د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

پاکستاني عیسویانو له ویرې په یوه ځنګله کې ځانته نوي کورونه جوړوي


پاکستاني عیسویان چې ویرې اخیستي، اسلام اباد ته نژدې په یوه ځنګله کې د ځان لپاره نوي کورونه جوړوي.

دغه عیسویان چې شمېر یي څوسوو ته رسي او په پاکستان کې د فرقه یي شخړو له ویرې یې خپل کورونه پریښي او د اسلام اباد په یوه ځنګله کې یې اړولي، ځنګلونه وهي او د ځان لپاره نوې کلیسا جوړوي.


دوي دې کارته هله اړ شول چې په اسلام اباد کې د مسیحیانو د اوسیدو په یوې بې وزله سیمه کې یوه مسیحي نجلۍ د قران د نسخو په سوزولو تورنه شوه.

په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون له مخې د دغه جرم لپاره تر عمري بند سزا ټاکل شوې ده.

د دغې نجلۍ له نیول کیدو یوه اونۍ تیریږي خو تر اوسه د دغې قضیې په اړه ضدونقیض څرګندونې شوي او ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د دغې نجلۍ عمرد یولسو او شپاړسو کلونو ترمنځ ښودل شوی، رواني وضعیت یې غیرنورمال ښودل شوی او داچې هغې په رښتیا د قران نسخې سوځولي هم په دې اړه تراوسه کره شواهد ندي وړاندي شوي.

خو کله چې د دغې پیښېی خبرخپورشو، سلګونه کسان د هغې د کورپه مخ کې راټول شول او د دې عمل په وړاندې یې د اقداماتو غوښتنه کوله.

د اګست په ۲۰ نیټه پولیسو دغه نجلۍ ونیوله چې د پیښې په اړه ترې تحقیقات وکړي.

ویل کیږي، چې د دغې سیمې شاوخوا ۶۰۰ عیسوي کورنیو خپل کورونه پریښي، یوشمیرتښتیدلوچې په کرایي کورونو کې اوسیدل ویلي چې د کورد خاوند له خوا ایستل شوي دي.

د تښتیدلو یو لږ شمېر یې بیرته خپلو کورونه ته ستانه شوي دي.

د هغو کسانو په ډله کې چې دغه ځنګله ته یې پناه وړې یوه هم د سومیرا زاهد په نوم د درې اولادونو مورده. دا وایي په ډیرمشکل یې د خپلو اولادونو او موراوپلارلپاره نفقه برابروله او کله کله به دې ځنګه ته راتلله چې د سوند موادو لپاره لرګي راټول کړي. دا وایي دغه ځای یې د اوسیدو لپاره امن وموند. دا سیمه د چا نده او غواړو چې دلته په امن کې ژوند وکړو.

دغو عیسویانو ته یې مذهبي مشریاکشش د دوشنبې په ورځ وویل چې د یوې کلیسا د جوړلو لپاره ملاوتړي.

عارف مسیح وایي، دی د دغې ځمکې له مالکه ډیرمنندوی دی چې دوی ته یې اجازه ورکړې چې دلته واړوي، که څه هم دلته نه اوبه شته اونه هم غذایي مواد خو که دوی صبراو حوصله ولري دغه امکانات به هم ورته برابرکړي.

مقدساتو ته سپکاوی په اسلامي نړۍ کې یوه ډیره حساسه مسله ده چې له هیواده بهرهم ورته ډیره توجه اړول کیږي.

تیرکال په پاکستان کې دوه مشهورسیاست وال چې مقدساتو ته د سپکاوي پرقانون یې انتقاد کړی و، ووژل شول. دا هیواد د دا ډول ډیرو نورو پیښو شاهد هم و.

د تیرې دوشنبې په ورځ د پاکستان د علماووشورا چې اسلامی عالمان پکې راټول شوي، د پاکستان له بین الادیان ډلې سره یوځای چې ویلي یې دي ۶۰۰ کورنیو یې خپل کورونه پریښي او اسلام اباد کې په یوه ځنګله کې اړولي، یوخبري کنفرانس جوړکړی و ترڅو دغه تښتیدلي کسان بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.


دواړو ډلو په دې اړه د یوې څیړنې غوښتنه وکړه څودا معلومه کړي چې ایا دغه نجلۍ په غلطۍ سره تورنه شوې او په دې مسله کې افراطي مذهبي ډلو څومره رول لوبولی دی.

د بین الادیان د ډلې مشر ساجد اسحق له حکومته وغوښتل چې دغو بې ځایه شویو عیسویانو ته تاوان ورکړي او هم د هغوی امنیت تضمین کړي.
XS
SM
MD
LG