د لویي ویل Louisville ښار د زاړه نشنل بانک یوه کارکوونکي پرون پر خپلو همکارانو ډزې وکړې.
د ښاري پولیسو د مشرې ژاکلین ګوین ویلارول په وینا پولیسو د پېښې ځای ته له رسېدو سره سم په داسې حال کې چې ډزې روانې وې له بریدکوونکي سره نښته وکړه او ویې واژه.
د بانک یوه کارکوونکي چې د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی و، یوه سیمهيیز ټلوېزیون ته وویل چې بریدکوونکي د یوه لوی ټوپک په وسیله د ودانۍ په کنفرانس خونه کې ډزې پیل کړې او زیاته یې کړه، ټول هغه کسان چې ده ته نږدې وو، ولګېدل.
د لویي ویل د پوهنتوني زده کړو د روغتون ویاندې هیدر فونټېن وویل، د بریدکوونکي په ډزو د دوو پولیسو په ګډون ټول ۹ کسان ټپیان شوي دي.
د پېښې وژل شوي کسان په لومړي سر کې څلور تنه وو، خو یوې ټپي مېرمنې په روغتون کې سا ورکړه.
د کېنټکي والي اندي بیشیار وویل، په پېښه کې د ده یو نږدې ملګری هم وژل شوی دی.
په همدې حال کې پولیس وايي، د برید د انګېزې د معلومولو لپاره یې تحقیقات پیل کړي دي.
دا سږ کال په متحدوایالاتو کې پر خلکو د بې درېغه ډزو پنځلسمه پېښه ده.
یوازې دوه اوونۍ مخکې د ټینیسي ایالت په ناشویل ښار کې د ښوونځي یوه پخواني زدهکوونکي ۳ ماشومان او ۳ مشران په ډزو وژل خو د بېګانۍ پېښې عامل ۲۵ کلن کونر سټورجن Connor Sturgeon بلل شوی چې د ډزو جریان یې پر انسټاګرام په ژوندۍ بڼه خپراوه.
د انسټاګرام او فېسبوک مسوولې ادارې میټا په یو بیان کې ویلي دي چې، د دې ډزو د جریان مستقیم نشر یې ډېر ژر بند کړ.
په تېرو څو کلونو کې د ټولنیزو شبکو ادارو د تاوتریخوالي د پېښو پر خپرولو کلک بندیزونه لګولي او داسې سیسټمونه یې فعال کړي چې په اتوماټ ډول د تشدد د پېښو او پوستونو مخه نیسي، خو لا هم د لويي ویل د ډزو په څېر ځینې پېښې په تصادفي ډول خپرېږي چې دا د ټکنالوژۍ پر کمپنیو د کانګرس د غړو او یو شمېر فعالانو د سختو نیوکو باعث شوی.