مخدوم نعمت الله د هغو کمو افغانانو له ډلې څخه و چې، په اوس وخت کې یې له یوې پېړۍ ډېر ژوند وکړ.
نوموړی چې د بدخشان یو قومي مشر و، د کورنۍ د غړو په وینا یې په ۱۲۳ کلنۍ کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د مخدوم نعمت الله د کورنۍ غړو ازادي راډيو ته وویل، نوموړی په ۱۲۷۸ لمریز کال کې د بدخشان ولایت د یفتل بالا ولسوالۍ په خم حافظ کلي کې زېږېدلی و او د روانۍ اوونۍ د شنبې په ورځ د بدخشان په مرکز فیض اباد کې مړ شو.
هغه درې ځله ودونه کړي وو او پنځه زامن، پنځه لوڼې، ۵۴ لمسیان او ۱۶ کړوسیان ترې پاتې شول.
د مخدوم نعمت الله یوې لمسۍ فریبا فاني ازادي راډيو ته وویل، چې نيکه یې په ۱۲۳ کاله ژوند کې هيڅ اوږدمهاله ناروغي نه درلوده.
نوموړې د خپل نيکه د شخصیت په اړه وايي: "یو ډېر مهربانه کس و او له ټولو سره یې یو ډول او په مهربانۍ چلند کاوه، بې له شکه مرګ یې لویه او نه جبرانېدونکې ضایع ده چې نه شي کېدلای خالي ځای یې ډک شي. مرګ یې زموږ کورنۍ ته یوه لویه صدمه ده، ځکه موږ د خپلې کورنۍ د یووالي یوه پياوړې ستنه له لاسه ورکړه."
د اغلې فاني په وینا، مخدوم نعمت الله تر دولسم ټولګي زدهکړې، کړې وې او د بدخشان په مرافعه محکمه کې یې د محتسب او سرمحتسب په توګه دندې هم ترسره کړې وې.
د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر صلاح الدین رباني په خپله فېسبوک پاڼه د مخدوم نعمت الله په مړینه د هغه له کورنۍ سره غمشریکي کړې او نوموړی یې یو پیاوړی مجاهد بللی دی.
په ورته وخت کې په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړي عبدالشکور واقف حکیمي هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې مخدوم نعمت الله تر ۱۱۰ کلونو ډېر ژوند وکړ.
مخدوم نعمت الله داسې مهال ۱۲۳ کال ژوند کوي چې نړيوال بانک په ۲۰۲۰ کال کې د افغانانو منځنی عمر ۶۳ کاله اټکل کړی و.
دې ادارې ویلي دي چې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د افغانانو منځنی عمر ۳۵ کاله و.
په افغانستان کې د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله ډېر کله عام وګړي شکایت کوي چې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نهلري او له خوراکي توکو نیولې تر روغتیايي خدمتونو پورې یا کم یا هم غیرمعیاري دي چې له دې امله یې د ژوند کلونه راکميږي.