د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۸

عزت‌الله او رعنا د خپل واده په لګښت ښوونیز مرکز جوړ کړ


په کابل کې یوې افغانې جوړې د خپل واده لګښتونه د یو روزنیز مرکز په جوړولو ولګول.

عزت‌الله او رعنا د خپل نوي ژوند د پیل خوښي له ۱۵ څخه د کمو کسانو په حضور کې ولمانځله او د واده په لومړۍ ورځ‌یې یو روزنیز مرکز پرانیست.

رعنا او عزت‌الله خپل نوی ګډ ژوند د کابل په لوېديځ کې په یو کرایه شوي عادي کور کې پیل کړ.

دوی په دغې ودانۍ کې یوازې یوه خونه د استوګنې او درې نورې خونې د ځوانانو د روزنې لپاره په پام کې نیولې دي.

د دوی په واده کې د زوم د پلار او د ناوې د مور په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه.

د ډېرو نورو ودونو پر خلاف ناوې او زوم د واده په ورځ عادي کالي اغوستي وو.

رعنا وايي چې خوښي په سرو زرو او قیمتي جامو کې نه‌وي او غواړي چې خوښي د کمو لګښتونو له لارې ترلاسه کړي.

رعنا
رعنا

اغلې رعنا زیاته کړه:

"زه خپله خوشبختي په سرو زرو او په لوړو لګښتونو کې نه‌وینم، خوشبختي دا ده چې د دواړو لورو تر منځ درناوی وي، یو شمېر کسان خپلې خوښۍ په سرو زرو او لوړو او بې‌ځایه لګښتونو کې ویني، خو موږ له دې کار نه ډډه وکړه."

په افغانستان کې د لوړ ولور د اخیستلو تر څنګ د ودونو په مراسمو کې ډېر او ملا ماتوونکي لګښتونه هغه درانه پیټي دي چې د بې‌وزلو ځوانانو په اوږو کېښودل کېږي.

خو په دې وروستیو کې یو شمېر ځوانانو دا دود مات کړی او د واده له ډېرو لګښتونو يې ډډه کړې ده.

دغه نوې افغانه جوړه هم توانېدلې چې په خپل واده کې له لوړو لګښتونو ډډه وکړي او نږدې یو لک افغانۍ په یوه روزنیز مرکز ولګوي.

عزت‌الله او رعنا اوس‌مهال د قران کریم زده‌کړه کوي او د دغه مرکز له لارې غواړي چې ماشومانو او لویانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

عزت الله
عزت الله

عزت‌الله وايي:

"د روزنیز مرکز هدف دا دی چې هر څوک په ځانګړې ډول ماشومان راشي او زده کړه وکړي، د دې تر څنګ د خیاطۍ، نقاشۍ او د لیک لوست د زده‌کړې برخې هم لرو"

دغه واده د ناوې او زوم د کورنۍ له تاوده هرکلي سره مخ شوی.

د زوم پلار محمد ناصر وايي، دا کار کولای شي چې نورې کورنۍ وهڅوي، تر څو په ودونو کې له زیاتو لګښتونو ډډه وکړي.

نوموړي وویل چې په ودونو کې لوړ لګښتونه حتی د کورني تاوتریخوالي لامل ګرځي.

د هغه په باور، په ودونو کې له لوړو لګښتونو مخنیوی، د ناوې او زوم د خوشبختۍ لامل ګرځي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG