د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

جاپان کې د زلزلې د قربانیانو شمېر زیات شوی


یوه زلزله ځپلې ودانۍ
یوه زلزله ځپلې ودانۍ

په جاپان کې د نوي کال د ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر نن یوسل او لسو ته ورسېد.

له تېرو شپږو ورځو راهیسې د جاپان په لویدیځ کې تر انبارونو لاندې د زلزلې د قربانیانو د ژغورلو او موندلو لټه روانه ده.

د اووه اعشاریه شپږ ریښتر په کچه دې زلزلې د جنوري په لومړۍ نېټه د جاپان په لویدیځو سمندرغاړو کې د هوکوریکو په سیمه کې بنسټونه وران کړل او د دوه ویشت زره کورونو برېښنا یې قطع کړه.

د باران له امله د ژغورونکو هڅې له خنډ سره مخامخ شوې او لاهم تر دېرش زره ډېر بېځایه شوي مرستو ته سترګې په لاره دي.

د جاپان په وخت نن مازدیګر څلور بجې د تایید شویو مړیو شمېر یوسل او لس تنه اعلان شو، پرون دا شمېره څلور نوي وه.

لاهم تر دوه سوه ډېر کسان تري تم دي.

دا په جاپان کې په تېرو نږدې اتو کلونو کې تر ټولو سخته زلزله وه.

د جاپان صدراعظم فومیو کشیدا: زه له اوښتو زیانونو خبر یم
د جاپان صدراعظم فومیو کشیدا: زه له اوښتو زیانونو خبر یم

د جاپان صدراعظم فومیو کشیدا وروسته تر دې چې د تلفاتو شمېرې ترسلو واوښتې وویل چې زه له اوښتو زیانونو ډېر خبر یم.

تر دې مخکې په دوه زره شپاړسم کال کې د جاپان په جنوب لویدیځ کې د کوماموتو په سیمه کې سخته زلزله شوې وه چې د دوه سوه شپږ اویا کسانو ژوند یې اخیستی و.

د جاپان صدراعظم له حکومتي چارواکو وغوښتل چې د ورانو شویو لارو د رغیدو چارې ګړندۍ کړي چې د ژغورنې هڅې ورسره زیاتې شي او له زلزله ځپلیو سره مرستې وشي.

د جاپان دفاعي ځواکونه د خپلو ژغورونکو شمېر له څلور سوو پنځه زره څلور سوو ته زیاتوي، خو تر دې دمه د مرستو او ژغورولو د چارو مخې ته یو لوی خنډ د زلزلې له امله ویجاړې شوې لارې دي.

د جاپان هوایي ځواکونو په ځینو سیمو کې لکه د واجیما په فوکامیماچي کې څوارلس تنه خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

د لارو ماتیدو، د خټو ښوېیدو او د ډبرو رغړیدو د اشیکاوا په سیمه کې د لسګونو مېنو او کلیو لارې قطع کړې دي.

XS
SM
MD
LG