د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

کوټه کې پر کلیسا د حملې مسؤلیت داعش منلی چې لږ تر لږه ۹ تنه یې ووژل


په کوټه کې پر کلیسا د پرونۍ حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې، داعش اخېستی دی.

په حمله کې چې پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» د کوټې د مسیحیانو د دعا د ځانګړو مراسمو پرمهال وشوه، لږترلږه نهه تنه ووژل او تر ۵۰ زیات زخمیان شول.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي پرون وویل چې حمله دوو وسله‎والو کسانو کړې وه.

د بګټي په وینا، په کلیسا کې تر ۴۰۰ زیاتې ښځې، نارینه او ماشومان د دعا د ځانګړو مراسمو لپاره راغونډ شوي وو.

د کوټې مسیحیانو دا ځانګړي مراسم د عیسی مسیح د زېږېدو د اختر یا کرسمس په مناسبت جوړ کړي وو.

سرفراز بګټي وویل چې یوه حمله کوونکي د کلیسا په دروازه کې ځان والوزاوه.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي

خو دوهم مخکې تر دې چې ځان والوزوي، د بلوچستان د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

د بلوچستان یوه اوسیدونکي خرم چې د حملې په ځای کې و، پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» رویټرز خبري اژانس ته وویل:

"په کلیسا کې د یکشنبې د ورځې مراسم د پېل په حال کې و چې تر دعا ویلو مخکې، د ډزو غږ واورېدل شو، په هغه پسې چاودنې وشوې. یو شمېر خلک ووژل او زخمیان شول."

ځایي چارواکي: د کوټې په یوه کلیسا کې ځانوژونکي برید شوی

د بلوچستان ایالت د پولیسو رئیس معظم انصاري ویلي چې زیات هغه کسان وژل شوي او زخمیان شوي چې د چاودنې په وخت کې د کلیسا په دروازه کې ولاړ وو. د هغه په وینا، ډېر خلک د هېندارو د ماتېدو له امله زخمیان شوي دي.

په وژل شوو کې دوه ښځې هم دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې زخمیان روغتون ته لېږدول شوي او د ډېرو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د پاکستان د حکومت لوړ رتبه چارواکو په بلوچستان کې پر کلیسا حمله په شدت غندلې ده.

د پاکستان د خارجه وزیر ویاند محمد فیصل پر ټوېټر پرون ولیکل:

"دا ډول بُزدلانه کارونه به له ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان عزم کمزوری نه‎کړي."

پاکستان ۲۰۰ میلیونه وګړي لري چې یو اعشاریه شپږ فیصده برخه یې عیسویان دي.

هلته وخت ناوخت د عیسویانو او نورو دیني او مذهبي لږکیو پر ضد د پراخ تبعیض رپوټونه خپرېږي او په مکرر ډول د هغوی پر مذهبي مراسمو او عبادت ځایونو وسله‎والې حملې کېږي.

XS
SM
MD
LG