کرکټ داسې یوه نړیواله لوبه ده، چې ورځ تر بلې یې په ټوله نړۍ کې مینهوال ډېرېږي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو وروسته په دې هېواد کې هم د کرکټ د مينهوالو شمېر زیات شوی دی.
جهاد سنګین، د کرکټ داسې مینهوال او لوبغاړی دی، چې د ډېر شوق او علاقې له مخې یې په خوست ولایت کې د سپورټي وسایلو یو سنټر یا مرکز جوړ کړی او هر کال په روژې میاشت کې د کرکټ رمضاني لیګ هم جوړوي.
له سنګین سره زمونږ همکاره ثنا کاکړ غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: