د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د تنباکو نه کارولو نړيواله ورځ؛ حکیمي: د سګرېټ څکولو له امله مجلس کې خبرې نه شم کولی


ارشیف
ارشیف

نن د مې ۳۱مه د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د غړو هېوادونو له خوا د تنباکو او له امله یې د رامنځته شویو مړینو او ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لپاره نمانځل کېږي.

د کریم حکیمي په نوم کس چې د سګرېټ څکولو روږدی دی، وایي: "یو سګرېټ دوه، درې، ورو ورو اوس قطۍ قطۍ سګرېټ څکوم، بلکل مې عمل شوی، ځان ته په غوسه یم، چې دا څه کوم."

نوموړی وایي، سره له دې چې ډاکترانو ورته ویلي چې سګرېټو په څو ناروغیو اخته کړی دی، خو په خبره یې، بیا یې هم عمل ګرځېدلی او نه یې شي پرېښودلی.

حکیمي ازادي راډیو ته وویل: "اخلاقي زیان یې ماته دا رسولی دی چې په مجلس کې خبرې نه شم کوی ځکه له خولې مې د سګرېټو بوی ځي او غاښونه مې دود زېړ کړي، زما سږي یې خراب کړي. کله چې ورزش کوم منډه نه شم کوی، په لوړ ځای نه شم پورته کېدلی، د ځوانۍ رنګ یې راتور کړی، ډېر تاوان یې راته رسولی."

نن د مې ۳۱ د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ ده، دا ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د غړو هېوادونو له خوا د تنباکو او له امله یې د رامنځته شویو مړینو او ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لپاره نماځل کېږي.

په افغانستان کې عمومي ځایونو کې د دخانیاتو د مخنیوي قانون په ۱۳۹۲ شمسي کال کې توشېح شوی و او ویل شوي و هر هغه څوک چې له دې قانون څخه سرغړونه کوي ۳۰ افغانۍ نقدي جریمه کېږي.

هغه وخت د قانون پر بنسټ د سګرېټو د وارداتو په ګمرکي تعرفو کې هم پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی و.

خو بیا هم د پلازمېنې کابل او ولایتونو له دوکانونو سربېره د واټونو په سر په سلګونه د سګرېټو ګرځنده پلورنځي شته او په سګرېټو اخته کسان هم پرته له دې، چې نورو ته د لوګیو د زیان په اړه فکر وکړي، هر چېرې یې چې زړه یې وغواړي سګرېټ څکوي.

ډاکتران وايي، د تنباکو او په ځانګړې توګه د سګرېټو څکولو له امله ګڼې ناروغۍ پیدا کېږي.
ډاکتران وايي، د تنباکو او په ځانګړې توګه د سګرېټو څکولو له امله ګڼې ناروغۍ پیدا کېږي.

د داخلې برخې ډاکتر قدرت الله ازادي راډیو ته وویل، د تنباکو په دود کې څلور زره خطرناکې مادې موجودې دي.

نوموړی وایي: "د تنباکو د دود له څلور زره خطرناکې مادو څخه څلوېښت یې سرطان پیدا کوي، سګرېټ، قیلون، چلم، د سږو، رګونو او زړه د ناروغیو لامل کېږي. ماشومان هم د نورو د تنباکو د دود له وجې په مختلفو تنفسي امراضو اخته کېږي. په نویو زېږېدلو ماشومانو کې د یو دمي مړینې لامل هم کېږي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم دا ورځ 'موږ خوړوته اړتیا لرو نه تنباکو ته' تر شعار لاندې ونمانځله.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د عامې روغتیا د وزارت له لوري ځوانانو ته د تنباکو د زیان په اړه معلومات ورکړل شول."

خو زمان په دې اړه چې دا مهال په افغانستان کې څومره کسان له تنباکو استفاده کوي او دغه هېواد ته یې د وارداتو او یا صادراتو په اړه څه ونه ویل.

د خوړو نړیوال سازمان د تنباکو نه کارولو د نړیوالې ورځ د نمانځلو په مناسبت په یو ټوېټ کې ویلي، په داسې حال کې، چې په نړۍ کې له ۳۰۰ ميلیون څخه ډېر خلک خوراکي خوندیتوب نه لري، له ۱۲۰ څخه زیاتو هېوادونو کې له ۳ ميلیون هکتاره څخه ډېر ځمکه د وژونکي تنباکو د کښت لپاره کارول کېږي، حتا په هغو هېوادونو کې هم تنباکو ډېر کرل کېږي چې خلک د لوږې له امله مري.

د یادونې ده، چې د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د غړو هېوادونو له خوا د تنباکو او له امله یې د رامنځته شویو مړینو او ناروغیو په وړاندې د مبارزې لپاره په ۱۹۸۷م کال کې تصویب شوه، چې اوس هر کال د هېوادونو د عامې روغتیا د کارکوونکو له لوري نمانځل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG