د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

فرانسه کې د یوه افغان په ګډون ۷ تنه د حملو په تور نیول شوي


د فرانسې پولیسو په سټراسبورګ او مارسي ښارونو کې اووه تنه د ترورېستي حملو د پلان په تور نیولي چې یو په‎کې افغان دی.

د فرانسې کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل چې دې کسانو څو میاشتې مخکې د حملو پر پلان کار پیل کړی وو.

د نیول شویو کسانو په اړه نور جزئیات نه‎دي خپاره شوي خو ویل شوي چې پنځه فرانسویان او یو تن د مراکش وګړی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازانووي ویلي چې په مارسي او سټراسبورګ ښارونو کې د دې مشکوکو کسانو د نیولو لپاره عملیات دوه ورځې روان وو.

نیول شوي کسان د ۲۹ او ۳۷ کلونو تر منځ عمر لري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازانووي
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازانووي

برنارد کازانووي پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل:

"د ترورېزم ضد عملیات د شنبې او یکشنبې په ورځو په مارسي او سټراسبورګ ښارونو کې د استخباراتي خدمتونو ادارې په مشرۍ او د قضايي او عدلي ادارو په هماهنګۍ ترسره شوي دي. د دې په پایله کې اووه تنه مشکوک کسان چې د ۲۹ او ۳۷ کلونو تر منځ عمر لري، نیول شوي دي. هغوی د فرانسې، مراکش او افغانستان خلک دي."

په فرانسه کې سږ کال ۴۱۸ تنه د ترورېستي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

اروپا کې د ترورېستي حملو له زیاتېدو سره هېوادونو د ترورېزم پر ضد مبارزه چټکه کړې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازانووي ویلي چې د دې کسانو دسیسه‌یې په ښه وخت کې شنډه کړې ده.

برنارد کازانووي زیاتوي:

"د استخباراتو ادارې هڅو د هغې ترورېستي حملې مخنیوی وکړ چې زموږ د هېواد پر ضد پلان شوې وه او دا حمله شنډه شوې ده."

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر دا نه‎دي ویلي چې د مارسي او سټراسبورګ ښار پر کومو سیمو د حملې پلان جوړ شوی و.

په فرانسه کې فوق‌العاده امنیتي تدابیر اعلان شوي او د مشکوکو کسانو د موندلو یا نیولو لپاره‌یې صلاحیتونه هم زیات شوي دي.

په فرانسه کې فوق‌العاده امنیتي تدابیر اعلان شوي.
په فرانسه کې فوق‌العاده امنیتي تدابیر اعلان شوي.

مشکوکو وسله‎والو کسانو تېر کال په نوومبر کې وسله‎والې حملې وکړې چې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه په‎کې ووژل شوو.

سږ کال هم د یوه باروړونکي موټر چلوونکي د فرانسې په نیس ښار کې پر خلکو موټر ورروان کړ چې ۸۷ تنه‌یې په ‎دې پېښه کې ووژل او لږ تر لږه ۴۳۵ تنه زخمیان شول.

XS
SM
MD
LG