د معتادینو کورنۍ د دوی په کړنو شرمېږي، له همدې امله د خپلوانو او ګاونډیانو په غم او ښادیو کې چندان ګډون نه کوي.
د کابل ښار اوسېدونکې خدیجه د خپل معتاد ګاونډي کیسه کوي چې تر نشې مخکې یې سوداګري کوله، پرېمانه پیسې یې درلودې او ښځه یې د ګاونډیانو تر نورو ښځو د غم او ښادۍ په مراسمو کې مخکې وه، خو اوس د نشه يي مېړه له شرمه له ګاونډیانو څخه ګوښه ګرځي او د چا کره نه ورځي.
دا چې د معتاد کورنۍ نور له څه ډول ستونزو سره مخ ده، دا به د خدیجې له خولې واورئ.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: