د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د سوریې دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ توغندیز برید؛ د سپاه پاسداران ۳ قومندانان وژل شوي


دمشق کې د ایران قونسلګري
دمشق کې د ایران قونسلګري

رویټرز خبري اژانس پرون په لبنان کې د یوې امنیتي سرچینې په قول وویل چې په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک درې قوماندانان وژل شوي دي.

رویټرز وايي، په وژل شویو قوماندانانو کې یو هم محمدرضا زاهدي دی.

د سوریې د بشري حقونو څارونکو، چې له برېتانیا څخه د سوریې حالات څاري، ویلي چې زاهدي په سوریه او لبنان کې د قدس مهم قوماندان و.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې په دمشق کې د ایران د سفارت ترڅنګ د دغه هېواد پر کونسلګرۍ برید شوی دی.

سپاه پاسدران ته نژدې تسنیم خبري اژانس بیا د محمدرضا زاهدي د مرستیال وژنه هم تایید کړې ده او د هغه نوم یې حاجي رحیمي ښودلی دی.

ایراني رسنیو د سپاه پاسدران د قدس ځواک د درستیزوال حسین امین الله د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې اسراییل د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ حمله کړې او په هغې کې ټول موجود کسان یا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل المقداد ویلي چې دا بوږنوونکی برید چې د ده په وینا، بېګناه خلک پکې شهیدان شوي، په کلکه غندي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG