د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

ناسا د یوه څېړنیز ماموریت لپاره فضا ته څلور ستورمزلي استوي


ناسا د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۲ کال کې په یوه تاریخي ماموریت کې د اپولو بېړۍ په ذریعه سپوږمۍ ته انسانان استولي وو.
ناسا د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۲ کال کې په یوه تاریخي ماموریت کې د اپولو بېړۍ په ذریعه سپوږمۍ ته انسانان استولي وو.

د امریکا د فضایي څېړنو اداره یا ناسا نن د هغو څلورو ستورمزلو نومونه اعلانوي چې راتلونکې کال به د سپوږمۍ اړوند یوه څېړنیز ماموریت لپاره په یوه فضایي بېړۍ کې فضا ته واستول شي.

د ارټیمیس دوه په نوم دغه فضایي ماموریت کې به څلور ستورمزلي د راتلونکې ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د سپوږمۍ پر لور فضاته واستول شي.

دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ پر سطحه نه راکوزېږي بلکې بېړۍ به یې په مدار کې چورلي.

ارټیمیس د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې، ناسا د هغه پروګرام یوه برخه ده چې غواړي په ۲۰۲۵ کال کې سپوږمې ته ستورمزلي واستوي.

ناسا د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۲ کال کې په یوه تاریخي ماموریت کې د اپولو بېړۍ په ذریعه سپوږمۍ ته انسانان استولي وو.

ویل شوي چې دغه څلور ستورمزلي به چې د ارټیمیس دوه ماموریت کې فضا ته استول کېږي، درې یې امریکایان او یو یې کاناډایي وي.

د لومړي ځل لپاره یوه ښځه هم په دغه ماموریت کې شامله ده.

ناسا هیله منه ده چې د سپوږمۍ پر سطحه د انسانانو د دایمي حضور لپاره امکانات برابر او بلاخره له هغه ځایه د مریخ پر لور سفر پیل کړي.

د ناسا د اداري چارو مشر بیل نیلسن روانه اونۍ په یوه غونډه کې وویل چې دې هیله من دی چې تر۲۰۴۰ کال پورې په یوه ماموریت کې انسان مریخ ته واستوي.

په دغه د ارټیمیس دوه په لس ورځني ماموریت کې د ناسا د نوي ځواکمن فضایي سیسټم د راکټ د ازمویلو ترڅنګ د اورین فضایي بېړۍ دننه د ژوند د ملاتړ سیسټمونه هم آزمویل شي.

د ارټیمیس لومړنی ماموریت په تیره ډسمبر میاشت کې ترسره شو او بې ستورمزلي فضایي بېړۍ اورین یې د سپوږمۍ پر مدار له ۲۵ ورځو څرخېدو وروسته بېرته په مصئون ډول ځمکې ته راستنه شوه.

د سپوږمۍ پر شاوخوا څرخېدو او بېرته ځمکې ته په راستنېدو اورین بېړۍ یو میلیون ۶ لکه کیلومتره واټن وهلی و چې دا د ځمکۍ له کرې، له هرې هغې فضایي بېړۍ چې تر اوسه فضا ته استول شوې او د انسانانو د اوسېدو وړتیا یې درلودلې، تر ټولو لیرې واټن دی چې دغې فضایي بېړۍ وهلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG