د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

يو شمېر افغانان د روغتيايي خدماتو له کموالي او ټيټ کيفيت شکايت کوي


هرات کې په يوه روغتون کې ناروغان، انځور - ارشيف
هرات کې په يوه روغتون کې ناروغان، انځور - ارشيف

یو شمېر ناروغ لرونکي وايي، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو او د روزل شوي روغتیايي پرسونل کمښت اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکى احمدالله وايي، مېرمن يې له يوې اوونۍ راهيسې په دولتي روغتون کې بستري او له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د ناروغانو سمه درملنه نه‌کېږي، د روغتون خونې ډېرې سړې دي. زموږ ناروغ د ښه کېدو پر ځای بدتره کېږي، ډاکټر نه‌شته."

یو شمېر ناروغ لرونکي بیا شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو شمېر زیات خو د ډاکترانو کم دی او دا ستونزه لامل شوې، چې د دوی د ناروغانو درملنه په خپل وخت ونه‌شي.

که په پلار مې څه وشي، بیا به ډاکټر او روغتون زما د کوم درد دوا کړي؟"

د کابل ښار اوسېدونکی ذبیح الله بهجت ازادي راډيو ته وویل، چې د خپل پلار د درملنې لپاره دولتي روغتون ته ورغلی و، خو ۴۵ ورځې وروسته، ډاکټر سره د کتنې وخت ورکړل شو.

نوموړی وايي: "څو ورځې وړاندې یو دولتي روغتون ته له خپل ناروغ پلار سره ورغلم، هغوی موږ ته ۴۵ ورځې وروسته ډاکتر سره د ملاقات وخت راکړ، زموږ په څېر په لسګونو کسان په اوږدو لیکو کې ولاړ وو، چې ډاکټر یې وګوري. دا ډېره د خواشینۍ خبره ده. که په پلار مې څه وشي، بیا به ډاکټر او روغتون زما د کوم درد دوا کړي؟"

د کابل په يوه روغتون کې يوه ناروغه بستر شوې مېرمن، انځور - ارشيف
د کابل په يوه روغتون کې يوه ناروغه بستر شوې مېرمن، انځور - ارشيف

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ادعا کوي چې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

"هغه ناروغان چې په ورځني ډول روغتون ته مراجعه کوي، دوی ته په وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي

د دغه وزارت ویاند شرف زمان ازادي راډيو ته وویل، چې یوازې په تېر کال کې یې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو په موخه دوی ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

نوموړی وايي: "هغه ناروغان چې په ورځني ډول روغتون ته مراجعه کوي، دوی ته په وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي او درملنه یې کېږي او ځینې اوپي‌ډي ناروغان بیا کور ته لېږل کېږي، خو که اړتیا وي نو روغتون کې بستر کېږي او درملنه يې کېږي، زه دا خبره په کلکه ردوم. چې دوی باید څو ورځې انتظار وباسي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته د نورو افغان وګړو په ګډون د طبي برخې ډېری کارکوونکي هم له هېواده وتلي دي.

یو شمېر ناروغان وایي، دا چې دوی پاسپورت او وېزه نه‌لري اړ دي چې همدې وضعیت کې په افغانستان کې دننه درملنه وکړي.

مخکې تر دې یو شمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کمېدو او ورته د خلکو د نه لاس‌رسي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG