په افغانستان کې د غاليو توليدونکې مېرمنې وايي، د تېرو کلونو په پرتله يې توليد کم شوی دی.
پشتون امیري د لاسي صنايعو او غالۍ اوبدلو شرکت لري.
هغه وايي، مخکې ورسره ډېری مېرمنو کار کاوه، خو دا چې اوس د دوی توليد کم شوی، هغوى يې رخصت کړي او اوس په کورونو کې ناستې دي.
نوموړې ازادي راډيو سره خبرو کې دا هم وويل چې، د خامو موادو د بيو لوړوالي د غاليو د توليد کچه کمه کړې او د خلکو اقتصادي ستونزو بيا د افغاني غاليو مارکېټ کمرنګه کړی دی.
هغه وايي: "د غاليو کار او بازار په دې کلونو کې ډېر زيات خراب شوی، په ځانګړي ډول د موادو بيې لوړې شوې او خلک چې غالۍ نه پېري، پيسې له افغانستان ورکې شوې. پلور نهلرو. تېر کال کې مو هېڅ پلور نهدی کړی، ځکه موږ د غاليو اوبدل ډېر کم کړي، اوس دوه درې نفر موږ ته بسنه کوي، نور ټول بېکاره دي، ځکه چې خام مواد هم نهشته او پلور هم نهشته."
فاطمه عاشوري بله هغه مېرمن ده چې وايي، له تېرو لسو کلونو راهيسې د تار او غاليو د توليد شرکت لري، خو په خبره يې تېر دوه کلونو يې کارونه په ټپه ولاړ دي.
هغې وویل: "د سياسي بدلون وروسته د غاليو صادرات، توليد، بازار، ټول شيان له بدهمرغه سقوط شوي، د افغانستان غالۍ اوس په ښه وضعيت کې نهدي. د تېر په څېر د افغاني غاليو صادرات نهشته، بازار نهلري، بيې يې ښکته راغلي، په دې خاطر موږ نه توانېږو چې کاريګرو ته ښې پيسې ورکړو. توليدونکي او کاريګر ټول په زيان کې دي."
د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د افغاني غاليو د توليد او بازار په اړه د غاليو اوبدنکو د ټولنې د مسوولانو نظر ولري، خو د يادې ټولنې مشر نور احمد نوري د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نهکړې.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد بيا ازادي راډيو ته په يو استول شوي ويډيويي کليپ کې ادعا کړې چې د روان ۱۴۰۲ کال لومړيو درېیو مياشتو کې پاکستان، ازبکستان، ايټاليا، ترکيې، امريکا، هندوستان، چين او متحده عربي اماراتو ته ۲۶۰زره متره غالۍ صادر شوې دي.
نوموړی وايي: "د ۱۴۰۲ کال لومړيو درېیو مياشتو کې د غاليو صادرات چې شاوخوا ۲۶۰متره غالۍ کېږي او ۴ ميليون او څلور سوه ۷۰ زره امريکايي ډالر ارزښت لري، بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي ادارې يا 'يو اینایچ سيآر' نن په خپله ايکس يا پخوانۍ ټويټر پاڼه ليکلي چې بلخ ولايت کې د مېرمنو لپاره د غاليو د توليد يو مرکز جوړېږي.
دغه ادارې له دې خبر سره يوه ويډيو هم خپره کړې چې پهکې يو خټين کور کې چې چت هم نهلري څو عمر خوړلې مېرمنې راټولې دي او غالۍ اوبي.
د يادو مېرمنو له ډلې بيبي نياز چې ۷۱ کلنه ده وايي: "غالۍ اوبدل زما د ژوند يوه برخه ده، له ۱۰ کلونو راهيسې تر اوسه پورې چې زه ۷۱ کلنه يم ما د غالۍ اوبدلو سره ژوند کړی دی. په ژمي کې دلته کار کول ستونزمن دي. موږ به دلته اور بل کړ، لاسونه به مو ګرم کړل، بيا به مو کار کاوه. که غالۍ اوبدل نه وي موږ خواړه نهلرو. دلته هېڅ شی نهشته، موږ هر څه په پور اخلو، موږ پيسې نهلرو. موږ هېڅ نهلرو."
دا مېرمن وايي، ترڅو چې يې سترګې کار کوي، د غالۍ اوبدلو ته به دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د غاليو اوبدلو دا مرکز چې افغانستان کې د جاپان سفارت لهخوا يې ملاتړ کېږي، ژر به د دوی لهخوا پرانيستل شي، خو نهيې دي ويلي چې کله او د څومره مېرمنو لپاره به پهکې کاري زمينه برابره شي؟
خو ليکلي چې د کورنيو بې ځايه شويو مېرمنې به په کې وي.
افغانستان کې داسې مهال د افغاني غاليو د توليد او صادراتو د کچې د کمرنګه کېدو خبر ورکول کېږي چې د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ د مرستو له کمېدو سره خلک بېوزله شوي او ان د ژوند لومړنۍ اسانتياو ته هم په سخته لاسرسی پيدا کوي.