د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د کندز اوسیدونکي: طالبان دې د جګړو له امله ویجاړ پلونه،پلچکونه ورغوي


کندز کې یو ویجاړ شوی پلچک
کندز کې یو ویجاړ شوی پلچک

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د جګړو پر مهال د دغې ولسوالۍ د لویې لارې پر اوږدو کې ټول پلونه او پلچکونو پر بمونو الوزول شوي او د خلکو تګ را تګ یې ستونزمن کړی دی.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پلونو او پلچکونو ړنګېدو له امله دوی خپل کرنیز محصولات په وخت سره بازار ته نه شي رسولی.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د عبدالقادر په نوم یوه اوسیدونکي ازادی راډیو ته وویل: "ویجاړو شویو پلچکونه ډېره لویه ستونزه جوړه کړې، هغه خلکو ته زیاته ستونزه چې ناروغان ولري او غواړي خپل ناروغان بازار ته بوځي، دغه راز کروندګرو ته هم ډېره لویه ستونزه ده چې پر وخت خپل کرنیز محصولات بازار ته نه شي رسولی."

د نوموړې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره وران شوي پلونه او پلچکونو ورغوي، څو د خلکو شته ستونزې هوارې شي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ګل مراد وویل، د پلونو ړنګېدو له کبله دوی په وخت سره خپل ناروغان له امام صاحب څخه کندز ته نه شي انتقالولی: "د عمومي او فرعې لارو په اوږدو کې ټول پلچکونه وران دي، که چاته ناروغ پېدا شي په وخت سره یې روغتون ته نه شي رسولی او ان لوی موټرونه پرې تګ را تګ نه شي کولي."

د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره وران شوي پلونه او پلچکونو ورغوي
د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره وران شوي پلونه او پلچکونو ورغوي

د دوی په خبره، د دې ولسوالۍ اړوند پر لويې لارې د ړنګېدلو پُلونه له کبله ځینې وخت ترافيکي پېښې هم رامنځته کېږي.

د امام صاحب ولسوالۍد باسوس سیمې اوسېدونکی محمدنعمان ازادي راډیو ته وویل: "دا پلچکونه چې ویجاړ شوي، زموږ پر کار او بار یې ډېره اغېزه کړې، موږ دهقان کاره خلک یو زموږ ځمکې داسې ځای کې دي چې هلته لوی لوی زابورونه او نهرونه دي، نو د پلونو او پلچکونو نشتوالي له کبله موږ خپل کرنیز محصولات په ډېر سختۍ سره کور ته او بازار ته انتقالوو."

په کندز کې د طالبانو د مطبوعاتو کمېسیون مسوول مطیع الله روحاني بیا خلکو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د خراب شوېو پلونو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شي: "کوم پلونه، پلچکونه او سړکونه چې وران شوي، اسلامي امارت په دې اړه ځانګړی پروګرام لري او د ټولو وران شوېو پلونو، پلچکونو او سړکونو سروې کېږي او د یوه ځانګړي پروګرام له مخې ټول پلونه او سړکونه بېرته رغول کېږي."

طالبان بیا خلکو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د خراب شوېو پلونو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شي
طالبان بیا خلکو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د خراب شوېو پلونو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شي

پر دې سربېره د کندز د قلعه زال، چهاردرې، علی اباد، دشت ارچي او د خان اباد ولسوالیو اوسېدونکي هم له طالبانو غواړي چې په یادو شوېو ولسوالیو کې هم وران شوي پلونه او سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې وسپاري.

امام صاحب ولسوالۍ د ۷۰ کیلومتره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت له زیات نفوس لرونکو او سرحدي ولسوالیو څخه ګڼل کېږي، د نوموړې ولسوالۍ او تاجیکستان ترمنځ د امو سیند بهیږي.

XS
SM
MD
LG