د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

ځوانان: کندز کې بې ځایه سیالیو او لوړ ولور زیات شمېر ځوانان له واده محروم کړي


ارشیف، د واده موټر
ارشیف، د واده موټر

په کندز ولایت کې یو شمېر ځوانان او مدنې فعالان وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونۍ د ناوړو دودونو، زیات ولور او بې ځایه سیالیو له کبله له کلونو- کلونو راهیسې کوژدن پاتېږي او خپل ودونه نه شي کولی.

د دې ولایت یو اوسېدونکی ۳۵ کلن عبدالقدیر مایار وايي، څلور کاله وړاندې یې کوژده کړې، خو د لوړ ولور له کبله تراوسه نه دی توانېدلی چې خپله ناوې کور ته راولي.

دی وايي: "دوه- درې ځلي ایران ته لاړمه، بېرته یې له پولي راستون کړم، همدا سږ بیا ترکیې ته لاړم له ترکیې هم راستون کړم. د خسر کورنۍ مې پر ما ۶ لکه ولور ایښی، افغانستان کې کار نشته، د لوړ ولور پوره کول ډېر ستونزمن کار دی. زما هیله همدا ده چې باید ولور او د واده لګښت را ټیټ شي، څو ځوانان خپل هیلو ته ورسیږي."

د دغو ځوانانو په خبره، واده کول د هر انسان مدني او قانوني حق دی او د انسانانو له لپاره یو نېک تړون بلل کېږي.

اسما سروري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ټولنه او کورنیو کې د ناسم رواجونو حاکمیت د دې سبب شوی چې ډېرې ځوانان د خپل د واده د لګښت پوره کولو په خاطر په غیر قانونې توګه نورو هېوادونو ته مهاجرتونه وکړي او د لارې په اوږدو کې له ډول- ډول ستونزو سره مخامخ کېږي، یا وژل کېږي او یا هم نیول کېږي او بېرته خپل هېواد را استول کېږي. یقیناً چې لوړ ولور او په ودونو کې لوړ لګښت زیات شمېر هلکان او نجونۍ د واده کولو له حقه محروم کړي دي."

د یو شمېر مدنې فعالان په خبره، لوړ ولوراو د واده زیات لګښتونه د دې سبب کېږي چې باید کوژدن شوې ځوان نورو هېوادونو ته په مزدورۍ پسې ولاړ شي، څو د واده لګښتونه چمتو کړي، خو کله چې کوژدن ځوان بېرته راستون شي، ډېرو خواریو او مسافرۍ نيم خوړلې وي.

مدني فعال هدایت الله همدرد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "خلکو کې باید دا کلتور پېدا شي چې له درونو رسم او رواجوانو څخه لاس واخلي او دواړه جانبه که هلک دي او که لور ده خپل اولادونه وګڼې او ځوانانو لپاره د واده کولو ساده لاره او زمېنه برابره کړي. "

په کندز ولایت کې د ښځو چارو رئیسه ناهید اصفي وايي، دوی د رسنیو او بېلابېلو غونډو له لارې کورنیوته پوهاوې ورکړی چې له لوړ ولور او په ودونو کې د زیات لګښت څخه ډډه وکړي، خو په خبره یې چې لا هم دغه ستونزه نه ده هواره شوې.

په کندز ولایت کې د ښځو چارو رئیسه ناهید اصفي
په کندز ولایت کې د ښځو چارو رئیسه ناهید اصفي

اغلې اصفي زیاته کړه: "زه له ټولو کورنیو غواړم چې د لوړ ولور اخیستلو او په ودونو کې له بې ځایه سیالیو څخه ډډه وکړي، ځکه ځینې وخت د لوړ ولور اخیستل او په ودونو کې لوړ لګښت د دې سبب کېږي چې د دوو کورنیو ترمنځ تاوتریخوالی او کرکه رامنځته شي او بالاخره د زوم او ناوې ترمنځ د تفریق او طلاق خبره هم راپورته کېږي."

د معلوماتو له مخې اوس مهال په کندز کې له ولور سره د ودونو لګښت له ۶ لکه نیولی تر ۱۲ لکه افغانیو پورې رسېږي چې له همدې کبله زیات شمېر ځوانان نه شي کولی ودونه وکړي.

دوی وايي، باید دیني عالمان او ترڅنګ یې اړوند دولتي ادارې د دغو ناوړو دودونو او رواجونو د اصلاح له لپاره په جدیت سره کار وکړي، څو د زیات ولور اخېستلو او په ودونو کې د بې ځایه سیالیو مخه ونیول شي او د ځوانانو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG