افغانستان
ترافيکي پېښې؛ ارزګان او هلمند کې ۱۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
ارزګان او هلمند کې جلا جلا ترافيکي پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ارزګان د ولايتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال نن پنج شنبه ازادي راډيو وويل، چې دغه پېښې د اختر په دريو ورځو کې رامنځته شوي دي.
هغه وايي، د شاخوا ۲۰ تنو ټپیانو روغتیايي حالات نازک و، چې درملنې په موخه کندهار ته لېږدول شوي دي.
هغه وايي: "د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د اختر په شپو او ورځو کې ۱۰۱ کسان چې په ترافيکي پېښو کې زيانمن شوي وو راوړل شوي دي چې له جملې څخه يې يوه خپله ژوند د لاسه ورکړى دی او له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې کندهار ولايت ته انتقال شوي دي. د دغو ترافيکي لامل بې احتياطي او د خلکو ګڼه ګوڼه وه."
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کامران اخنذاده ازادي راډيو د ولایتي روغتون دغه خبري ردوي چې ګڼې د ترافیکي پېښو له امله ۱۰۱ کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې وي.
هغه وویل، د تېرو څلور ورځو پرمهال یوازې یو کس د ترافیکي پېښې له امله مړ شوى او څلور نور ټپیان دي.
بلخوا د هلمند ولایت کې هم د ترافيکي پېښو له امله په جلاجلا پېښو ۴۰ کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې ده.
باختر دولتي خبري اژانس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز، مارجې، نادعلي، باباجي، ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې په جلا ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ نور ټيیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار سیمهییز روغتون هم خبر ورکړی و، چې د اختر شپو او ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۲ کسان د ترافیکي پېښو له امله ټپیان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د چین ایم سي سي شرکت د عینک د لرغونو اثارو د خوندي کولو طرحه چمتو کړې
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د چین ایم سي سي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.
د چین ایم سي سي شرکت په ۱۳۸۷ لمریز کال د افغانستان د هماغه مهال له حکومت سره د عینک د مسو کان د استخراج موافقه لاسلیک کړه خو تراوسه پورې یې په دې کان کې نه یوازې کار نه دی پیل کړی بلکې له هغو شرطونو په شا شوی چې د موافقې په لاسلیک کې یې منلي وو.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چینايي شرکت مسوولانو ژمنه وکړه چې د لرغونو اثارو په اړه به د خپلو څېړنو نتیجې له دې وزارت سره شریکې کړي.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې په بدخشان کې خلکو شکایت کړی چې چینايي لوري د موافقې خلاف د سروزرو د کان په استخراج کې د افغانانو پر ځای ټول ساده او تخصصي کارونه چینايي اتباعو ته سپارلي دي.
د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.
جاپان د زیانګالو افغانانو د ملاتړ لپاره ۳ میلیون ډالره نوره مرسته اعلان کړه
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان د زیانګالو قشرونو د ملاتړ لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د دې ادارې د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، دا مالي مرسته به د افغانستان د بشري وضعیت ښهوالي او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتولو په هدف ولګول شي.
ویل شوي چې دا پروژه به په ځانګړي ډول د میندو، نوزېږو، ماشومانو او ځوانانو لپاره روغتیايي خدمتونه پیاوړي کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې مرستې یوه برخه به د هغو کورنیو او کسانو د روحي ـ ټولنیز ملاتړ د برابرولو لپاره وکارول شي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي، په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو او محرومو سیمو کې.
د تېرې لیندۍ یا قوس د میاشتې په وروستیو کې هم جاپان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د بشري مرستو په برخه کې ۱۹.۵ میلیون امریکايي ډالر تصویب کړي دي.
د یاد بیان له مخې، له دې تازه مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، یعنې له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان ټولې مرستې تر ۵۴۹ میلیون ډالرو واوړي.
افغانستان سږ کال په ځانګړي ډول د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله له لا سخت وضعیت سره مخامخ دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړی محمد حامد میوند وفات شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر او د تدریساتو د برخې مسوول محمد حامد میوند د پنجشنبه په ورځ په کابل کې ومړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې محمد حامد میوند کلونه کلونه د افغانستان د فوټبال د روزونکو او حکمانو په روزونه کې مهمه ونډه لرله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د محمد حامد میوند د مړینې علت نه دی څرګند کړی، خو یوشمیر کورنیو رسنیو لکه طلوع نیوز یوازې دومره ویلي دي چې نوموړي په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هرات کې د نژدې څلور میلیارډه افغانۍ په ارزښت پروژې پرانیستل شوې
په هرات کې د بریښنا د لیږد او ویش څلور پروژې پيل او پنځه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پرروژې چې نژدې څلور میلیارډه افغانۍ لګښت لري، پرون پرانیستې.
د پرانیستو په غونډه کې ښاغلي برادر وویل چې د دې ټولو پروژو له بشپړیدو سره به د هرات صنعتي پارکونو او صنعت کارانو ته څلرویشت ساعته بریښنا چمتو شي.
افغانستان خپله لویه برخه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او په ژمي کې چې د بریښنا لګښت ډیریږي د کابل په شمول په لویو ښارونو کې د بریښنا پارچوي زیاتیږي.
د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي
ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي.
دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي.
د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.
د دغو دریو هیوادونو تر منځ دا لوبې له نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره روانې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جنوري میاشتې په نیمایي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.
هه نګاو: ایران سږ کال ۶۵ افغانان اعدام کړي
ایران د نذیر په نوم یو افغان اعدام کړ. د بشري حقونو سازمان ( هه نګاو) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوه افغان په ګډون د ایران په څو زندانونو کې دولس بندیان اعدام شول.
د بشري حقونو موسسې له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د اعدام پر سزاګانو نیوکې کوي او وایي چې نه محکمې عادلانه دي او نه هم شفافې.
د هه نګاو د راپور له مخې د کال له پیله تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه یو زر دوه تنه اعدام شوې دي چې پنځه شپیته یې افغانان دي.
اسراییل په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وژلی
اسراییل وایي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو مهم غړی یې په لبنان کې وژلی دی.
د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې حسین محمود مرشد الجوهري د استخباراتو او داخلي امنیت د ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د لبنان په نصریه سیمه کې ووژل شو.
د اسراییل د پوځ په وینا الجوهري له سوریې او لبنان څخه د اسراییل پرضد پلانونه جوړل.
ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
د تاجکستان او افغانستان پر پوله نښته شوې
د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن وویل چې د افغانستان له سرحد سره یې د یوې نښتې پرمهال دوه افسران وژل شوې دي.
د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې راغلې دي چې دا پيښه د چهارشنبې په ماسپښن د شمس الدین شاهین په ولسوالي کې رامنځته شوه.
تاجک چارواکي وایي، په دې نښته کې درې برید کوونکي هم وژل شوې دي او درې ماشیندار، درې ټوپک، لس لاسي بمونه، د شپې لیدو لپاره یوه دستګاه او یوشمیر مهمات له برید کوونکو څخه نیول شوې دي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان طالبان تورن کړل چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې خپلې ژمنې نه دې ترسره کړي.
د افغانستان او زیمبابوې تر ۱۹ کلنو د لږه عمره کرکټ لوبډلو مسابقه
نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.
دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.
په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.
یو.ان.هبیتات: فرا ښار پنځه برابره پراخ شوی دی، ایا پرمختګ یې بللی شو؟
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان.هبیتات) وایي، فرا ښار تېرو ۲۴ کلونو کې پنځه برابره پراخ شوی دی.
دغې اداره پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه پرخوالی ممکن یو پرمختګ وي.
دوی ویلي، دا ډول پراخوالی هغه مهال یو پرمختګ ګڼل کیږي چې د ښاري پلان او ځېرکې پانګونې له مخې شوی وي.
دوی ویلي، د ښارونو پلان شوی پراخوالی خلکو ته ښه خدمتونه برابروي او د خلکو لپاره د هستوګنې ښه زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښارونو پر غیر پلاني پراختیا باندې تل نیوکې کیږي.
د ښار جوړونې کارپوهان وایي، د افغانستان په اکثرو ښارونو کې معیاري کانالایزیسیون، سړکونه، پارکونه او د ژوند نورې اسانتیاوې له پامه غورځول کیږي.