د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

یو شمېر افغانان د پاسپورټونو د وېش بهیر له پڅوالي شکایت لري


ارشیف: په کابل کې د پاسورټ ریاست مخکې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه
ارشیف: په کابل کې د پاسورټ ریاست مخکې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له پڅوالي شکایت لري.

په کابل او ځينې ولايتونو کې د افغانستان د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايې چې د د پاسپورټونو اخیستلو بهیر له ستونزو ډک دی.

دوی وايي، په وروستيو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د پاسپورټ اخيستل ډېر ستونزمن شوي او ان هغه کسان چې پاسپورټ ته سخته اړتيا لري هم بايد په مياشتو مياشتو په تمه وي.

د کابل دوو اوسېدونکو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل یوه اوسېدونکي وویل: "په افغانستان کې د پاسپورټ ترلاسه کول واقعاً ستونزمن کار دی. شپږ میاشتې مخکې مې انلاین درخواست کړى داسې کسان هم شته چې یونیم کال، ۲۰ میاشتې او ۱۵ میاشتې مخکې یې نوملیکنه کړې ده، خو لا یې وار نه دی رارسېدلى."

د افغانستان پاسپورټ چې اوسمهال اخیستل یې ډېری افغانانو لپاره ستونزمن دی.
د افغانستان پاسپورټ چې اوسمهال اخیستل یې ډېری افغانانو لپاره ستونزمن دی.

دغه راز د کابل بل اوسېدونکي وویل: "ما په خپله شاوخوا يونيم کال که ١۵ يا ١٦ مياشتې کېږي چې انلاين نومليکنه مې کړې، خو د پاسپورټ مې هېڅ درک نه‌شته. د پاسپورټ د وېش په رياست کې لا هم ډېرې ستونزې شته، داسې نه ده چې خلک په اسانۍ ورته لاسرسى ولري. بله بدمرغي دا ده چې افغانستان کې بېکاري ده ما غوښتل چې له افغانستانه ووځم، خو په خپل وخت مې پاسپورټ رانغى تګ مې پاتې شو."

د پنجشېر ولایت یوه اوسېدونکي چې په راپور کې يې د خپل نوم له ښودلو ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې یې د پاسپورټ لپاره نومليکنه کړې وه، خو دوه کاله وروسته یې د بایومټریک وار راورسېد.

هغه وايي: "له بده مرغه په دې درېیو کلونو کې د خلکو د ستونزو په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی او دا ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي، ځکه چې د افغانستان نیمایي نفوس بهر ته د تګ هیله لري او مجبوره دي چې پاسپورټ واخلي او همدا لامل دی چې ډېر بيروبار جوړ دی او له امله يې د بایومیټریک وار ډېر په ځنډ رارسېږي."

له دغو پاسپورټ غوښتونکو څخه یو شمېر ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې له واسطې پرته د پاسپورټ ترلاسه کول ناشوني دي.

د ازادي راډیو خبریال د خلکو د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست د ویاند نورالله پتمن نظر هم وپوښت، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو د طالبانو حکومت تېر کال اعلان کړى و چې د پاسپورټونو د وېش بهیر یې چټک کړی او د پاسپورټ په ریاست کې یې لکه د تذکرو د تایید پروسه اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

په هرات کې د پاسورټ ریاست مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه
په هرات کې د پاسورټ ریاست مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه

د تېر کال په جدي میاشت کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټونو عمومي ریاست د پاسپورټونو لپاره د کاغذي غوښتنلیکونو د اخیستو بهیر پیل کړى وو، خو څه موده وروسته یې د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ له امله دغه بهیر ودراوه.

په افغانستان کې د يو پنځه کلن پاسپورټ رسمي بیعه له ۸۰ ډالرو څخه لوړه ده.

خو سرچينې ازادي راډيو ته وايي چې په تور بازار کې د يوه پاسپورټ بيه سلګونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک تل د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په بهير کې له پڅوالي او درغلۍ له شتون شکایت کوي او وايي چې هېڅ مثبت بدلون په کې نه دی راغلی، هغه ادعا چې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست چارواکو تل رد کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ کې ورسته د پاسپورټونو غوښتنې ډېرې شوې، خو په تېرو درېیو کلونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر څو ځلې د بېلابېلو دلایلو له امله ودرول شو او د بهير د پڅوالي په اړه يې شکایتونه لا هم موجود دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG