د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د موټرچلونې پرمهال د موبایل نه کارول مو ژوند ژغورلی شي


د موټرچلونې پرمهال محافظتي پټۍ یا (ايميني) کمربند تړئ؟

کوم موټروان یا ډرایور چې د موټروانۍ په وخت موبایل کاروي له څه وړ خطر سره مخ کېدلی شي؟ په دې اړه کافي څه په ننۍ تاندې څانګې کې شته.

د محافظتي کمربند د تړلو ګټې:

په افغانستان کې د موټرچلونې قانوني لیسنس هغه وخت یو چا ته ورکول کیږي چې ترافيکي قوانين زده کړي او له ازموينې بریالی راووځي. په کابل کې د ترافیکو مدیریت ته ګڼ ځوانان د موټرچلونې د لیسنس اخیستلو لپاره ورځي او څو ورځې د ترافيکي قوانينو په درسي ټولګي کې ګډون کوي، چېرې چې دوی ته سپين ږیرو، سپين سرو او ماشومانو سره د مرستې کولو په څېر د اخلاقي نصيحتونو تر څنګ دا لارښوونې هم کیږي چې که ترافيکي قوانین پر ځان عملي کړئ نو هم به ځان وژغورئ او هم نور... په کومه ورځ چې زه دې ادارې ته په مرکه پسې ورغلم نو د کابل د ترافیکو مدیر مل پاسوال اسدالله ناستو کسانو ته د موټرچلونې پرمهال د محافظتي کمر بند د تړلو او د موبایل د نه کارولو د ګټو په اړه خبرې کولې.

خو څه وايي چې: یار له کوڅې تېر کړه، رنګ يې هېر کړه...

ځينې ښايي دا خبرې داسې اوري چې په یوه غوږ یې واوره او په بل يې بېرته وباسه. ځکه خو اکثره موټرچلوونکي لیدل کیږي چې د موټرچلونې پر مهال يې موبایل غوږ ته نیولی او محافظتي کمر بند یې هم نه وي تړلی.

حبیب الله هغه ځوان دی چې یو ځل يې د همدې کمربند د نه تړلو له کبله ډير ضرر لیدلی خو بیا هم د محافظتي کمربند په تړلو شرميږي، ولې؟ ځکه چې د ده په وینا که کله هم کمربند وتړي نو ځینې خلک يې ځوروي او ورته وايي چې دا خو څه جرمني یا کوم بل اروپايي هيواد نه دی چې کمربند دې تړلی.حبیب الله همدا راز وايي چې دلته اکثره موټرچلوونکي په مخکې سيټ کې دوه کسه کینوي نو هغوی به څنګه په یوه پټۍ ځان وتړي؟

یوځوان محمدمصطفی وايي چې د موټرچلولو پر مهال کمربند نه تړي او نه یې تر اوسه پرته له څو خاصو کسانو، څوک ندي لیدلي چې کمربند دې يې تړلی وي.

یوبل ځوان ابراهیم وايي چې کله کله يې تړم خو اکثره يې نه تړم خو د پغمان اوسيدونکی محمدصابر بیا وايي چې زه تل کمربند تړم.

ولي الله د کاپيسا دی، چې له خپلې وظیفې اوزګار شي نو ټیکسي چلوي. دی وايي چې زه خپلو سورلیو ته هم وایم چې کمربند وتړي او څوک چې ترافيکي قوانین نه مراعتوي جګرخونه کیږم. خو دی فکر کوي چې د موټرچلونې پر مهال کمربند یوازې په لرې سفر کې باید وتړل شي.

خو ولي الله خان ته باید وویل شي، چې د ترافيکي قوانینو له مخې د موټر له چلانولو وروسته او حتی د ګير تربدلولو یا له حرکت کولو څخه مخکې باید کمربند وتړل شي.

ښه نو، اوس راځئ د پکتیا اوسيدونکي مصطفی او د خوست ولایت له ابراهیمه د دوی د سترګو حال واپوښتو، چې چا د موټرچلولو په وخت ایميني یا محافظتي کمربند نه و تړلی او له څه وړ مشکل سره مخ شول:

(( مصطفی: زموږ کلیوال و او یوه واده ته روان وو، کمربندونه يې نه وو تړلي، موټر يې له ونې سره ټکر کړی و او د یوه مرۍ ښېښې داسې پرې کړې وه چې څو میاشتې په روغتون کې بستر و او خبرې يې نشوې کولی.

ابراهیم: زموږ په کلي کې یو موټر ټکر شوی و نو د یوه هلک سر له مخکې ښېښې سره لګېدلی و، سخت ټپي شوی او (کوما) ته تللی و.))

د کابل د ترافیکو مدیر مل پاسوال اسدالله ګیله من دی او وايي چې دوی د ترافيکي قوانينو په درسي ټولګیو کې ځوانان د محافظتي کمربند د تړلو په ګټو پوهوي خو په واټونو کې همدغه روزل شوي ډرایوران بیا هم دغه قانون پر ځان نه عملي کوي او یا یوازې هغه وخت کمربند تړي چې ترافيک وویني. دی وايي چې په ترافيکي پيښو کې د تلفاتو د ډيروالي یو لوی علت د دغو کمربندونو نه تړل دي.

ښاغلی اسدالله د موټروانۍ پر مهال د محافظتي کمربند یا پټۍ د تړلو ګټې راښيي او وايي چې که چا د موټرچلونې په وخت کمربند تړلی وي او موټر يې ټکر شي نو هغه ضربه دی له ښېښې بهر ویستو ته نه پرېږدي او تر یو حده يې ژوند ژغورلی شي خو که چا نه وي تړلی او موټر يې ټکر شي نو سړی له موټر بهر شړل کیږي چې ښايي هغه پېښه يې په مرګ تمامه شي.

د موټرچلونې پر مهال د موبایل کارولو ضررونه:

د کابل د ترافيکو مدیریت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې پخوا هر کال له پنځو تر شپږو زرو ترافيکي پېښې کېدې، چې په دې وروستيو کلونو کې د دغو پېښو کچه نږدې زرو ته راټيټه شوې او څرګنده شوې چې اکثره پېښې د موټروانۍ پر مهال د موبایل له کارولو څخه رامنځ ته کیږي.

په ترافيکي قوانينو کې د موټرچلولو پر مهال د موبایل استعمال هم منع شوی خو په چا يې منې؟

مطیع الله هغه ځوان دی چې دموټروانۍ پر مهال موبایل کاروي، دی د ځینو نورو موټرچلوونکو په اړه هم وايي چې د ډرایورۍ په وخت موبایل استعمالوي او تر ځان شاته موټرونو ته مزاحمت کوي، چې د بيروبار هم کیږي.

د پغمان اوسېدونکي محمدافضل ته به غوږ شو چې یو خوا په موبایل مصروف شو او بل خوا يې فکر د موټر ټېپ ته شو، بیا نو څه وشول؟ د موټر بريک يې کار ونه کړ او نږدې و چې يو بایسکل چلوونکی ووژني. دی وايي چې د موټرچلولو په وخت کې د موبایل استعمال د سړي فکر بلې خوا ته کوي او حادثه ترې کیږي.

وايي، زړې په څه هوښیاره يې؟... ویل يې، راباندې تېرې دي.

که له یوې بدې تجربې سړی عقل زده کړي نو دا هم هوښیاري ده، حبيب الله له يوې وړې حادثې قيمتي درس اخیستی، په موبایل مصروف شو او موټر يې له یوه بل موټر سره ولګېد، چې مالي زیان يې ولید. خو تر هغې پېښه راپديخوا اوس د موټرچلونې پر مهال موبایل نه کاروي او که زنګ ورته راځي نو یو څنګ ته او یا په یوه خوندي ځای کې موټر دروي او خبرې کوي.

ځيني کسان فکر کوي چې د ډرایورۍ په وخت په ګوشکي کې موبایل استعمالولی شي، ځکه چې لاسونه به یې مصروف نه وي خو د کابل د ترافيکو مدیر مل پاسوال اسدالله دا خبره ردوي او وايي چې د موټروانۍ پرمهال د موبایل کارول بيخي منع دي، ځکه چې ښايي څوک په موبایل یو بد او یا داسې خبر درکړي چې ستا فکر خراب کړي او له کبله يې ته خپل فکري توازن له لاسه ورکړې او حادثه وکړې. ښاغلی اسدالله وايي چې که چا ته زنګ راځي نو د موټر ښۍ غاړې ته دې د اشارې په روښانولو سره دريږي او خپل مشکل دې حلوي.

که څوک د موټروانۍ په وخت موبایل کاروي او یا محافظتي کمربند نه تړي، له پنځه سوو نیولې تر درو زرو افغانیو پورې يې یو ترافیک ځای په ځای جریمه کولی شي. دا خبره هم ښاغلی اسدالله کوي او موږ تاسې ټولو ته یو پيغام هم لري چې که غواړو خپل او د نورو ژوند وژغورو نو باید ترافيکي قوانين مراعات کړو.

دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ:

http://www.facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:

http://www.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG