د بلخ ولایت د مزارشريف ښار ځينې اوسېدونکي وايي، حضرت علي «رض» ته د منسوبې روضې شريفې ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوي او دوی يې د ړنګېدو په اړه اندېښمن دي.
د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکی نقيبالله وايي: "د جمهوریت په وخت کې یې کار جریان درلود، کله چې حکومت بدل شو، اوس څوک کار نهکوي."
نوموړی وايي، په مزارشريف کې د حضرت علي «رض» د روضې شريفې د ودانۍ د ځينو ويجاړو شويو برخو د بيارغونې چارې په ټپه ولاړې دي.
نوموړي په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت باید د روضې بیارغونې ته پاملرنه وکړي.
هغه وايي: "ځینو ځایونو کې تخریبونه شته، روضه مبارکه یو مقدس ځای دی، د لیدنې ځای دی، اوسمهال کار پرې نه کېږي. زه د مزارشریف د یوه اوسېدونکي په توګه د اسلامي امارت له حکومت هیله کوم چې په دې برخه کې کار وکړي، هغه ځایونه چې تخریب شوي هغه دې جور کړي، ځینې ځایونو کې چې کاشیانې لوېدلي هغې باندې دې هم کار وکړي."
د مزار شریف یو بل اوسېدونکی چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ورته اندېښنې لري.
نوموړی وايي: "د روضې شریف ځینې برخې دَرز شوي دي، کار یې هم اوس ولاړ دی، موږ غواړو دا بیا له سره جوړه کړي، ځکه هره ورځ یې درزونه ډېرېږي."
د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولانو نظر هم ولري، خو د دې ریاست د اطلاعاتو امر عطا محمد ساهو د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نهکړې.
خو د د روضې شریفې فرهنګي مسوول عتیق الله انصاري دا تاییدوي چې د روضې د ودانۍ د بيارغونې پروګرام د بودیجې د نه تخصيص له امله په ټپه درېدلی دی.
انصاري ازادي راډيو ته وویل: "د روضې مبارکې هېڅ ځای نهدی تخریب شوی، غیر له هغو ځایونه یې چې پخوا تخریب شوي وو، د بودیجې د کموالي له امله يې تر اوسه کارونه پاتې دي."
نوموړي زیاته کړه، هڅې روانې دي چې د روضې شریفې د بیارغونې چارې بېرته پیل شي.
مزارشریف ښار د نفوس او مساحت له مخې د افغانستان په شمال کې تر ټولو لوی ښار دی چې د دې ښار شهرت تر ډېره د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي «رض» ته منسوب دی.
هر کال په زرګونو مسلمانان مزار شریف ته د روضې شریفې د لیدو لپاره ورځي او د طالبانو له واکمنۍ مخکې به د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د جنډې پورته کولو تر ټولو لوی مراسم هم دلته تر سره کېدل، چې د جمهوري نظام لوړ پوړو دولتي چارواکو به هم پهکې ګډون کاوه، خو اوس دوه کاله کېږي چې دا مراسم نهدي ترسره شوي.