د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

غزه کې پر فلسطیني سخت دریځو د اسراییل تازه بمبار


د غزې له تازه تصویرونو
د غزې له تازه تصویرونو

د اسراییل پوځ وايي، الوتکو یې هغه فلسطیني سختدریځي ویشتي چې په لوېدیځه غاړه کې یې د دوی پر ځواکونو برید کړی و.

د دوی په وینا په دې هوايي بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ او پولیس وايي چې د دوی د سرحدي پولیسو یو افسر نن (یکشنبه) هغه مهال ووژل شو او یو شمېر نور ژوبل شول چې د لوېدیځې غاړې په جنین ښار کې د عملیاتو په ترڅ کې یې د موټر په لاره کې چاودنه وشوه.

له بلې خوا د اسراییل پوځ وايي، د غزې په شمال کې یې د حماس پوځي تشکیلات له منځه وړي دي او اوس د دوی تمرکز د غزې په مرکز او شمال کې د عملیاتو پر دوام دی.

د اسراییل د پوځ ویندوی دانیل هاګاري پرون (شنبې) په یوه خبري غونډه کې وویل، د غزې په شمال کې د حماس پوځي تشکیلات اوجوړښتونه په کامل ډول له منځه وړل شوي او د دې سختدریځې ډلې اقدامات اوس یوازې تیت پرک لیدل کېږي.

اسراییلي ځواکونه په غزه کې
اسراییلي ځواکونه په غزه کې

ده دې ته په اشارې چې د حماس پر ضد د دوی عملیات به ډېر وخت وغواړي، وویل؛ د دې لپاره چې د غزې په شمال کې حماس وځپل شي او د دې ډلې د پراخو بریدونو مخه ونیول شي، درې میاشتې ولګېدې.

د اسراییل د پوځ ویندوی همداراز وویل، د دغه هیواد ځواکونو د تېرو درو میاشتو په عملیاتو کې په غزه کې د حماس شاوخوا ۸ زره وسله وال وژلي او لسګونه زره میله وسلې او میلیونونه سندونه موندلي دي.

وروسته له دې چې حماس سختدریځې ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه د اسراییل پر خاوره برید وکړ او نژدې ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او کابو ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل، د اسراییل پوځ په غزې کې پراخ عملیات پیل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت، چې د حماس له لوري اداره کېږي، ویلي چې د اسراییل په حملو کې تر اوسه پورې تر ۲۲ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

دغه وزارت نه دي ویلي چې د دغو کسانو څومره ملکیان اوڅومره پوځیان دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي اتحادیه حماس ترهګره ډله ګڼي.

XS
SM
MD
LG