د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

ګڼو افغان ځوانانو د تنباکو استفادې ته مخه کړې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له تنباکو نه اکثره، د سګرت، چلم اوقلیون په ذریعه استفاده کیږي.

تنباکو د دخانیاتو اساسي عنصر دی چې په نړۍ کې د مړینې دوهم لامل ګڼل کیږي.

محب الله چې له درې کلونو راهیسې قیلون څښي وايي، په اوونۍ کې درې ځلې قلیون خانې ته ځي:​ "زه د کابل ښار په نواباد کې ټانکرونه جوړوم. همدلته به له ملګرو سره راتلو چې قیلون وڅښو، درې کاله کېږي چې قیلون څښم او په اوونۍ کې درې - څلور ځلي قیلون خانې ته راځم."

ډاکټران وايي، د تنباکو اوږدمهاله څښل د زړه، لید او حافظې د اختلالاتو، د زړه د درزها، د خولې، مرۍ او معدې د سرطان او د وینې د کمښت لامل کيږي.

۶۰ کلن عبدالطیف د تنباکو یو قرباني دی چي په سرطان اخته او اوس د کابل په جمهوریت روغتون کې بستر دی:​"د نهمې میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې د جمهوریت روغتون د سرطان څانګې ته لېږدول شوی یم د۴۰ کالو راهیسې د سګرت څکولو له امله. د مرۍ په سرطان اخته یم. دلته مې له راتګ نه تراوسه ، ۷۵ زره افغانۍ پور کړي او مصرف کړې مې دي."

د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د کنټرول د پروګرام مسؤل حبیب اروال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د مرۍ، خولې او معدې د ۳۰ فیصده سرطان لامل، په دوامداره توګه د تنباکو کارول دي.

دا چې د تنباکو کارول پر بدن څومره اغېز کوي، د داخلي ناروغیو متخصص ډاکتر ذبیح الله حیدري یې په اړه وايي:"د بدن په ټول سیسټم او په تېره پر تنفسي، قلبي او تناسلي سیستم اثر کوي. په تناسلي سیستم کې د مثانې سرطان پیدا کوي. بله ستونزه چې د تنباکو څښل یې پیدا کوي هغه د سږو بندېدل دي چې اوس یې پیښې ډېرې شوي دي."

که څه هم د افغانستان ولسي جرګې، د تنباکو او دخانیاتو د قانون د شلمې مادې په بدلولو سره، د سګرټو په واردولو، شل فیصده مالیات وضع او تصویب کړل، خو بیا هم د هېواد په بازارونو کې سګرت په ارزانه بیه پلورل کېږي.

د افغانستان د مالېې وزارت وايي، که څه هم دغه تصویب شوې تعرفه په ټولو ګمرکون کې پلې کېږي، خو هېواد ته د سګرټو واردات کم نه شول.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:​ "د پروسس شویو تنباکو واردات په ۱۳۹۷ کال کې ۱۴ زره ټنه وو چې ګمرکي ارزښت یې دوه عشاریه شپږ میلیارده افغانۍ وو او حکومت ترې، شاوخوا څلورسوه، یو اتیا میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول واخيست ."

په افغانستان کې له تنباکو نه د سګرټ، چیلم او قلیون په ذریعه استفاده کيږي.

د ډاکټرانو په خبره له تنباکو سره بلدتیا، په لومړي سر کې له کورنۍ او چاپیریاله پیلیږی.

دوی وايي، که څه هم تنباکو مخدره او نشه کوونکې ماده نه‌ده، خو پر مخدرو موادو روږدېدو ته، زمینه برابروي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG