د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

پېژندل شوی افغان سندرغاړی داد محمد الفت اهنګ ومړ


داد محمد الفت اهنګ، تصویر له ارشیفه
داد محمد الفت اهنګ، تصویر له ارشیفه

د افغانستان پېژندل شوی سندرغاړی استاد داد محمد الفت اهنګ د یک‌شنبې په ورځ د ۷۰ کلونو په عمر ومړ.

د استاد الفت آهنګ زوی قیس الفت هم چې خپله هم یو پېژندل شوی سندرغاړی دی، تېره شپه په خپله فیسبوک پاڼې د خپل پلار د مړینې خبر تایید کړ.

د الفت اهنګ په مړينه د افغاني موسیقۍ ګڼ شمېر مینوال او افغان هنرمندان غمجن دي.

محمد صادق فطرت ناشناس چې د افغانستان له نامتو غزل ويونکو هنرمندانو څخه دی، د سندرغاړي الفت اهنګ د خاطرې په يادولو سره يې د هغه مړینه یوه ستره ضایعه وبلله.

الفت اهنګ د افغانستان د ملي راډیو د موسېقۍ څانګه کې هم د کار سابقه لرله
الفت اهنګ د افغانستان د ملي راډیو د موسېقۍ څانګه کې هم د کار سابقه لرله

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"څلوېښت کاله وړاندې یوه ورځ یو ځوان دفتر ته راغی او عریضه یې وړاندې کړه چې غوښتل يې په راډیو افغانستان کې کار وکړي، ما مسؤليت درلود چې پوه شم، څه يې زده دي. ما له هغه څخه وغوښتل چې په بيرو راګ کې يو څه وايي، کله چې یې پیل وکړ بې‌حده ښکلی، استادانه او اغېزمن و، زه حیران شوم او سم‌لاسي مې د هغه غوښتنلیک لاس‌لیک کړ. نن سهار يې د مړينې خبر راکړل شو، دا واقعاً لویه ضايعه ده."

الفت اهنګ په ۱۹۶۷ کال کې د غزل په سبک کې د موسیقۍ زده‌کړه پیل کړه او تر ۱۲ کلونو وروسته په هند کې پاتې شو، په دې موده کې یې له استاد منور علي خان او پنډت امرنات خان سره د موسیقۍ زده کړې وکړې او د موسیقۍ په برخه کې یې استادي او لومړۍ درجه ډیپلوم ترلاسه کړل.

د راپورونو له مخې استاد الفت اهنګ په دري او پښتو ژبو سلګونه سندرې لري.

راهې ميخانه، غريب نواز، مقام خرابات او يو شمېر نور البومونه یې مشهور البومونه دي.

استاد الفت اهڼګ د نورو افغان هنرمندانو لپاره په سلګونو کمپوزونه جوړ کړي دي.

افغان سندرغاړې فرشتې سما هم د استاد الفت اهنګ مړینه یوه ستره ضایعه وبلله او د هغه په اړه یې وویل:

"نږدې شل کاله وړاندې مې خپل لومړی کېسټ ثبت کړ او دوی په هند کې اوسېدل، کله چې الفت جان زما غږ واورېد، نو ماته یې درې کمپوزونه راکړل، د بېلګې په توګه « شبی که زمزمهٔ شیر عاشقانه کنم، سرود عرش خدا را پر از ترانه کنم، بیماری فراق کشیدم نیامدی، ظلم به حال مرگ رسیدم نیامدی» اوس واقعاً مشکله ده چې دا ډول کسان پيدا کړو."

راهې ميخانه، غريب نواز، مقام خرابات او يو شمېر نور د الفت آهنګ له مشهورو البومونو دي.
راهې ميخانه، غريب نواز، مقام خرابات او يو شمېر نور د الفت آهنګ له مشهورو البومونو دي.

د افغان سندرغاړو په خبره د استاد الفت اهنګ تشه به تل د افغاني موسيقۍ په برخه کې احساسېږي او هيڅوک به يې تشه ډکه نه‌کړي.

د ټولنیزو شبکو یو شمیر کاروونکو هم د دغه مشهور افغان سندرغاړي مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

استاد الفت اهنګ په ۲۰۱۹ کال کې د موسیقۍ په برخه کې د هغه د خدمتونو له امله د افغانستان له بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني څخه د میر مسجدي خان مډال ترلاسه کړ.

استاد الفت اهنګ په ۱۹۵۴ کال کې د کابل په خرابات کوڅه کې زېږېدلی او له بيهقي ښوونځی فارغ شوی و.

هغه د خپل ژوند وروستي کلونه په کاناډا کې تېر کړل چې په‌دې وروستیو کې ناروغ شو او د ۷۰ کلونو په عمر مړ شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG