د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

جرمني اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکوي


جرمني غواړي دغه لیوپارډ ۲ ټانکونه اوکراین ته ورکړي.
جرمني غواړي دغه لیوپارډ ۲ ټانکونه اوکراین ته ورکړي.

جرمني له اوکراین سره د پوځي مرستې په برخه کې له پخواني دریځ څخه په شا شوی او غواړي دې هېواد ته پرمختللي ټانکونه ورکړي.

د جرمني د حکومت ویاند شټیفان هیبیشترایټ نن په یوه بیان کې وویل چې جرمني به اوکراین ته لیوپارډ ۲ ټاکونه ورکړي او هم به دې له سره موافقه وکړي چې نور هېوادونه چې دغه ټانکونه یې پېرلي هم کولای شي چې هغه اوکراین ته ورکړي.

هیبیشترایټ ویلي، هدف دا و چې د اوکراین لپاره هر څومره ژر چې کېدای شي، پر لیوپارډ ټانکونو سمبال دوه کنډکونه جوړ شي او زیاته یې کړه جرمني به له خپلو پوځې زېرمو په لومړي ګام کې ۱۴ لیوپارډ ۲ ټانکونه اوکراین ته وسپاري.

په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې اوکرایني ځواکونو ته روزنه به هم ډېر ژر پیل شي او جرمني به همداراز له اوکراین سره لوژیستیکي او د مهماتو مرسته هم وکړي.

له جرمني د اوکراین لوېدیځو متحدانو د دې پرله پسې غوښتنه کړې وه چې کییف ته دې دغه درنې وسلې ورکړي او هم دې درېیم هیواد ته اجازه ورکړي چې ورته اقدام وکړي.

له دې مخکې پولیتیکو ورځپاڼې د دوو چارواکو په حواله چې له دغې موضوع خبر دي، راپور ورکړی چې د جرمني صدراعظم اولاف شولځ به نن رسماً خپله پرېکړه اعلان کړي.

د پولنډ صدراعظم ماتیوش موراویسکي چې حکومت یې له اونیو راهیسې پر جرمني فشار راوستی و چې اوکراین ته لیوپارډ ټانکونه ورکړي، د جرمني له صدراعظم اولاف شولځ څخه د دې پرېکړې په خاطر مننه کړې ده.

د جرمني صدراعظم اولاف شولځ
د جرمني صدراعظم اولاف شولځ

هغه نن په یوه ټویټ کې ویلي چې اوکراین ته د لیوپارډ ټانکونو ورکول د روسیې د یرغل په مخنیوي کې یو مهم ګام دی چې اخیستل کېږي.

په عین حال کې دوو امریکایي چارواکو پرون سې شنبې رویټرز خبري آژانس ته وویل چې متحده ایالات هم له خپل دریځ په شا شوي او داسې ښکاري چې اوکراین ته به د ایم ون ابرامز ټانکونو له ورکولو سره مخالفت ونه کړي او په دې اړه ښایي روانه اونۍ اعلان وکړي.

پنټاګون تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جرمني ویلي، تر هغو به اوکراین ته دا ټانکونه ورنه کړي چې لومړی د امریکا متحدو ایالتونو ابرامز ټانکونه اوکراین ته نه وي ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG