د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د عامې روغتیا وزارت: د تنباکو مالیه د معتادینو پر درملنه لګوو


آرشیف
آرشیف

د مې د میاشتې ۳۱مه نېټه د تنباکو د مخنیوي نړیواله ورځ ده چې په افغانستان کې يې هم يادونه کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې هم د تنباکو کښت او توليد لري او هم خلک د نصوارو او چيلم په بڼه استعمالوي.

د دې تر څنګ تنباکو د پان او سګرېټو په بڼه هم له دباندې څخه افغانستان ته راوړل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د تنباکو استعمال د تنفسي او زړه د ناروغیو لامل بولي، له همدې خاطره ولسي جرګې پنځه کاله مخکې د تنباکو د کنټرول یوه طرحه تصویب کړه چې په دې طرحه کې د مالیې د لوړوالي او عامه ځایونو کې د استعمال د مخنیوي غوښتنه هم په‌کې شوې وه.

سمیع الله او حاجي عبدالواسع په کندهار او غزني ولايتونو کې د تنباکو د کښت او کاروبار خبره کوي.

دوی وايي چې پر دوی باندې مالیه نه ده لوړه شوې: "زمان نوم سمیع الله دی او د تنباکو دکان لرم. تر اوسه هېڅ دولتي مامور زما دکان ته نه‌دی راغلی چې دکان دې وتړه او نه يې هم مالیه راباندې لوړه کړې ده. تنباکو ارزانه پیرو او په لوړه بیه یې خرڅوو، ډېره ګټه کوي او د کال په هر موسم کې بازار لري.

-زما نوم حاجي عبدالواسع دی. په کندهار، هلمند او ارزګان ولايتونو کې تنباکو کرل کېږي او ۲۵ کاله کېږي چې زه د تنباکو په کاروبار بوخت يم. موږ له حکومته غواړو چې د دې کاروبار په وده کې له موږ سره همکاري وکړي او موږ ته د دې جواز راکړي، خو اوس حکومت راته وايي چې دا کار جواز نه‌لري."

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر جهانزیب مومند وايي چې تنباکو د انسان له غاښونو څخه نیولی بیا تر تنفسي سیسټم پورې، د بدن ټولو غړو ته زيان رسوي او د اعتیاد سبب کېږي.

دی وايي: "په تنباکو کې نیکوټین شته او ډېر نیکوتین کارول د انسان وجود ته زیان رسوي. که تنباکو په چيلم او سګرېټو کې وڅکول شي، دماغ، سږو او زړه ته زیان لري او د وخت په تېرېدو سره پر ټول وجود باندې منفي اغېزې کوي. څوک چې تنباکو استعمالوي د زړه او سا لنډۍ په ناروغيو هم اخته کېږي."

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په‌دې هېواد کې د تنباکو د معتادينو کره شمېره نه ده معلومه، خو د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ازادي راډیو ته وویل چې د تنباکو له استعمال سره سم د معتادینو شمېر په داسې حال کې ورځ په ورځ ډېرېږي چې درملنه یې ډېر لګښت غواړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز زیاته کړه، دوی غواړي چې پر تنباکو باندې د مالیاتو له لارې لاس ته راغلي پيسې د معتادینو پر درملنه باندې ولګوي.

دی وايي: "زموږ مالي سرچینې محدودې دي، بهرنۍ مرستې ورځ په ورځ کمېږي. دولت هم دا توان نه‌لري چې په یوازې ځان له نشه‌يي موادو سره مبارزه وکړي. موږ پر تنباکو مالیه دوه برابره لوړه کړې ده، هدف مو دا دی چې له دې لارې د معتادینو د درملنې لپاره مالي سرچینې پیدا کړو. موږ کولای شو چې له دې لارې په کال کې له دېرشو څخه نيولی بيا تر پنځوسو میلیونو ډالرو پورې پيسې روغتیايي سکټور ته ځانګړې کړو، په‌دې ډول به وکولای شو چې د بهرنیو مرستو د کموالي ځای ډک کړو."

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ازادي راډیو ته وویل، هغه تنباکو چې افغانستان ته راوړل کېږي پنځه ډول ماليات ځېنې اخېستل کېږي، خو په دې مالیاتو کې له دوی څخه نوې غوښتنه نه ده شوې.

دی وايي: "پر تنباکو باندې بېلابېلې تعرفې لګول شوي چې پر خامو تنباکو پنځه فیصده، پان باندې لس فیصده، پر غیر متجانسو تنباکو شل فیصده، پر سګریټو شل فیصده او نصوارو باندې لس فیصده تعرفه لګول شوې ده. د مالیې وزارت په قانون کې چې د تنباکو د کنټرول په برخه کې تعديلات راغلي، همدا تعرفې په‌کې شاملي دي، خو موږ ته تازه داسې سپارښتني نه‌دي شوي چې په هغه کې دي پر تنباکو باندې مالیه لوړه شوې وي."

د تنباکو د کنټرول په قانون کې راغلي چې که څوک په داسې سيمو کې تنباکو استعمال کړي چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره وي، نو درې سوه افغانۍ جریمه کېږي.

د دې جريمې خبره په داسې حال کې کېږي چې کابل ښاروالۍ په ۱۳۹۷ شمسي کال کې د دې قانون پر اساس د کابل «شهرنو پارک»، «ده افغانانو» او «دهبوري پارک» کې د تنباکو استعمال منع شوی و، خو اوس ښارنو او دهبوري پارکونه د تنباکو د استعمال تر څنګ د معتادینو په استوګن‌ځايونو اوښتي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG