د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۰

د طالبانو بهر مېشتو مخالفانو ته د 'سعيد خوستي' د مرګ ګواښونو غبرګونونه پارولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند سعید خوستی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند سعید خوستی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند وروستیو څرګندونو ته د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کارونکو غبرګونونه ښودلي.

له هغې وروسته چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي د سې‌شنبې په ورځ په خپل ټویټر هغه کسانو ته چې په بهر کې د دوی د نظام 'د 'طالبانو حکومت' پر ضد خبرې کوي، د مرک ګواښ وکړ د نوموړي دغه خبرو د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کارونکي سخت غصه کړل.

ځینو ادعا کړې چې دا د طالبانو عمومي ذهنیت دی.

د افغانستان د تېر نظام د امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ ادعا کوي چې دا د طالبانو تګلاره ده.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دا یوازې د یوه ویاند یا قاري خوستي او یا هم د یوه طالب خبره نه‌ده، بلکې دا په مجموع کې د طالبانو د رژیم تګلاره ده او دا د هغوی ټول عام ذهنیت دی. طالبان په نه زغم باندې مشهور دي. طالبان په کنځلو، ټاپو او ګواښلو باندې مشهور دي. دوی په ټوله کې زغم نه‌لري او دا هرڅه له نه زغم راپېښېږي."

د طالبانو د دغه پخواني ویاند خبرو ته یو بل منتقد قاري عیسی محمدي هم غبرګون ښودلی.

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د روغې جوړې په نوم څه نه پېژني او په ټکو یې د خوستي وروستۍ څرګندونې یې یوه بېلګه ده.

محمدي وویل: "دا د دوی عمومي ذهنیت ده. که دوی په ممبر او محراب کې هم ولاړ وي همداسې الفاظ کاروي او که په رسنیو کې هم راڅرګندېږي همداسې الفاظ به وايي. په دغه ډول الفاظو سره نه هېواد خپلېږي، نه هم خلک په دوی باور کولای شي."

خو دغه ټولو غبرګونونو ته په ځواب کې بیا سعید خوستي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا د هغه خپل شخصي نظر یاد کړی او ویلي يې دي چې دا د طالبانو د حکومت نظر نه‌دی.

نوموړي وويل: "د افغانستان نه تښتېدلي جنرالان هېواد ته ګواښونه کوي هغه هېڅ خبره نه‌ده، خو چې موږ دوی ته یو تهدید او ګواښ وکړ چیغې یې ووتلې. بله مهمه خبره دا ده چې دا زما خپل شخصي نظر دی دا د اسلامي امارت نظر نه‌دی. اسلامي امارت خپل ځان ته ویاندویان لري او د پالیسې له مخې خپل رسمي چینلونه لري."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا د سعید خوستي خپل شخصي نظر دی او اوس د طالبانو په حکومت کې کوم رسمي موقف نه‌لري.

دا غبرګونونه او اندېښنې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت په وار وار هغه کسان نیولي او بندیان کړي یې دي چې د دوی په حکومت یې نیوکه کړې او کړنې یې نقد کړې دي، له دوی یو شمېر لا هم د طالبانو په بند کې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG