څومره خلک تنباکو کاروي او د مخنیوي لپاره یې څه تدابیر نیول شوي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

ډاکتران وايي، د تنباکو او په ځانګړې توګه د سګرېټو څکولو له امله ګڼې ناروغۍ پیدا کېږي.
ډاکتران وايي، د تنباکو او په ځانګړې توګه د سګرېټو څکولو له امله ګڼې ناروغۍ پیدا کېږي.

خو په عامه ځایونو کې د تنباکو د استعمال د مخنیوي قانون په افغانستان کې ١٣٩٢ کال کې تصویب شو چې له مخې یې هر څوک چې له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، ۳۰۰ افغانۍ جریمه کېږي او په ورته وخت کې د دغه قانون له مخې د سګرېټو پر وارداتو ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه هم وضع شوې.

خو له دې سره سره هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واټونو پر سر په سلګونو هټیو او ګرځنده غرفو کې سګرېټ پلورل کېږي، خلک یې اخلي او پرته له دې چې د زيانونو په اړه يې فکر وکړي، په بېلابېلو ځایونو کې یې څکوي.

"تنباکو" یو نبات دی چې وچې پاڼې یې نیکوتین لري او د روږدي کېدلو لامل ګرځي.

د طبي موندنو له مخې، د تنباکو له څکولو وروسته په دې کې موجود نیکوتین په څو ثانیو کې د وینې جریان ته ننوځي او دماغ ته رسېږي چې د خوښۍ او انرژۍ د احساس لامل کېږي، خو تولید شوی اثر یې ژر له منځه ځي او په دې حالت کې د ستړیا او کسالت لامل کېږي. کاروونکى يې د پخوا په څېر ورته احساس ته اړتیا پيدا کوي او بیا يې کاروي چې همداسې پرې روږدى کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۸۷ کال کې، د می ۳۱مه له تنباکو پرته نړیوالې ورځې په نوم توګه وټاکله چې موخه يې د تنباکو کارولو او د انسان روغتیا او سلامتيا باندې د هغې منفي اغېزو ته پاملرنه ده.

د تنباکو د نه کارولو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو له هغو کارونو څخه چې د تنباکو نه کارولو ته خلک هڅوي دا دی چې له دوی غوښتل کېږي د ۲۴ ساعتونو لپاره د تنباکو له کارولو ډډه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG