د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

د نوي فرهنګ جوړونې هڅه؛ دوو محصلینو په ۱۵۰۰ افغانۍ واده کړی


۲۷ کلن عناب بیګزاد او ۲۴ کلنې جوهرماه احمدي تېره ورځ د یو ساده کیک په پرې کولو سره خپل د واده جشت ونمانځه.
۲۷ کلن عناب بیګزاد او ۲۴ کلنې جوهرماه احمدي تېره ورځ د یو ساده کیک په پرې کولو سره خپل د واده جشت ونمانځه.

په کابل کې دوو محصلینو په ۱۵ سوه افغانۍ واده کړی.

بیګزاد، هعه ځوان چې وايي، د واده ټول لګښت یې ۱۵۰۰ افغانی شوی.

۲۷ کلن عناب بیګزاد او ۲۴ کلنې جوهرماه احمدي تېره ورځ د یو ساده کیک په پرې کولو سره خپل د واده جشن ونمانځه.

بیګزاد چې د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې د ستوماتولوژۍ پوهنځي د پنځم کال محصل دی وايي، په واده کې یې شاوخوا ۱۵ کسانو ګډون کړی و.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "ځیني دي چې غواړي لګښت کم راشي، ټول د دې غوښتونکي دي، موږ وغوښتل په دغه ډول واده سره هغه کسانو ته چې له مونږ ورسته واده کوي، دا وښیو، چې دا ډېره سخته نه ده، خو که مونږ خپله یې سخته ونه نیسو."

بیګزاد وايي، په دې ډول واده دی او جوهرماه دواړه راضي و.

جوهرماه هم وايي:" له دې کار زمونږ موخه فرهنګ جوړونه وه او دا چې په ودونو کې ډېر او بې مورده لګښتونه له منځه ولاړ شي."

عناب او جوهره ماه اوس په کابل کې ژوند کوي، جوهرماه هم د خپل خاوند په شان سپین چپنې ده او د قابلګۍ په یو شخصي انسټیټیوټ کې درس وايي.

د بیګزاد او مېرمن احمدي واده په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو له ښه غبرګون سره مخ شوی.

ځینو دغه ډول ودونه په اوسني سختو اقتصادي شرایطو کې ښه ګام یاد کړی او د دغه ډول فرهنګ د دودېدو پر ودې یې ټینګار کړی.

په افغانستان کې د ناوې لخوا په زوم د زیات ولور ايښودل هغه مورد دی چې تر ډېره یې ځوانانو بهرنیو ملکونو ته مسافرې لپاره مجبور کړي.

درې اوونۍ وړاندې ازادي راډيو په یو راپور کې موندلي و، چې د افغانستان په لویدیځو او شمالي ولایتونو کې اوس هم د ولور کچه ان تر ۱۲ لکو افغانیو پورې ده.

سره له دې چې اړوندو ادارو او حکومتونو د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې کړي خو بیا هم دا ستونزه پر ځای پاتې ده.

XS
SM
MD
LG