د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د سپېس ایکس کپسول له نړیوال فضايي سټېشن سره یوځای شو


د سپېس ایکس کپسول
د سپېس ایکس کپسول

د سپېس ایکس هغه کپسول چې لومړنۍ سعودي ستورمزلې هم په کې ده، نن له نړیوال فضايي سټېشن سره یوځای شو.

عودي ستورمزلې ریانه برناوي د جنګي الوتکو له روزل شوي سعودي پیلوټ علي القرني او دوو نورو ستورمزلو سره د مې په ۲۲مه دسپېس ایکس په یو کپسول کې نړیوال فضايي سټېشن ته ورسېده.

دا خصوصي فضايي ماموریت د اکسیوم سپېس شرکت له خوا چارتر شوی و.

ساینسپوهه ریانه برناوي لومړنۍ سعودي مېرمن شوه چې د ځمکې مدار ته سفر کوي.

ریانه برناوي
ریانه برناوي

د دې ماموریت مسوول قوماندان پیګي وایټسن وویل چې دا یو په زړه پورې سفر و. وایټسن چې پخوا یې د ناسا لپاره کار کاوه او مخکې له دې یې درې ځلې پر دې فضايي لاره سفر کړی زیاته کړه چې داځل له نړیوال فضايي سټېش آی ایس ایس سره د دوی یوځای کېدل هومره آسانه و، چې ده یې مخکې ساری نه و، لیدلی.

د دې ستورمزلو د ډلې څلورم غړی امریکایی سوداګر جان شافنر دی.

له نړیوال فضايي سټېشن سره د دې فضايي بېړۍ له یوځای کېدو دوه ساعته وروسته د تنظیم شوي پلان له مخې د نړیوال فضايي سټېشن دروازه خلاصېږي څو څلور واړه ستورمزلي هلته ننوځي.

اوسمهال په نړیوال فضايي سټېشن کې درې تنه امریکایان، درې تنه روسان او یو اماراتی ستورمزلي په کار بوخت دي، او د دوی په ورتګ سره به د ټولو شمېر یوولسو ته ورسېږي.

دا کپسول د سپېس ایکس شرکت له خوا د یکشنبې په ورځ د امریکا له فلوريډا ایالت څخه وتوغول شو او په شپاړسو ساعتونو کې یې له مځکې پاس شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره مزل وواهه.

دا فضا ته د سېس ایکس دویم پوره خصوصي ماموریت دی او لومړی ماموریت یې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې و.

ریانه برناوي او د هغې ملګري ستورمزلي به د لسو ورځو لپاره په فضا کې پاتې شي او شاوخوا شل تمرینونه به وکړي.

XS
SM
MD
LG