د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ وری ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۵۴

افغانستان

د طالبانو حکومت له يو شمېر سوداګريزو شرکتونو سره هوکړه لاسليک کړې

د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت د څو روسي، ایراني او پاکستاني کمپنيو په ګډون د سوداګریزو شرکتونو یو کنسرسیوم جوړ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پرون چهارشنبه رویټرز اژانس ته ویلي، د شرکتونو ترمنځ د هوکړې سند په کابل کې لاسلیک شوی دی.

د عزیزي په خبره د دغې هوکړې ارزښت شاوخوا یو ملیارد ډالره دی او په خبره یې ۱۴ افغان سوداګر په دغه کنسرسیوم کې شامل دي.

پخوا تر دې د کانونو په برخه کې له چین سره هم ځینې هوکړې شوې وې، خو په نوي جوړ شوي کنسرسیوم کې د چین نوم نه‌دی یاد شوی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد زیانمن شوی او د یوه منظم بانکي سیستم نشتوالي دغه ستونزې لا ډېرې کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو ملا هدايت الله بدري د افغانستان بانک لپاره د سرپرست په توګه ګمارلی

د افغانستان بانک

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې ملا هدایت الله بدري یې د افغانستان بانک سرپرست ګومارلی دی.

ملا هدایت الله بدري د طالبانو حکومت د کابینې له اعلان وروسته تر دې دمه د مالیې سرپرست وزیر و.

څو ورځې وړاندې ځینې داسې اوازې هم خپرې شوې چې ملا هدایت الله بدري د طالبانو له مشر ملا هیبت الله اخندزاده سره د عوایدو په سر د اختلاف له امله استعفا کړې ده، خو د طالبانو حکومت ویاند بیا دا اوازه رد کړې وه.

نن د هغو برېتانيايي ځواکونو په اړه څېړنه پيليږي چې افغانستان کې د ملکيانو پر وژنه تورن دي

افغانستان کې برېتانيي ځواکونه، ارشيف

نن چهارشنبې په لندن کې په افغانستان کې د برېتانيايي ځانګړو ځواکونو له لوري د شپې له‌خوا په ترسره شویو عملیاتو کې په ناقانونه توګه د لسګونو کسانو د وژلو د ادعاو په اړه یوه عامه څېړنه پیلیږي.

د برېتانیا د دفاع وزارت د دغې څېړنې امر وروسته له هغې ورکړ چې تېر کال د بي‌بي‌سي ټلوېزیون په یوه مستند فلم کې وویل، د برېتانیا د هوایي ځانګړو ځواکونو (SAS) سرتېرو په مشکوکو شرایطو کې ۵۴ کسان وژلي دي.

همدارنګه دې څېړنې ته وروسته له هغې اجازه ورکړل شوه، چې دوو کورنیو چې دغه ځانګړي ځواکونه یې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د خپلو خپلوانو په وژلو تورن کړي، پر خپلو دوسیو د قضایي بیا کتنې غوښتنه کړې وه.

د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې په دې پلټنه کې به چې مشري یې جګپوړی قاضي چارلز هډن کیو Charles Haddon-Cave کوي، دا څېړل کېږي چې ایا د برېتانیا پوځ د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د خلکو د نیولو لپاره عمدي عملیات ترسره کړي او ایا د ناقانونه وژنو په اړه کره شواهد شته؟

د دغې څېړنې په ترڅ کې به دا موضوع هم څېړل کېږي چې ایا د برېتانیا پوځ د دغو ادعاو په اړه سمه څېړنه ترسره کړې او ایا کومې غیرقانوني وژنې یې پټې کړي دي؟

د برېتانیا پوځي پولیسو په افغانستان کې د برېتانیا د هوایي ځانګړو ځواکونو په شمول د دې هېواد د پوځیانو له‌خوا د ناوړه چلند د ادعاو په اړه څو څېړنې ترسره کړي، خو دفاع وزارت ویلي چې کافي شواهد یې نه‌دي موندلي چې هغه دې قانوني تعقیب شي.

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ډېری برېتانوي ځواکونه په ناکراره ولايت هلمند کې ځای پر ځای و.

په افغانستان کې د برېتانیا د نږدې شل کلن پوځي ماموریت په ترڅ کې د دې هېواد ۴۵۷ پوځیان وژل شوي دي.

کرېکټ؛ د افغانستان کم‌عمره ځوانان نن له سريلانکا سره شل اوريزه لوبه کوي

افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډله نن د درې اړخیزو مسابقو په لړ کې د سریلانکا په وړاندې شل اووره مسابقه کوي.

کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې دا به په ابوظبۍ کې د افغانستان او سریلانکا دویمه مسابقه ده، چې نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپین درې نیمې بجې پیلېږي.

د کورني کرېکټ مسوول، نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "چمتووالي ښه نتیجه ورکړه. زه باور لرم د درېیو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا دغه لوبلړۍ چې ده، په‌کې به زموږ ۱۹ کلن هلکان ښه وځلېږي."

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډلې د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان او پاکستان کې د تېرې شپې د زلزلې له امله يوولس کسان مړه شوي

د زلزلې له امله خلکو شپه پر سړکونو تېره کړه

د تېرې شپې په زلزله کې چې د افغانستان او پاکستان ډېرې سیمې یې ولړزولې، افغان او پاکستاني چارواکو د لږ تر لږه یوولسو کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د امریکا د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې و، قدرت د ریښترپه کچه ۶،۵ ثبت کړی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ټویټ کې ویلي، په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو ته د دوو تنو مړي او نږدې شل تنه ټپیان ور وړل شوي، خو د هغه په خبره دا د مرګ‌ژوبلې وروستي ارقام نه‌دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې، د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې دغه زلزله ډېره شدیده وه خو تر اوسه د کومو ځاني زیانونو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

د پاکستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند بلال فیضي او یو شمېر نورو چارواکو ویلي، د پښتونخوا ایالت په مختلفو برخو کې د کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه نهه تنه مړه شوي دي.

فیضي همدارنګه ویلي چې، په سوات دره کې له سلو زیات کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت طبعي پېښو ته د رسېدو د چارو د ادارې ویاند تیمور خان ویلي، لږ تر لږه نولس خټین کورونه په لیرې پرتو سیمو کې ویجاړ شوي او هڅې پیل شوي چې د دغې زلزلې د اړول شویو زیانونو په اړه معلومات راټول شي.

کابل او شاوخوا ولايتونو کې زوروره زلزله وشوه

انځور - ارشيف

په کابل، شا و خوا ولایتونو او د پاکستان په شمال کې نن شپه د زورورې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د زلزلې ټکانونه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي.

لا په دې زلزله کې د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو دقیقه اندازه نه‌ده ښوول شوې.

ملګري ملتونه: طالبان دې د نجونو او ښځو پر وړاندې محدوديتونه ليرې کړي

يو شمېر محصلانې، ارشيف

ملګروملتونو یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، روانه اوونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو ملیون زیات نجونې به اجازه ونه‌لري چې ټولګیو ته لاړې شي.

یوناما پر افغانستان واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي.

یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا سيف ده چلډرن مشر فران ایکیزا Fran Equiza وویل، چارواکي باید د ټولو زده‌کونکو لپاره ښوونځي پرانیزي ترڅو دوی وکولای شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي، مهارتونه ترلاسه او هم اکاډمیکې زده‌کړې وکړي.

هغه نن په یوه ټویټ کې ویلي چې، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، موږ خوښ یو چې ملیونونه هلکان او نجونې د لومړنیو ښوونځیو ټولګیو ته راستنیږي.

خو بیا هم، موږ په ژوره توګه مایوسه یو چې ځوانې نجونې بېرته خپلو ټولګیو ته نه ځي.

قطر پرون د یوې غونډې کوربه و چې، د طالبانو د پوهنې وزیر هم برخه په‌کې اخیستې وه او خبرې هم په افغانستان کې د تعلیم پر راتلونکې متمرکزې وې.

خو په هغه اعلامیه کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې د دې یادونه نه‌ده شوې چې، پر افغانستان واکمنو طالبانو دې ژمنې کړې وي چې په نږدې راتلونکې کې به ښوونځي او پوهنتونونه د افغان نجونو او ښځو پرمخ پرانیزي.

د طالبانو پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو ټول ښوونکي او خدماتي پرسونل بايد ښځينه وي

د نجونو يو ښوونځي، ارشيف

د طالبانو د پوهنې وزارت ويلي، د ښځینه ښوونځیو چې اوس‌مهال تر ۶ ټولګي پيل شوي، د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي.

دې وزارت نن په یوه خپرې کړې اعلامیه کې د باکیفته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په هدف د کړن‌لارو د جوړولو خبره کړې او ویلي یې چې، د تطبیق لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستل شوي.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت چې له تېر کال راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړي او ښوونځیو ته د هغوی د بېرته ستنېدو پرېکړه یې تر بل امر پورې ځنډولې، نه‌دي ویلي چې ولې په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ستونزه نه‌ده هواره شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي، د نوي تعلیمي کال لپاره رسمي مراسم نن د کابل په اماني لېسه کې جوړ شوي و چې، د طالبانو د پوهنې وزرات او د یو شمېر نورو ادارو چارواکو په‌کې ګډون کړی و.

د راپورونو له مخې نن چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره ښوونځي پرانيستل شوي، په ټولګیو کې تدریسي بهیر نه‌دی پيل شوی، ځکه زده‌کونکي خبرنه وو چې نن زده‌کړې پیلیږي.

د فرانس پرس اژانس د راپور له‌مخې یو شمېر ښوونکو او چارواکو ویلي چې، نن د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي پرانيستل شوي، خو ډېری ښوونکي او زده‌کونکي خبر نه‌دي چې ښوونځي پرانيستل شوي، ځکه د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال د پیلېدو لپاره رسمي اعلان نه‌دی کړی.

په کابل کې د سیدال ناصري د هلکانو د لېسې یوه ښوونکي محمد عثمان عطایي فرانس پرس ته ویلي، د پوهنې د وزیر له‌خوا یو مکتوب چې د دوی سر ښوونکي ته رسېدلی په‌کې ویل شوي چې، نن ښوونځي پرانیزي خو دا چې رسمي اعلان نه‌دی شوی زده‌کونکي نه‌دي ورغلي.

د فرانس پرس خبریالانو په کابل کې له اووه ښوونځیو لیدنه کړې او یوازې د ګوتو په شمار ښوونکي او د ابتدایي زده‌کړو څو زده‌کونکي یې لیدلي خو په ټولګیو کې زده‌کړې نه‌دي پیل شوي.

د تېر۱۴۰۱ کال د وري یا حمل په دوهمه په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په مخکې کلونو کې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال لومړی ورځ عمومي رخصتي وه، خو د طالبانو حکومت هغه لغوه کړې ده.

افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې سیاليو ته لوبډله اعلان کړه

د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې سکواډ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د غوراوي کمېټې له لوري د پاکستان پر وړاندې ۳ شل اوریزو سیالیو ته ۱۷کسیزه لوبډله اعلان شوه.

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب پيلېږي، د روانې میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

د سې شنبې په ورځ د مارچ ۲۱مه کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په اعلان شوې لوبډله کې یوازې د صدیق اتل په نوم نوي ځوان لوبغاړي ته په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي بېرته لوبډلې ته راګرځېدلی.

د یادې ادارې د خبر له مخې په دې ۱۷ کسانو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق شامل دي.

کرکټ بورډ وايي: "نجات مسعود او ظاهر خان چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تېرو سیالیو کې د لوبډلې برخه وو، د دې سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي. د دې ترڅنګ رحمت شاه زرمتی او حضرت الله ځاځی له لوبډلې کېنول شوي دي."

د اعلان شوې لوبډلې او د پاکستان پر وړاندې راتلونکو ۳ شل اوریزو سیالیو په تړاو د کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان له قوله لیکل شوي: "زه ډاډه یم چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي. موږ خپلې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د بریا لپاره دعا کوو او هیله من یو چې ملت ته به خوښۍ ور په برخه کړي."

هغه دا هم ويلي چې د ګاونډي په توګه له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د دې سیالیو پرمهال به غوره سپورتي روحیه هم نندارې ته وړاندې شي.

د ویلو ده چې د پاکستان کرکټ بورډ ادارې د دې سیالیو لپاره یوه اونۍ وړاندې خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه چې د یو شمېر نوموتو لوبغاړو پرځای یې هغه ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړې چې د یاد هېواد په سوداګریز یا پي ایس ایل لیګ کې یې ښې لوبې وکړې.

وېسټ د نوي کال مبارکۍ تر څنګ د نجونو او ښځو پر کار او زده کړو ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او د خوښۍ او سوله ییز نوي کال هیله یې کړې ده.

وېسټ نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې افغانان تېر کال له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه زیاته کړې: "موږ له دوی سره ولاړ یو او د یوې ښې راتلونکې لپاره هڅو کې به د ټولو افغانانو ملاتړ وکړو."

وېسټ ویلي: "په داسې حال کې چې نوروز د نوي کال د نوي کولو، خوشبینۍ او د پسرلي د پیل وخت دی، زموږ تر ټولو لویه هیله د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره دا ده چې هغوی ښوونځي ته ستنې شې او کار وکړي."

د وېسټ په خبره په ټولنه کې د دوی ګډون به هېواد له یوې روښانه راتلونکې برخمن کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي موادو مرستې کمې کړي

ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ارزګان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په مارچ میاشت کې د مالي سرچینو د نشتوالي له کبله دې ته اړ شوي چې په افغانستان کې د خوراکې موادو مرستې کمې کړي او لږترلږه ۴ میلیون وګړو ته مرستې ورسوي.

د ې پروګرام نن په یوه ټویټ کې ویلي چې که نوې مالي مرستې ترلاسه نه کړي، ښایي بله میاشت به نهه میلیون وګړي له مرستو برخمن نه شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د هڅو د دوام لپاره ۹۳ میلیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ میلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG