د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

له زورورې زلزلې وروسته د جاپان له ساحلي سیمو د خلکو تېښته


یوه زلزله ځپلې سیمه
یوه زلزله ځپلې سیمه

په جاپان کې د نن سهار زورورې زلزلې لسګونه زره کورونو باندې برښنا پرې کړې او د الوتکو او ریلګاډو فعالیتونه یې ټکني کړي دي.

نړیوالو اژانسونو د جاپان د تلویزیوني شبکې ( NHK ) په حواله راپور ورکړی دی چې د زلزلې له کبله د جاپان د سمندر په ځینو برخو کې د یو متر په لوړوالي څپې رامنځته شوي او د سونامي ویره شته.

د جاپان د هوا پیژندنې ادارې په ساحلي سیمو ایشیکاوا، نیګاتا او تویاما کې د سونامي خبرداری ورکړی او دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د لوړې کچې خبردای ګڼل کیږي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د سونامي دا خبرداری په دې معنا دی چې په سمندر کې تر دریو مترو پورې د اوبو د څپو د لوړېدو امکان شته.

روسیې هم خپلو لرې ختیځو ښارونو ولاديوستوک او نخودکا کې اوسیدونکو ته د سونامي خبرداری ورکړی دی.

د جاپان صدر اعظم فومیو کیشیدا ویلي چې اړوند چارواکي د اوښتو زیانونو او د خلکو د اړتیاوو په ارزونه بوخت دي او راتلونکو ټکانونو ته د چمتوالي په حال کې دي.

د زلزلې زیانونه
د زلزلې زیانونه


کیشیدا له خلکو غوښتي چې خبرداریو ته غوږ پاته شي او که د سونامي تر خطر لاندې سیمو کې ژوند کوي، باید خپل کورونه تخلیه کړي.

سملاسي د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو په خپرو شویو ویډیوګانو کې په ساحلي ښار سوزو کې یوه ودانۍ د ویجاړېدو په حال کې لیدل کیږي.

د زلزلې ټکانونو د جاپان په پلازمېنه توکیو کې هم ودانۍ لړزولي دي.

د جاپان د اټومي انرژۍ ادارې ویلي، د جاپان د سمندر په اوږدو کې د دوی اړوند برښنا کوټونو کې تراوسه د کومې بې نظمۍ تایید نه شي کولای.

جاپان تر دې وړاندې هم د زورورو زلزلو شاهد پاته شوی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې په جاپان کې زلزلې او سونامي نژدې شل زره کسان ووژل او په فوکو شیما کې یې ښارونه او اټومي تاسیسات ویجاړ کړل.

هلته نننۍ زلزله داسې مهال شوې چې میلیونونه جاپانیان نن د کال په لومړۍ ورځ معبدونو او زیارتونو ته وتلي وو.

اټکل کیږي چې د ورځې تر پایه به د زلزلې د زیانونو او ورانیو په معلوماتو کې بدلون راشي.

XS
SM
MD
LG