د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د افغانستان په ځینو سیمو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی


ارشيف: په نورستان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زيانونو انځور
ارشيف: په نورستان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زيانونو انځور

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل کړی او ویلي چې ممکن د بارانونو په نتیجه کې په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه جاري شي.

په افغانستان کې د روان لمریز کال په څه باندې درېیو میاشتو کې د طبیعي پېښو له کبله لږترلږه یو نیم سل تنه مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې سېلابونو او توپانونو د سر د تاوانونو ترڅنګ ډیر مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دغه وزارت ویندوی شفیع الله رحیمي پرون رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل: "د بېړنیو حالاتو د عملیاتي مرکز د معلوماتو له مخې، د روان (لمریز) کال له وري میاشتې څخه تراوسه پورې په ټول هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله له بده مرغه ۱۵۱ کسان شهیدان، ۲۲۵ کسان ټپیان، ۲۱۶۲ کورونه په نیمه او یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي."

ده همداراز د نورو مالي زیانونو د یادونې په ترڅ کې د ۳ زره ۲۰۰ څارویو د مړینې او څه باندې ۱۵ زره جریبه کرنیزې مځکې د ویجاړېدو خبر ورکړ.

په غور کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.
په غور کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.

د ملګرو ملتونو پر اساس، افغانستان یو له درېیو هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې یې ډېر ګواښي.

د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي استاد مجیب الرحمان احمدزی وايي، افغانستان په خپله په هغو عواملو کې چې له کبله یې اقلیم ته زیان رسېږي ډېره ونډه نه لري، خو له دې سره سره د اقلیمي تغییراتو له منفي پایلو سره مخامخ دی.

احمدزي وویل: "دلته صنعتي یا کرنیز فعالیتونه چې هلته میکانیزه زراعت وي، پرمختللي وسایل په کې نه کارول کېږي نو افغانستان په اقلیمي بدلون کې خاص رول نه لري، خو د خپلو همسایه هېوادونو او د نورو پرمختللیو هېوادونو له صنعتي فعالیتونو سخت اغېزمن دی او همدا وجه ده چې کله د باران موسم نه وي باران اوري چې له کبله یې خلک خپل فصلونه له لاسه ورکوي."

د هوا پېژندنې ادارې په پنجشېر، پروان، کونړ، لغمان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیکا، بغلان، سمنګان، بلخ، او غزني ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG