د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ختیځې او منځنۍ اروپا په هېوادونو کې چینايي امنیتي کمرې د زیاتېدو په حال کې دي


یوه چینايي امنیتي کمره
یوه چینايي امنیتي کمره

له امنیتي اندېښنو سره سره، د ختیځې او منځنۍ اروپا په هېوادونو کې چینايي امنیتي کمرې د زیاتېدو په حال کې دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د راپورونو له مخې، د چین دوه نیمه حکومتي کمپنۍ هایک وېژن او داهوا د منځنۍ او ختیځې اروپا د امنیتي کمرو په بازار کې برلاسه دي.

دا ډول کمرې د ودانیو په منځ او د هغو دباندې د څارنې لپاره کارول کېږي او د استعمال ځای ته په کتو له مختلفو ډولونو څخه یې کار اخیستل کېږي.

د ختیځې او منځنۍ اروپا په ۹ هېوادونو کې د ازادي راډیو سروې ښيي چې په تېرو ۵ کلونو کې په دغو هېوادونو کې په چین کې جوړې شوې میلیونونه کمرې پلورل شوي دي.

له دې سره په یو وخت د ازادي راډیو معلومات ښيي چې د اروپايي اتحادیې او ناټو په غړیو هېوادونو کې د چینايي کمرو استعمال مخ په زیاتېدو دی.

په دوام کې ویل شوي هغه هېوادونه چې غواړي کمرې ورته ارزانه تمامې شي، له هغو چینايي شرکتونو سره معاملې کوي چې د چین حکومت سبسیډي ورکوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه په خپل راپور کې زیاتوي، په دغو هېوادونو کې د پوځي امنیتي کمرو په باب ملي عامه ډیتابېسونه نه شته.

خو د ازادي راډیو موندنې ښيي چې د چین دوه نیمه دولتي شرکتونه داهوا او هایک وېژن د هنګري، سربیا، رومانیا، مالدویا، اوکراین، بوسنیاهرزګوینا، کوسوو، بلغاریا او ګورجستان پر بازارونو مسلط دي.

چینايي امنیتي کمره
چینايي امنیتي کمره

په "آی‌پي‌وي‌ایم" (IPVM) شرکت کې د حکومتي تحقیقاتو د څانګې مدیر کانور هیلي، په نظارتي چارو کې څېړنې کوي، د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې ته وویل، امنیت د فرضي خطرونو په خاطر له پلانونو سره تړلی، حکومتونه او د ملي امنیت ادارې باید پر دې موضوع تمرکز وکړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې راپورونه همداراز ښيي چې په خپلو مهمو تاسیساتو کې پر چینايي ټکنالوژۍ تر اندازې زیاتې اتکا په اړه د لوېدیځو هېوادونو په پلازمېنو کې د ارزونو له ډېرېدو سره سره د چین د دوو شرکتونو داهوا او هایک وېژن کمرې په هنګري کې د ځانګړو پولیسو د مرکزونو او په رومانیا کې د پوځي اډو په شمول په حساسو ځایونو کې کارول شوې دي.

متخصصان وايي، دا چاره سبب کېږي چې دا هیوادونه د هکرانو او بهرنیو دښمنانو له خطر سره مخامخ شي.

راپور زیاتوي، د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا او استرالیا په شان هیوادونو دا دوه چینايي شرکتونه په تور لېست کې اچولي دي.

خو په اروپا کې پرې دا ډول بندیز نه شته.

یوه متخصصه کانور هیلي وايي، د امریکا په شان هېوادونو کې پر له‌پسې بحثونه د دغو شرکتونو د فعالیت د مخنیوي سبب شوي دي.

خو د هیلي په باور لا څرګنده نه ده چې اروپايي هېوادونه په کومه خوا لاړ شي.

XS
SM
MD
LG