د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

په هرات او ننګرهار کې د ترافيکي پېښو له کبله یو کس مړ او ۳۲۵ نور ټپیان شوي


د ترافيکي پېښې يو انځور، ارشيف
د ترافيکي پېښې يو انځور، ارشيف

په ځینو مناسبتي ورځو، په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

د سیمه‌ییزو سرچینو د راپور پر بنسټ، یوازې په هرات ولایت کې د اختر له لومړۍ ورځې تر اوسه د ترافیکي پېښو پر مهال ۲۰۳ تنه ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د حوزوي روغتون سر طبیب، محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په ورځو کې د ټرافیکو پېښو ۲۰۳ تنه ټپیان د هرات ولایت حوزوي روغتون ته راوړل شوي، چې د ۳۴ ماشومانو په ګډون، ۳۶ هغه یې ښځې او پاتې یې نارینه وو."

هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ، ۱۶۹ نور هغه کسان چې د کورني تاوتریخوالي او له لوړو ځایونو څخه د راغورځېدو له امله ټپیان شوي وو، دغه روغتون ته ور وړل شوي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي د ویاند د دفتر له لوري خپرې شوې شمېرې هم ښيي چې د اختر په درې ورځو کې د ترافیکي پېښو ۱۲۲ ټپیان د دغه ولایت ولایتي روغتون ته ور وړل شوي او په يادو پېښو کې یو تن مړ شوی هم دی.

که څه هم و نه توانېدو چې د طالبانو د مرکزي حکومت له چارواکو رسمي شمېرې ترلاسه کړو، خو د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په ټوله کې د اختر په ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله ۲۳ کسان مړه او ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اختر په ورځو کې افغانستان کې د ترافيکي پېښو کچه لوړيږي چې لامل يې د عمومي لارو خرابوالی او تېزه موټرچلونه ده.
د اختر په ورځو کې افغانستان کې د ترافيکي پېښو کچه لوړيږي چې لامل يې د عمومي لارو خرابوالی او تېزه موټرچلونه ده.

د دې راپورونو پر بنسټ، په دې پېښو کې شپږ تنه په پروان، څلور تنه په کابل، څلور تنه په فاریاب او یو تن هم په ننګرهار کې مړه شوي دي.

د دغو ترافیکو پېښو د یوه قرباني ورور رامین ازادي راډیو ته وویل، د ورور د سپرلۍ موټر سایکل یې له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی او پښه یې خوږه شوې.

نوموړي وويل: "موږ مېلې ته تلو او ورور مې زموږ مخته پر موټرسایکل روان و، په همدې شېبه کې بار وړونکی موټر مو مخته راغی او زما له ورور سره یې ټکر وکړ. د خدای شکر دی چې ورور مې ډېر ژوبل نه‌شو، یوازې یې پښې او لږ یې هم سر ژوبل شو."

ورور مې ډېر ژوبل نه‌شو، یوازې یې پښې او لږ یې هم سر ژوبل شو."

د هرات اوسېدونکی عبدالله له خلکو غواړي چې د موټر چلولو پر مهال احتیاط وکړي او له کورنیو غواړي چې خپل موټر د بې احتیاطه ځوانانو په واک کې ورنه‌کړي.

عبدالله وايي: "هغه ځوانان چې خپل قانوني سن ته نه وي رسېدلي، نو باید موټر ورنه‌کړل شي او دا طبیعي مسله ده، هغه چا چې قانوني سن نه وي پوره کړی نو سمه موټرواني هم نه‌شي کولای او پېښه رامنځته کېږي."

د افغانستان د لویو ښارونو اوسېدونکي د سړکونو ناسم وضعیت، د موټر چلونکو بې احتیاطي او د خوندیتابه مواردو ته نه پاملرنه هغه موارد بولي چې تر ډېره د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG