د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

پاکستان کې د عیسویانو د کلیساوو او کورونو سوځېدل؛ پولیسو یې په تور ۱۲۸ کسان نیولي


د پاکستان فیصل اباد کې د عیسویانو د کلیساګانو او کورونو تر سوځولو وروسته د سیمې یوه څنډه.
د پاکستان فیصل اباد کې د عیسویانو د کلیساګانو او کورونو تر سوځولو وروسته د سیمې یوه څنډه.

د پاکستان پنجاب ایالت د فیصل اباد په جړانوالا کې د اګست پر ۱۷مه پولیسو د کلیساګانو سوځولو او د عیسویانو پر کورونو د بریدونو په تور ۱۲۸ کسان نیولي دي.

پولیسو د پاکستان په پنجاب کې د جړانوالا د سیمې د یوې ډلې قهرجنو خلکو لخوا د کلیساوو سوځولو په تور تر ۱۲۸ زیات کسان نيولي دي.

په دغه ښار کې يو ورځ مخکې د اګست پر ۱۶مه ځيني مسلمانانو پر دوو عيسويانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تور پورې کړی وو.

تر هغې وروسته ځايي مسلمانانو عیسوي مېشتو سيمو ته ورغلل، کلیساوې او د هغوي ځينې کورونه یې وسوځول.

پنجاب حکومت په ښار کې د امنيت په خاطر رينجرز ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

رينجرز ځواکونو د اګست پر ۱۷مه له سهار راهيسې د ښار مسيحې کالونۍ کلابنده کړې.

د پولیسو ویاند نوید احمد رويټرز خبري اژانس ته وویل چې په دوه عيسويان د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تور پوري شوي وو او د هغوي کورنۍ غړي له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

په جړنوالا ښار کې تر دغو پېښو وروسته حالات ښه نه دي او ځايي خلک په وېره کې دي.

یو تن وویل: "په ښار کې دا ډيره بده پېښه شوې ده. د خلکو کورونه يې وسوځول، درې څلور کليساګانې سوځول شوي، داسي نه وو په کار. که څه خبره هم وه نو هغه حل کېدای شوه. خو اوس مسئله ډېره خرابه شوې، رينجرز راغلي دي. ټول ښار بند دی."

د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې په پاکستان کې له عیسویانو سره د دې تاوتریخجن چلند په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ودانت پاټېل پرون خبریالانو ته وویل چې واشګټن پر کلیساوو او کورونو دې برید ته ژوره اندېښنه لري او پر اسلام اباد غږ کوي چې د پېښې بشپړ تحقیقات وکړي.

پنجاب حکومت په ښار کې د امنيت په خاطر رينجرز ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
پنجاب حکومت په ښار کې د امنيت په خاطر رينجرز ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان ځينو مذهبي اقليتونو ټولنو، د دې هېواد بشري حقونو کمېسیون، ځينو نړيوالو بشري حقونو ادارو د جړانوالا تشدد غندلی او پر حکومت یې غږ کړی چې د عدالت د تامین لپاره هڅه وکړي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ ويلي چې د کليساوو سوځېدنې خفه کړی او د دې کار عاملان به د قانون له مخې سزا وویني.

اوسمهال په سلګونو کسان د پاکستان په زندانونو کې د مذهب د سپکاوي په تور بندیان دي، ځکه چې قاضیان اکثره وخت د داسې دوسیو تعقیب ځنډوي.

د فبرورۍ په میاشت کې، د پاکستان په پنجاب ایالت کې پولیسو لږ تر لږه ۵۰ کسان د یوه سړي د تښتولو او وژلو په تور زنداني کړل چې مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوی و.

د شاوخوا سلو تنو قهرجنو کسانو یوې ډلې هغه سړی د پولیسو له مرکز څخه وایسته او وواژه.

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د پاکستان یوې محکمې شپږ کسان د سریلانکا د یوه تبعه د وژلو په تور په اعدام محکوم کړل چې د قرانکریم د یوه پوستر د څېرلو تور پرې لګېدلی وو.

XS
SM
MD
LG