د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

په نيمروز کې د ۵۰ بې‌وزله جوړو ډله‌ييز واده مراسم ترسره شول


ارشیف: په کابل کې د ډله ییز واده له مراسمو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د ډله ییز واده له مراسمو یو انځور

د یوه خیریه بنسټ مسوول وايي، تېره ورځ يې نيمروز کې د هغو ۵۰ بې‌وزله ځوانانو ډله‌ييز واده مراسم ترسره کړل چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د کمزوري اقتصاد له امله نه‌شول کولی ودونه وکړي.

بې‌کاري، بې‌وزلي، ناوړه رواجونه او لوړ ولور هغه لوی لاملونه دي چې افغاني ټولنه کې يې د ځوانو جوړو د ودونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د افغانستان په لر او بر کې سلګونه زره ځوانان د ولور ګټلو او بې‌کارۍ له امله کلونه کلونه د دوی ودونه ځنډول کېږي.

ګل احمد هغه بې‌وزله ځوان دی چې پرون يې نيمرو ولايت کې د ۵۰ جوړو ډله‌ييز ودونو مراسم کې واده ترسره شو.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، ۶ کاله مخکې يې کوزده کړې وه، خو د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او لوړ ولور له امله يوازې وتوانېد چې د ټاکل شوي پنځه لکه افغانيو څخه يې نيمايي ورکړي.

هغه وايي، د سېلاب خيريه بنسټ په منځګړيتوب ورته د خسر کورنۍ پاتې ولور وبښه او د واده مراسم يې ترسره شول.

ګل احمد د خپلې خوښۍ احساسات ازادي راډيو سره داسې شريک کړل: "دا موږ ته ډېر د وياړ او افتخار ځای دی، په ډېرو شاندارو مراسمو او په ډېر ادب او عزت سره، په ډېر احترام سره زموږ د واده ټول مراسم پای ته ورسېدل، دا ماته او زما کورنۍ ته ډېر د وياړ او افتخار ځای دی."

نوموړی وايي، د ډله‌ييزو واده يادو مراسمو کې شاوخوا ۶۰۰۰زره کسانو برخه اخيستې وه چې نيمايي يې ښځې وې.

په کابل کې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د ډله ییزو ودونو له مراسمو یو انځور. 13 June 2022
په کابل کې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د ډله ییزو ودونو له مراسمو یو انځور. 13 June 2022

د سېلاب خيريه بنسټ مشر او په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړی سيد احمد سېلاب وايي، تېره ورځ يې نيمروز ولايت کې د ۵۰ بې‌وزله جوړو د واده مراسم نيولي وو.

سېلاب وايي، لوړ ولور، د ځينو پښتنو کورنيو ترمنځ ضد او بدۍ د دې لامل شوي چې کلونه کلونه د ځوانانو واده وځنډيږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "موږ تېره مياشت کې نيمروز ولايت کې د نومليکنې پروسه شروع کړې وه، چې د ټولو ولسواليو څخه او د نيمروز د ښار څخه د مختلفو قومو څخه مو مستحق ځوانان غوره کړل چې، هر ځوان يې تقريباً شپږ کاله، اووه کاله، اته کاله، حتی يو ځوان په‌کې و چې حتی لس کاله يې هم خپل واده نه سوای کولی. په هر ولايت کې چې موږ ډله‌ييز واده کوو، خسران زموږ په منځ‌ګړيتوب باندې ولور ورته بخښي، زوم ته."

سېلاب وايي، د دوی بنسټ د خلکو او نورو خيريه بنسټونو په مرسته د واده لګښتونه، د ناوې او زوم د اړتيا وړ ټول کالي او دغه راز د پخلنځي توکي، ۴۰ قلمه د سينګار توکي پېري او د هغوی په واک کې يې ورکوي.

سېلاب وايي: "د تېر په پرتله باندې په دې خاطر ډله‌ييزو ودونو ته ضرورت احساسېږي، چې نظام يو دم له منځه ولاړ، لکاو کسان په مستقيم او غير مستقيم خپلې وظيفې له لاسه ورکړې، اقتصادي څرخ تقريباً په ټپه ولاړ دی، د بې روزګارۍ کچه د تېر په پرتله باندې زياته سوې ده، نو په دغه خاطر باندې ټولنه له دغه ناخوالو څخه د خلاصولو يوازينۍ لار چې ده دغه ډله‌ييز ودونه دي."

سيد احمد سېلاب وايي، له يوې خوا بې‌وزلي او بې‌کاري ده او بل پلو د خسر کورنۍ له زوم څخه په کوزده، اخترونو او نورو مراسمو کې د بېلابېلو رواجونو په نوم لوړ مصارف غواړي چې دې چارې ډېری ځوانان اړ کړي دي چې بهرنيو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو ولاړ شي او حتی ډېری ځوانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي.

د ډله‌ييز واده دا مراسم داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې په ټول هېواد کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې، چې ډېری ځوانان د ملا ماتوونکو ولورونو ګټلو په خاطر د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ اروپايي هېوادونو پر قاچاقي مرګونو لارو سفرونه کوي، چې ډېری يې خپل ژوند قرباني کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG