د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

روغتیا وزارت: افغانستان کې د تنباکو د استعمال کچه مخ په زیاتېدو ده


روغتیا وزارت: جګړو او پرانیستو پولو د تنباکو د کارونکو او قاچاق کوونکو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې
روغتیا وزارت: جګړو او پرانیستو پولو د تنباکو د کارونکو او قاچاق کوونکو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، روانې جګړې او پرانیستو سرحدونو په دغه هېواد کې د تنباکو د کارونکو او قاچاق کوونکو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.

د دغه وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان دا خبرې د یکشبنې په ورځ د تنباکو د منعې د نړیوالې ورځ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د تنباکو د استفادې په اړه نوي ارقام په لاس کې نشته خو په وینا يې چې د تېرو کلونو د څېړنو له مخې دا کچه مخ په لوړېدو ده.

دی وايي:

"له تنباکو څخه استفاده زموږ په هېواد کې مخ په زیاتېدو ده، هغه څېړنه چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې ترسره شوې ښیې چې په لویانو کې ۳۵ سلنه په منظم ډول سګرت څکوي، ۵۰ فیصده د سګرټو له دوده اغېزمن کیږي، همدارنګه سروې د نوو ځوانانو په اړه په ګوته کوي چې ۱۶ په سلو کې لږ تر لږه د خپل ژوند په اوږدو کې یو یا دوه ځلي سګرټ تجربه کړي او دغه شان ۹۰ سلنه ماشومانو له ۱۳کلنۍ مخکې یو یا دوه ځلي سګرټ استعمال کړي. "

د روغتیا نړېوال سازمان یا د WHO تر دې وړاندې ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې په نړۍ کې هر کال ۷ میلیونه کسان د تنباکو له کارولو مري چې تر پنځه میلیونو زیات يې په‎خپله کاروونکي او تر شپږو لکو ډېر يې هغه کسان دي چې سګرټ نه څکوي خو لوګي یې ګواښي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د کنټرول د تطبیق د کمېسیون جوړول، پر سګرټو د تعرفولو لوړول، عامه پوهاوی او یو شمېر نور اقدامات د تنباکو د استعمال د مخنیوي لپاره له مهو اقداماتو یادوي.

خو یو شمېر روغتیايي متخصصین وايي چې دغه اقدامات بسنه نه‎کوي او باید په‎دې برخه کې نور جدي ګامونه واخېستل شي.

ډاکټر محمد شفیق شمس په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په‎دې برخه کې عملي اقداماتو ته اړتیا ده، ځکه که ووایو تنباکو د ټولو ناروغیو مور ده د بیلګې په ډول که یو څوک سګرټ څکول پیلوي له هغه وروسته په چرسو هیروئینو او په نورو توکو روږدی کېږي چې بیا یې کنټرولول ستونزمن وي."

په ورته وخت کې داسې انتقادونه هم موجود دي چې د تنباکو او دخانیاتو د مخنيوي قانون چې په‎دې وروستیو کې نافذ شوی تر اوسه تطبیق شوی نه دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه قانون د پلي کېدو برخه کې یو شمېر خنډونه مني خو وايي، د دوی راتلونکي پلانونه دا دي څو له اړوندو وزارتونو سره په ګډه په بېلابېلو برخو کې د تنباکو د استعمال مخه په جدي ډول ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG