خبرونه
څلور ستورمزلي له نړيوال فضايي تمځای بېرته ځمکې ته روان دي
دوه امریکايي، یو روسی او یو جاپانی ستورمزلي په فضا کې د شپږو میاشتو له تېرولو وروسته پرون له نړیوال فضايي تمځي بېرته ځمکې ته روان شول.
د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وايي، دغه ستورمزلي نن یکشنبه ناوخته د فلوریډا ایالت په سواحلو کې ځمکې ته رسېږي.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې، ځمکې ته د دغو ستورمزلو ستنېدل د هوا د خرابوالي له کبله څو وارې وځنډېدل.
پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته دغه ستورمزلي په تېره اکتوبر میاشت کې د ناسا او د روسیې د یوه شرکت لهخوا د امریکا له خاورې فضا ته ولېږل شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی او تمه ده هلته له لوړپوړو پاکستان چارواکو سره وګوري.
ښاغلی ګوتیریش داسې وخت پاکستان ته تللی چې دا هېواد له یو لړ سیاسي او ټولنیزو فشارونو سره مخ دی.
د پخواني بندي صدراعظم عمران خان لسګونه زرګونه پلویانو مظاهره پیل کړي او اسلام اباد ته روان دي.
اخوا بیا پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه کړې او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو پرلپسې غوښتنې له پامه غورځولي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۶۶ زره افغانان له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د نیولو د حکمونو اعلان غبرګونونه پارولي
د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو د نیولو د حکمونو اعلان بېلابیل غبرګونونه پارولي دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې پرون د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د نیولو حکمونه علني کړل.
د محکمې په اعلامیه کې یاده شوې چې په دوی سربېره د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه تېر کال علني شوي وو.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دا یو «ډېر مهم» ګام بللی او ویلي یې دي نه یواځې د نیولو د نویو حکمونه صادرول مهمه دي بلکې د "جنسیت پر بنسټ د ځورونې" د مسلې تحلیل او د طالبانو له تګلارو او کړنو سره د هغې پرتله کول هم خورا اهمیت لري.
یو شمېر افغان فعالانو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو هم د جرمونو نړیوالې محکمې دا اقدام ستایلی.
خو د طالبانو حکومت دا پریکړه غندلې ده.
د دوی ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې تر عنوان لاندې هېڅ کومه محکمه په رسمیت نهپېژني او دریځ تهیې هم کوم ارزښت قایل نهدی. "
د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي چې د طالبانو دغو څلورو لوړپوړو چارواکو چې د نیولو حکمونه یې ورکړل شوي د جنسیت او سیاسي نظر پر بنسټ د خلکو په ځورونه او تبعیض کې رول درلود یا یې د دغه ډول چلند امر کړی دی.
د امریکا ولسمشر د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنل سه شنبه وختي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پخواني امریکایي پوځي ندال حسن په ۲۰۰۹ کال کې د ټکزاس په فورټ هوډ کې دیارلس پوځیان په ډزو ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.
پرنیل وویل چې د امریکا د دفاع وزیر (جګړې وزیر) پيټ هګسټ په وړاندیز ولسمشر ټرمپ د ندال د اعدام لپاره د ډزو ډلګیو د کارونې امر ورکړ.
د امریکا دفاع وزیر به د ندال حسن د اعدام وخت او ځای ټاکي.
د راپورونو له مخې ندال حسن په عراق او افغانستان د امریکا د بریدونو مخالفه و او د شان پرنیل په خبره د ۱۳ امریکایي پوځیانو د وژنې پر وخت یې د «الله اکبر» نارې وهلې.
په امریکا کې وروستۍ څو لسیزې د ډزو د ډلګیو په وسیله اعدامونه ډېره مخینه نه لري.
د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی، بنون سیوان ومړ
د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی ځانګړی استازی، بنون سیوان په ۸۸ کلنۍ کې ومړ.
د قبرس رسنیو راپور ورکړی چې سیوان د اکتوبر په ۵مه، د دوشنبې په ورځ، د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې وفات شوی دی.
په ۱۹۸۸ کال کې، دغه قبرسي ډیپلوماټ د افغانستان د بحران د حل په بهیر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د دفتر د رییس او لوړ پوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو، او په ۱۹۹۰ کال کې یې د افغانستان په اړه د جنیوا د هوکړه لیکونو د پلي کېدو د څارنې مسؤلیت پر غاړه درلود.
په ۱۹۹۱ کال کې، سیوان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د عمومي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شو.
هغه په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال، له افغانستان څخه د پخواني شوروي د ځواکونو پر وتلو، د جنیوا د هوکړه لیکونو پر پلي کېدو او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ډپلوماټیکو هڅو کې ښکېل و.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ مأموریت وغځول شو
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۱۳مه» په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې له مخې بهیې د ریچارډ بنېټ مأموریت دوام وکړي.
دغه پرېکړهلیک په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ مأموریت د یوه بل کال لپاره غځوي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې او راپور ورکولو پر دوام ټینګار کوي.
د پرېکړهلیک له مخې، ځانګړی راپور ورکوونکی به د قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو د وضعیت په ګډون، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو شورا او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته راپور وړاندې کوي.
پرېکړهلیک د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له نورو اړوندو ادارو څخه هم غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور چمتو کړي.
همداراز په پرېکړهلیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې او مستندسازۍ د فعالیتونو د دوام لپاره د لا ډېرو سرچینو او ملاتړ پر برابرولو ټینګار شوی دی.
د ښوونکي ورځ؛ م. م یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، هیله لري چې په افغانستان کې ښځې وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، د راتلونکو ښوونکو په توګه وروزل شي او د ځوانو نجونو د پوهې او مهارتونو په وده کې ونډه واخلي.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکسپاڼه دا خبره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو او تحصیلاتو څخه منع شوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو څخه بېبرخې شوې دي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې له بنګلهدېش سره ټېسټ لوبې لپاره تمرینات پیل کړل
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې غړو د دغې لوبې لپاره چمتووالی پیل کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ له بنګلهدېش سره مخامخ شي.
په همدې حال کې، د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله هم له بنګلهدېش او عمان سره د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره ځان تیاروي.
ټاکل شوې دغه لوبډله د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته ولاړه شي او د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې پورې به له بنګلهدېش سره پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
افغان ځوانان به د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه له عمان سره دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په هدف ترسره کېږي چې ټاکل شوې د نومبر میاشتې په لومړیو کې په عمان کې پیل شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د دوو نورو چارواکو د نیولو حکمونه اعلان کړل
د جرمونو نړیوالې محکمې (ایسيسي) د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۱۳مه» په یوه اعلامیه کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر حبیبالله اغا د نیولو حکمونه له محرميت څخه وایستل او علني یې کړل.
یادې محکمې تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د هغوی د قاضیالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم علني کړي و.
د طالبانو حکومت په غبرګون کې د جرمونو د نړیوالې محکمې دغه پرېکړه غندلې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې وايي "افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې تر عنوان لاندې هېڅ کومه محکمه په رسمیت نهپېژني او دریځ تهیې هم کوم ارزښت قایل نهدی”.
د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، شواهد ښيي چې دغو کسانو د جنسیت او سیاسي نظر پر بنسټ د خلکو په ځورونه او تبعیض کې رول درلود یا یې د دغه ډول چلند امر کړی دی.
د محکمې په وینا، دغه تورونه د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر وړاندې د طالبانو له چلند سره تړاو لري چې د جنسیت او جنسیتي هویت په اړه د دې ډلې له سیاستونو سره موافق نهدي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم له مخې، د ښځو او نجونو پر وړاندې دغه سیاستونه او محدودیتونه په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې یې دوام کړی دی.
یادې محکمې همداراز ویلي چې طالبانو د بېلابېلو فرمانونو او محدودیتونو له لارې ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو، لکه زدهکړې، د تګ راتګ ازادۍ، د بیان ازادۍ، شخصي حریم او کورني ژوند څخه محرومې کړې دي.
د محکمې په وینا، هغه کسان چې د ښځو او نجونو له حقونو یې دفاع کوله، هم د سیاسي مخالفانو په توګه په نښه شوي دي.
متقي وايي د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي
نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان، کوربه روسیې، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو ډپلوماټانو برخه اخیستې وه.
روسي چارواکو مخکې ویلي و چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د هواري لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د پوځي اقداماتو او تورونو پر ځای د خبرو له لارې حل شي.
د عمران خان پلویانو د اسلام اباد په لور لاریون پیل کړ
د عمران خان زرګونه پلویانو د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په لور خپل لاریون پیل کړ.
د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان له ۲۰۲۳ کاله بندي دی.
د خان پلویانو له یکشنبې خپل لاریون پیل کړی او وایي د خپل رهبر خلاصون غواړي.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د خبرو لپاره پېښور ته تللی و د جوړجاړي د هڅو تر ناکامېدو وروسته ویلي چې لاریونوال اسلام اباد ته نه پرېښودل کېږي.
دوه کاله مخکې هم د تحریک انصاف ګوند له خوا پراخې مظاهرې له حکومتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي واوښتې.