د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د پوهنې د برخې فعال عطاءالله ویسا د خپل واده لګښت یوه روزنتون ته ورکړ


د پوهنې د برخې فعال عطاءالله ویسا
د پوهنې د برخې فعال عطاءالله ویسا

د عطاءالله ویسا د ژوند تر ټولو ستره خوښي، خو دی غواړي چې لګښت‌يې د بې‌سرپرسته یتیمانو د روزنې په هدف له یوه روزنتون سره شریک کړي.

د ښاغلي ویسا د واده مراسم تېره اوونۍ په کندهار کې ترسره شول.

دی وايي، د واده مراسمو ته له نارینه‌وو پرته څو ښځې رابلل شوې وې:

"ما خپل د واده ډوډۍ ته دوه لکه ۴۰ زره افغانۍ اختصاص کړې وې، دغه لګښت اسراء د یتیمانو روزنتون ته سپارم، زه غواړم د خلکو هغه دود مات کړم چې په ودونو کې ډېر لګښت کوي او غواړم چې د مرستې دغه اقدام په ټولنه کې په یو عمومي فرهنګ بدل شي."

عطاءالله ویسا له څو کلونو راهیسې د پوهنې په برخه کې کار کوي او خلک هڅوي چې په خپلو اولادونو زده‌کړې وکړي.

نوموړي یو شمېر لیرې پرتو ولایتونو او ان ولسوالیو ته سفرونه او د هغه ښوونځیو لپاره‌يې د سیمې له خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې چې ودانۍ او زده‌کوونکي يې تدریسي کتابونه نه‌لري.

ښاغلي ویسا د خپل واده لګښت اسراء روزنتون ته چې شااوخوا څلور کاله وړاندې جوړ شوی او دا مهال په‌کې ۴۰ تنه یتیم ماشومان روزل کېږي، ورکړ.

د دغه روزنتون مشر مجیب‌الرحمن لحاظ د دغه اقدام په ستایلو سره له نورو افغانانو هم غوښتنه وکړه چې له بې‌وزلو سره مرستې وکړي.

دی وايي:

"د دغه‌راز کړنو ګټه به دا وي چې له لارې به‌يې موږ وکولای شو د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړو، هغه چې سبا هېواد ته سرخوږی جوړوي، په داسې کړنو سره به مو د دوی ژوند ښېرازه کړی وي او د هېواد راتلونکې ته به مو کار کړی وي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې یو افغان د واده لګښت بې‌وزله ماشومانو ته ورکوي، بلکې له دې وړاندې هم کابل کې ځینو کسانو ورته کار کړی وو.

دا په‌داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې یو شمېر کسان ودونه په ډېر لوړ شان او شوکت سره کوي چې حتی د واده لګښتونه‌یې ځیني وخت لکونه افغانیو ته رسېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG